کۀ هر څو ستا قدمونو کښې خپل زړۀ ږدم
خو دا سر د خوددارۍ به درته نۀ ږدم
تۀ خورده مې د شهيد ارمان نه واخله
زۀ په دې قبر شکرې ږدم خواږۀ ږدم
اوس خو مرګ ئې هم څېره پېژندې نۀ شي
د شکست داغونه تل په ژوندانۀ ږدم
محبته ستا احساس ښۀ لېونے کړم
چې د ګل په ځائے دې څڼو کښې واښۀ ږدم
رقيبان پرې کاڼي کاڼي زړونه ولي
کۀ په لار د مروت ورته لېمۀ ږدم
تښتېدې له خپله ځانه چرته نۀ شم
قدمونه کۀ په سمه کۀ په غرۀ ږدم
ستا کوڅو کښې زۀ لا هغسې پردے يم
هسې ځان ذرې ذرې په تلۀ راتلۀ ږدم
د ژوندون حقيقتونه مې قبول کړل
زۀ په دې زهرو ناچاره يمه خلۀ ږدم
ګرانه زۀ هم د غزل ډول سينګار کړم
دې ايرې زړۀ نه ئې سترګو کښې رانجۀ ږدم
(اکرام الله ګران)
