نظم...
بے وطنه مسافر
شاعر... فيروز آفريدي
بے وطنه مسافر
شاعر... فيروز آفريدي
وطنه ته چرته کښ پاتې شوې او زه مسافر
مونږ درنه لاړو په ډوډئ پسې سپیرۀ مسافر
مونږ درنه لاړو په ډوډئ پسې سپیرۀ مسافر
زړونۀ مو کاڼی شو ذهنونه مو ړانده کاڼه شو
سترګې مو وچې شوې وراستۀ مو د لیمو باڼه شو
سترګې مو وچې شوې وراستۀ مو د لیمو باڼه شو
د محبت سندرې لاړې ساندې ډیرې وایوو
اوس د بیمار ذهن وتلې تیرے بیرې وایوو
اوس د بیمار ذهن وتلې تیرے بیرې وایوو
که د سینې د کور ورونه مونږه پورې ساتو
وطنه بیا هم ستا یادونه په زرۀ پورې ساتو
وطنه بیا هم ستا یادونه په زرۀ پورې ساتو
خدائ زده وطنه چه نصیب به ستا دیدار شی زمونږ
که زندګی به د سفر زوړند په دار شی زمونږ
که زندګی به د سفر زوړند په دار شی زمونږ
خو بیا هم طمع لرو دا چه خاوره مور لرو مونږ
کلې حجره پټئ درشل لرو او کور لرو مونږ
کلې حجره پټئ درشل لرو او کور لرو مونږ
څوک ستا د لوری چه راځی خبر په آن رسوؤ
ستا د وږمو د ویش په طمع ورته ځان رسوؤ
ستا د وږمو د ویش په طمع ورته ځان رسوؤ
ستا د ښکلا او د خائیست ترې تپوسونه کوؤ
ستا د فصلونو بارانونو ترې سوالونه کوؤ
ستا د فصلونو بارانونو ترې سوالونه کوؤ
که د سپرلی خبرې کړی ماحول سپرلی سپرلی شی
لکه په غاړه د آسمان کښ د شفق سرخی شی
لکه په غاړه د آسمان کښ د شفق سرخی شی
که د یخنئ خبرې کړی نو مونږه وبوږنیږو
لکه په ونه کښ د پاڼو په شان وریږدیږو
لکه په ونه کښ د پاڼو په شان وریږدیږو
که د ګرمئ خبرې کړی داسې تاودۀ تاودۀ شو
لکه په ژمی د نغری په غاړه تود اودۀ شو
لکه په ژمی د نغری په غاړه تود اودۀ شو
که د چینو خبرې کړی یا د واورینو څوکو
لکه ګودر ته چه قطار وی د خائیسته پیغلوکو
لکه ګودر ته چه قطار وی د خائیسته پیغلوکو
که چرته ګور ځنګل کښ حسن د چنار یادوی
لکه د زلفو پۀ تیارو کښ مخ د یار یادوی
لکه د زلفو پۀ تیارو کښ مخ د یار یادوی
وطنه ټولې قیصئ ماته کلیوال اوائی
خو په اخر کښ راته ستا د لوری سوال اوائی
خو په اخر کښ راته ستا د لوری سوال اوائی
وطن کښ هر څۀ هر څۀ وو خو نه وے تۀ فیروزه
ته په ډوډئ پسې ورک شوې ئے سپيرۀ فیروزه
ته په ډوډئ پسې ورک شوې ئے سپيرۀ فیروزه


Comment