پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم سره مرکه
سوال: تاسو محترم کۀ د خپل ژوند لنډه شان خاکه بيان کړئ نو ډېره ډېره مننه به وى؟
جواب: زۀ په چارسده کښې رځړو نومې کلى کښې د حېدر خان کره په کال ١٩٤٠ء کښې پېدا شوم. ابتدايى تعليم مې په رځړو سکول کښې اوکړو. او بيا هم دلته نه مې لسم جماعت پاس کړو. F.Sc. او B.A مې د اسلاميه کالج پېښور نه اوکړو. په ١٩٦٣ء کښې مې د پښتو څانګې نه M.A اوکړه. په دغه وخت کښې جهانزېب نياز صېب چيئرمېن وو. او زۀ د اسلاميه کالج د خېبر مېګزين ايډيټر وم. په دې دوران کښې يعنى په ١٩٨٦ء کښې د پښتة څانګې نه مې Ph.D. اوکړه. او بيا هم په دې څانګه کښې چيئرمېن شوم. زۀ درې وارې ډين پاتې شوے يم.
دسمبر ٢٠٠٠ء کښې د ملازمت نه ريټائرډ شوم. بيا په پښتو ادبى بورډ کښې ډائرېکټر او اوس په اکادمى ادبيات کښې ريذيډنټ ډائرېکټر يم. ملکى سطح باندې مې تمغه امتياز په کال ١٩٩٠ء کښې او پرائډ اف پرفارمنس ٢٠٠٩ء کښې اخستے دے.
سوال: د شاعرۍ ابتدا مو د کوم وخت نه کړې ده؟
جواب: شاعرى خو د هر ساهو شاعر د پېدا کېدو سره سمه د هغۀ په مزاج کښې زېږولې وى. خو د قلم په ژبه مې اولنے غزل د پنځلسو کالو په عمر کښې راغے. دغه وخت زما د سکول اخرى کال وو. او بيا د اسلاميه کالج پېښور کښې داخلېدو سره ماته يو داسې رنګين او ادبى ماحول په لاس راغے چې زما د شاعرۍ باقاعده دور شروع شو. د شاعرۍ د شعور مې دا حال وو چې د کالج د طالبعلمۍ په دوره کښې زما کلام د هغه وخت د مشهور اووۀ ورځنى "رهبر" په ټائټل (سر مخ) باندې څو څو واره چاپ شوے وو.
د اسلاميه کالج د "خېبر مېګزين" په ادارتى بورډ کښې د يوولسم نه شامل شوے وم. او د هغه وخت د اوچت معيار په جريدو لار، ننګيالے، غنچه، رهبر او اباسين کښې زما کلام او نثرى ليکونه په باقاعدګۍ سره چاپ کېدل.
د شاعرۍ سره سره به ما په کالج کښې ډرامې او خاکې ليکلې. په خپله به مې ډائرېکټ کولې او هغه ډرامې او مزاحيه خاکې دومره مشهورې شوې چې د پېښور رېډيو سټېشن د هغه وخت پروډيوسر عمر ناصر ماته بلنه راکړه چې زۀ د رېډيو دپاره هم ډرامه اوليکم. او په دغه دور ما د رېډيو دپاره وړومبۍ ډرامه د خاندان په نوم اوليکله. دا غالباً د کال ١٩٦٣ء، ٦٤ء خبره وه.
او بيا د ډرامو دا سلسله شروع شوه. او په درځنونو ډرامې مې د رېډيو دپاره اوليکلې.
د "لشې" په نوم چې ما په دغو ډرامو کښې ځنې چاپ کړې نو په دغه اولنى کتاب ماته د پاکستان رائټرز ګلډ ١٩٦٥ء کښې له خوا اولنے اېوارډ راکړے شو. د هغې نه وړاندې په "رخصت" نومې نظم ماته د بهترينې شاعرۍ "ادم جى اېوارډ" راکړے شوے وو. زما د "پښتو افسانه (تحقيق او تنقيد)" نومې کتاب ته هم د پاکستان رائټرز ګلډ له اړخه په کال ١٩٧٨ء کښې اولنے اېوارډ ورکړے شوے وو. د رېډيايى ډرامو نه پس د پاکستان ټيلى ويژن دپاره اولسى درې قسط واره ډرامي خزان او ګلونه، ورکې لارې، روښانه تيَرې ما ليکلى دى. او د هغې نه پس ناموس، ځوانى، خوبونه، سفر، ستړے مۀ شې، خاندان او ځنې نورې سلسله وارې ډرامې.
سوال: تاسو څو کتابونه ليکلى دى؟
جواب: هسې خو ما ډرامې سکرپټ ليکلى دى. خو ولې په اسلاميه کالج کښې چې زۀ ووم نو د خېبر يونين هال د سټېج دپاره مې ډېرې ډرامې ليکلى دى چې وروستو د "لشې" په نوم چاپ شوه. پښتو افسانه تحقيق تنقيد، پښتو ادب کښې کردارنګارى، رحمان بابا اولسى شاعر او داسې نور هم دى، زما د شاعرۍ مجموعه "جنون او ژوندون" ده.
