دکابل دښاروالي ديوي ښاري ناحيه نه بده خاطره؛
اداري فسات اورشوت دومره عادي شويدي چي اوس درشوت اخيستو په وخت کي حکومتي مامورين نه شرميږي اونه ډاريږي روغ په ډکه خوله درته وائي پيسي راکړه چي ددي بدحالت په ليدوانسان ته ژړا اوخندا دواړه راځي ژړا پدي راځي چي خدايه دافغانستان حکومت بي شرمو ، بي عزتواوبي ننګو خلکو په لاس کي دي ددي پاکي خاوري دشريفو خلکو اينده به څنګه شي؟داغله اورشوتخواره به ترڅو رشوت اخلي؟اوخندا پدي راځي چي دفترته ننوځي دمامورينو خبري اوحرکات لکه دکارتون فلم ته چي ګوري په ايات اوحديث خبري کوي دخبرونه وروسته لکه ګدايګربه لاس اوږد کړي او رشوت به وغواړي چي رشوت ورنکړي بيا فکر وکړه چي دزرداد پاټک دي په زوره ئي درڅخه اخلي رابه شم خپل اصلي مطلب ته غوښتل مي چي دکور صفائي تحويل کړم دناحيه دفترته داسنادوسره ورننوتم په اول دفترکي ئي کار راته خلاص کړو کاغذ ئي راکړو دوهم د فترته ئي وليږلم ددروازي نه چي ورننوتم ومي ويل اسلام عليکم په ځواب کي ئي راته وويل وعليکم اسلام ورحمته الله برکاته ستړي مه شي ئي راسره وکړه اوڅنګ کي ئي په څوکي کښينولم ددي برخورد نه ډير خوشحاله شوم اوفکرمي وکړو چي څومره ښه مدير ده لومړي ئي راته مجاهدين اودجهاد لاس ته راوړني تشريح کړي مادځان سره و ويل مجاهدين مونږ په پاټکونوکي ليدلي دي اودجهادلاس ته راوړني مونږ دکابل په ښارکي ليدلي دي دمجبوريت نه مي ورته هو صاحب هوصاحب ويلي اخرئي په څوکړه ږيره لاس راکش کړو اوراته ئي وويل خفه نه شي دادکرزي حکومت يوه پاڼه سپين کاغذد فترته نه ورکوي کاغذ نشته چي مکتوب درته وليکم زه زردځايه پاڅيدم اوومي ويل چه زه به کاغذ بيرون ددوکان څخه راوړم مدير راته وويل نه داپياده به ئي راوړي مادجيب نه پنځوس افغاني راوايستلي اوپياده ته مي ونيولي پياده لاس را اوږد نکړو ما فکر وکړو لکه چي ډاريږي رشوت نه اخلي مدير راته وويل ته کښينه خبري درسره کوم راته ئي وويل زمونږتنخواوي کمي دي ګذاره پري نه کيږي اوڅلورنفره پدي دفترکي کارکوو مهرباني وکړه څلور زره افغاني راکړه بيابه مکتوب درته وليکم ماورسره غالمغال وکړواوغټي غټي سياسي خبري مي وکړي چي دا عدالت نه دي داښه کارندي تاسي ولي ر شوت اخلي ؟مدير راته وويل له دفتره ووځه ماورته وويل داستاکورندي داد ښاروالي دفتردي٠
يودم ټول مامورين اوپياده رانه تاوشوه په ټيل وهلوټيل وهلو ئي له دفترنه بيرون کړم دوباره دفترته ننوتم اوورته ومي ويل چي دکابل ښار ښاروال ته ځم اوشکايت کوم هغوي راته وويل چي لاس دي خلاص هرچيري چي ځي لاړشه چي کرزي راولي قسم په خداي که مکتوب درکړم بيرته کورته راغلم ټوله قصه مي وکړه په کورکي ټول خفه شوه تصميم مي و نيوه چي دکابل ښاروال ته ځم شکايت کوم يوخپلوان راته وويل ځان مه په عذابوه اوبه دسره خړيدي دکابل ښاروالي دزردادپاټک دي دزرداد پاټک کي به ئي چي لس زره افغاني وغوښتي اوتابه په زاري اوعذر وويل چي دومره نلرم غريب يم نوبه ئي درته وويل چي شل زره راکړه بيا چي بدي عذر وکړو چي نه ئي لرم درته به ئي وويل چي ديرش زره راکړه٠ دادي رشوت اواداري فسات په افغانستان کي دکرزي وياند داسي خبري کوي لکه چي افغانان اودونيا وال ړانده و ي دخداي په زوره ورقهراوغضب اخته شي له دفتره بيرون ووځه اودولس منځ ته ورشه چي په حال خبرشي افغانان دحکومتي بدماشانو زورواکانواورشوتخورودلاسه بي اوره کباب شوه يوظالم خائن زورواکي دولس منزله ماڼي لري اوبل بيچاره کوډله نلري يوه مړي وچه ډوډي نلري دافسات ندي نوڅه دي؟ دروندافغانستان دنړي په سطحه سپک شوودپنځو سپکو اوشرميدلو خائينانودلاسه افغانان شريف خلک دي يوتعدادئي شرميدلي ا و بي عزته دي داخائينانو دپخوانه ښه تاريخ نلرلو کرزي صاحب وطن وشرميدو دبدماشانو اورشتخورو خوله په سوک ماتي کړه هرافغان ناري وهي چي غل دي غل هم ناري وهي چي غل دي دکشفي ارګانونو دي کور وران شي چي غله اورشوتخواره مستند نه نيسي