Announcement

Collapse
No announcement yet.

Ghazal

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Ghazal

    پور مې په سندره غزل پاتے دے
    بس په وخت مې دومره بدل پاتے دے

    تا چې لګولے وۀ دَ بل په کور
    دا هم هغه اور دے چې بَل پاتے دے

    سم دے پکښې جوړ دَ وران وطن تصوير
    خور چې دې لېمو کښې کَجَل پاتے دے

    اوس هم پکښې ګېر شي لېوني زړونه
    اوس دې هم په زلفو کښې وَل پاتے دے

    داسې لګېدلے اور په ټول وطن
    نۀ جونګړه نۀ ترې محل پاتے دے

    نور وکړه په دې کلي باران دَ اور
    يو پکښې دَ سرو ګلو ټل پاتے دے

    دا د زندګۍ قاتلان قتل کړئ
    اوس خو ئې بس يو دغه حل پاتے دے

    يو خوا تور پټکي دي بل خوا تور بُوټان
    څوک په دې وطن کښې اتل پاتے دے

    واه واه افرين په محتسب د ښار
    ساز ئې راګېر کړے دے غل پاتے دے

    شېخ اوس هم د حُورو ذکر فکر کړي
    لا ئې په مزغو کښې خلل پاتے دے

    څنګه دې مهين لباس اغوستے دے
    فکر درنه څومره شډل پاتے دے

    ډېر ترينه امجده وړاندې تلے يم
    اوس خو رانه وروستو اجل پاتے دے

    (امجد شهزاد)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Aala !!
    yao warokay ghwandi baagh ao pa khwa ye seen rawan!

    Comment


    • #3
      nan da bya skalay di ka sanga SOOR ka ya

      da shela sa pata lagey kna ?
      .....


      Comment


      • #4
        واه واه افرين په محتسب د ښار
        ساز ئې راګېر کړے دے غل پاتے دے

        شېخ اوس هم د حُورو ذکر فکر کړي
        لا ئې په مزغو کښې خلل پاتے دے
        yao warokay ghwandi baagh ao pa khwa ye seen rawan!

        Comment


        • #5
          Originally posted by Shehbaz Khan View Post
          واه واه افرين په محتسب د ښار
          ساز ئې راګېر کړے دے غل پاتے دے

          شېخ اوس هم د حُورو ذکر فکر کړي
          لا ئې په مزغو کښې خلل پاتے دے

          pa shikhano pase khanda ma kawai! gini LOL
          Za REHMAN da aagha ilm a pannah ghwarham…
          Che la deena la mazhaba wee sewa…

          Comment


          • #6
            mara sekan yadwey :P.........
            .....


            Comment


            • #7
              Pa yo laas ke ye jaam pa bal laas ke ye tasbey oonewey
              Sheikh pa dwaarno jahanoono ke morchey ooneewey
              Na soz sho na saaz sho,
              Bas hasy jwand tamam sho

              Comment


              • #8
                Pa yao laas ki mobile pa bal las ki tasbeeh di .. Da di sheikh dalta mazi di :D
                yao warokay ghwandi baagh ao pa khwa ye seen rawan!

                Comment

                Working...
                X