زړګـــــــي مــــــې بيا وکـــــــړل دردونه
څــوک به مـــــې واوري فــــــــريادونه
پــــه پردېسۍ کـــــې عُمر ګـــــــران دی
راځــــــنې بــــېل افغـــــانســـــتان دی
اوس په شته کور کـې مساپر ګرځيږو
پردي وطن کــــــې در په در ګــرځيږو
د چـــا نه سوال چانه خيرات ټـــــولوو
چــانه خدای مال چانه ذکات ټولوو
مونږه په خلکو پاچــــــاهي کـــړې ده
نورو زمــــــــــونږه غــــــــلامي کړې ده
د افغانيت جګه شمله ټيــــــټه شــوه
زمـــــــونږ غرور او دبدبه ټيــــټه شوه
خـــــــــــــــراب زمونږ شول نصيبونه
څـــوک به مــــــــې واوري فريادونه
خـــــــدايه دا څه رنګه جـــــــهان دی
راځنــــــــې بېـــل افغــانســـــتان دی
نن د وطــــــــن مازديګری راياد شو
د نجونو سر باندې منګی راياد شو
په ګودرو کې به غوغــــــا ښکارېده
د هر چا خوله کې به خندا ښکارېده
هرمازديګر به شنه منګي ماتېدل
د پېغلو ﻻس کې به بنګړي ماتېدل
څنګـــه مېلې به په ګلــــــونو کېدې
څومره غــلاګانې به د زړونو کېدې
چا به يو بل تـــــــه ورکـــــــړل زړونه
څـــوک به مــــــــې واوري فريادونه
خــــــــــــاونده دا څنــــګه دوران دی
راځنـــــــې بېـــل افغـانســـــتان دی
څــوک به مـــــې واوري فــــــــريادونه
پــــه پردېسۍ کـــــې عُمر ګـــــــران دی
راځــــــنې بــــېل افغـــــانســـــتان دی
اوس په شته کور کـې مساپر ګرځيږو
پردي وطن کــــــې در په در ګــرځيږو
د چـــا نه سوال چانه خيرات ټـــــولوو
چــانه خدای مال چانه ذکات ټولوو
مونږه په خلکو پاچــــــاهي کـــړې ده
نورو زمــــــــــونږه غــــــــلامي کړې ده
د افغانيت جګه شمله ټيــــــټه شــوه
زمـــــــونږ غرور او دبدبه ټيــــټه شوه
خـــــــــــــــراب زمونږ شول نصيبونه
څـــوک به مــــــــې واوري فريادونه
خـــــــدايه دا څه رنګه جـــــــهان دی
راځنــــــــې بېـــل افغــانســـــتان دی
نن د وطــــــــن مازديګری راياد شو
د نجونو سر باندې منګی راياد شو
په ګودرو کې به غوغــــــا ښکارېده
د هر چا خوله کې به خندا ښکارېده
هرمازديګر به شنه منګي ماتېدل
د پېغلو ﻻس کې به بنګړي ماتېدل
څنګـــه مېلې به په ګلــــــونو کېدې
څومره غــلاګانې به د زړونو کېدې
چا به يو بل تـــــــه ورکـــــــړل زړونه
څـــوک به مــــــــې واوري فريادونه
خــــــــــــاونده دا څنــــګه دوران دی
راځنـــــــې بېـــل افغـانســـــتان دی





hahahahah
Comment