څوک چې د ټول انسانيت په سر اورونه نيسي
خلق هغوي ته هم په لاسو کښې ګلونه نيسي
خلق هغوي ته هم په لاسو کښې ګلونه نيسي
دَ سرمايې بلا زمونږ تر ګرېوانۀ رارسي
څوک به ئې مخه وهي څوک به ئې لاسونه نيسي
څوک به ئې مخه وهي څوک به ئې لاسونه نيسي
دَ کلي ټولې پېغلې خاندي په ژړا ژړا کښې
زلمي چې پاڅي او دښمن ته سنګرونه نيسي
زلمي چې پاڅي او دښمن ته سنګرونه نيسي
څۀ عجيبه غوندې ډالۍ راله جانان راکوي
ما ته دَ سرو زرو په تال کښې انګارونه نيسي
ما ته دَ سرو زرو په تال کښې انګارونه نيسي
زۀ د حالاتو د ستم مخې له ښۀ ورتلے شم
خو ستا د سترګو بې وسي مې قدمونه نيسي
خو ستا د سترګو بې وسي مې قدمونه نيسي
زمونږ د چم دَ شهيدانو غوښو بوئ کړے دے
اوس په کوڅو کښې خلق پوزو ته لاسونه نيسي
اوس په کوڅو کښې خلق پوزو ته لاسونه نيسي
څوک چې پخپله له ژوندونه نامراده تلي
دَ کلي خلق ئې په قبر مرادونه نيسي
دَ کلي خلق ئې په قبر مرادونه نيسيامجده لوئے جهاد دے دې خلقو ته مينه ښودل
په نۀ خبره چې دَ يو بل ګرېوانونه نيسي
په نۀ خبره چې دَ يو بل ګرېوانونه نيسي
(امجد شهزاد)

Comment