شکست
نۀ په نکريزو سرۀ دي
هغه پاستۀ لاسونه
نۀ دې په غاړه ځانګي
دَ لونګين لړونه
نۀ دې په زلفو کښې شته
سرۀ دَ غانټول ګلونه
نۀ دې په شونډو ښکاري
دَ دنداسې رنګونه
نۀ دې کړۀ تور په رنجو
دَ سترګو سرۀ ګوټونه
نۀ دې په لېچو شوري
دَ شنو بنګړو سازونه
نۀ خېژوې په بڼ کښې
اوس دَ اختر ټالونه
نۀ دَ سابو په بانه
دَ دامانو سېلونه
نۀ اداګانې هغه
او نۀ هغه نازونه
دَ ښاپېرو مَلکې!
تا دومره زر ولې شکست ومنو؟
(امجد شهزاد)
نۀ په نکريزو سرۀ دي
هغه پاستۀ لاسونه
نۀ دې په غاړه ځانګي
دَ لونګين لړونه
نۀ دې په زلفو کښې شته
سرۀ دَ غانټول ګلونه
نۀ دې په شونډو ښکاري
دَ دنداسې رنګونه
نۀ دې کړۀ تور په رنجو
دَ سترګو سرۀ ګوټونه
نۀ دې په لېچو شوري
دَ شنو بنګړو سازونه
نۀ خېژوې په بڼ کښې
اوس دَ اختر ټالونه
نۀ دَ سابو په بانه
دَ دامانو سېلونه
نۀ اداګانې هغه
او نۀ هغه نازونه
دَ ښاپېرو مَلکې!
تا دومره زر ولې شکست ومنو؟
(امجد شهزاد)



Comment