Announcement

Collapse
No announcement yet.

Ghazal

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Ghazal



    څومره اومه، څومره نازکه خکاری
    لکه شوکيس کښې چې نينزکه خکاری


    زۀ لېونے مئن دَ خاؤرې يمه
    پورته اسمان هم راته زمکه خکاری


    بيا به دَ اور باران راښکے کړی پۀ مونږ
    بيا پۀ فظا کښې اولوتکه خکاری


    زمونږ دَ زوړ کلی درنه پښتنه
    سپکه جامه کښې څومره سپکه خکاری


    څوک پۀ همه نړۍ کښې نۀ ځائېږی
    څوک پۀ خپل ذات کښې تر اټکه خکاری


    ژوند به سا اخلی دَ نفرت غېږه کښې
    مينه چې لاندې لۀ ټوپکه خکاری


    تا پسې ګرځی دَ خپل ځان پۀ لټون
    صادق چې کله بې درکه خکاری

  • #2
    manana
    da de sadiq seb ghazal dey

    Comment

    Working...
    X