سوال: شاعرى يا ادب د ژوند سره تړون لرى؟
جواب: شاعرى د احساساتو اندرونى کېفياتو سره تړلې ده. په ژوند کښې چې کوم رنګونه ګورى نو د هغې تصويرونه بيا په خپلو الفاظو کښې بيانوى او ښۀ شاعر هغه دے چې جمالياتى حسن په کښې وى. ځکه کۀ مونږه اوګورو نو د رحمان بابا شاعرى اخلاقى ده. او داسې د اجمل خټک شاعرى ترقى پسند خيالات لرى. په هر شاعر د خپلې زمانې او حالا تو اثر وى.
سوال: ستاسو په شاعرۍ کښې زياته برخه د څۀ ده؟
جواب: زما شاعرى خو د معاشرې د وګړو په حالاتو باندې اړه لرى. ترقى پسنده خيال په کښې دے. د لوېدلې طبقې نمائندګى کوى. او په اولس کښې ئې رومانى شاعرى هم ډېره خوښه او مقبوله شوې ده.
سوال: تصوف مو په خپله شاعرۍ کښې تر کومه حده چېړلے دے؟
جواب: تصوف خو زما په شاعرۍ کښې ډېر کم دے. ما په ټول عمر کښې په شعورى ډول د تصوف په موضوع يو شعر ليکلے دے او زۀ په دعوىٰ سره وايم چې څوک د تصوف بنيادى مفکوره (شاعرۍ تر حده) د دغې شعر د مفهوم نه چاپېره چورلى.
دومره شتۀ شوې چې زما هستى دې نشت کړه
داسې نشت شولې چې زۀ درباندې شتۀ يم
سوال: قديم او جديد ادب کښې فرق څۀ دے؟
جواب: هر ليک په خپل وخت کښې جديد وى. او د حالاتو ترجمانى کوى خو چې کله معاشرتى اقدار بدليږى نو صرف د سوچ او د خيالاتو انداز بدلېږى. په اوسنى دور کښې اجمل خټک د نوى دور شاعر وو. دا يو ترقى پسند شاعر وو. چې يو انسانى او لافانى سوچ ئې لرلو.
سوال: خپله شاعرۍ کښې مو کوم صنف خوښ دے؟
جواب: هسې خو زۀ ډرامې، نظمونه او غزلې ډېرې ښې ليکم خو يوه ورځ په يو غونډه کښې حمزه بابا اووئيل چې د ټولو نه ښۀ نظم اعظم ليکى او شايد دغه وجه ده چې زما "رخصت" نظم انعام اخستے وو.
سوال: چې ژبه ژوندۍ وى نو قام ژوندے وى او چې ژبه ورکه شى نو قام ورک شى. په دې حقله ستاسو څۀ خيال دے؟
جواب: يقيناً چې ژبه ژوندۍ وى نو قام ژوندے وى. خو کۀ مونږه اوګورو نو پښتة ژبې ته سرکارى حېثيت حاصل نۀ شو. پښتون چرته هم ښۀ ورځ اونۀ ليده. د هغې وجه دا وه چې پښتون خپله ژبه هېره کړې ده. کۀ مونږه اوګورو نو په افغانستان کښې هر دوېم کس شاعر او اديب دے. په افغانستان کښې پښتة ټولنې ډېر کار کړے دے.
سوال: د افغانستان جنګ په پښتة ادب کښې څۀ کردار لوبولے دے؟
جواب: د افغانستان جنګ يو انقلابى سوچ ورکړے دے. کۀ چرې افغانستان په يو ځائے مستحکم پاتې شوے وے نو پښتة ادب ته به ئې ډېر څۀ ورکړى وے. په افغانستان کښې په يو موضوع باندې ليکل کېږى.
سوال: پښتة ادب ته په پاکستان کښې څۀ ستونځې پېښې دى؟
جواب: د هرې ژبې ادب ته ستونځې ور وړاندې وى خو چونکې اردو قامى سطح باندې عامه ده. او سرکارى سرپرستى ورته حاصله ده. او پښتو ته لا اوس هم د چا پام نۀ دے.
سوال: ستاسو د خوښې شاعر څوک دے؟
جواب: هسې خو مې ټول شاعران خوښ دى. څوک چې د پښتو ادب خدمت کوى خو په نظم کښې اجمل خټک مې ډېر خوښ دے. يو ترقى پسند سوچ لرى او يو لوړ فن کار او تکنيک کار هم دے. حمزه بابا، قلندر مومند، غنى خان او سِنګرانو کښې مې خيال محمد خوښ دے. خپله ستار سره شوق لرم.
سوال: لږ د خپل شخصى ژوند په حقله راته څۀ اووايئ؟
جواب: ما اولنے وادۀ په کال ١٩٨٢ء کښې د خپل ترۀ په کور کښې کړے دے خو بيا په کال ١٩٨٧ء کښې هغه په حق اورسېده. او بل وادۀ مې هم د هغې د خور سره په کال ١٩٨٨ء کښې اوکړو. او اوس له خېره درې جينکۍ او يو هلک لرم.
سوال: اخرى پېغام څۀ راکول غواړئ؟
جواب: زۀ ستاسو ډېره مننه کوم. چې زلمے کُول د پښتو ادب خدمت کوى او خاص کر هغه طالبعلمان چې پښتو ادب کښې ئې قدم اېښے دے. زۀ هيله لرم چې ستاسو غوندې خلقو باندې به پښتة ژبه وياړ کوى. د پښتة بخت اوس ستاسو په لاس کښې دے.
مرکه کوونکے: سيد ظفر الله
طالبعلم دوېم کال، پښتة څانګه، پېښور يونيورسټى

_________________

Comment