په جولو واخله سلامونه په ما ګرانه بچے
د خپل وطن نه مسافره قدردانه بچے
په کلي کور کښې خېريت دے هيڅ فکرونه مۀ کړه
د زړۀ نه لرې وسوسې کړه هيڅ غمونه مۀ کړه
مسافرۍ کښې زړۀ تنګ نۀ کړې ګورې خيال کوه
استقامت درته نصيب شه رب نه سوال کوه
زمونږ نبي هم لرے لرے سفرونه کړي
په معاشي توګه ئې دا رنګ تکليفونه کړي
سحر د وخته پاڅېدل خو مجبوري ده ستا
په نصيبه چې يوه داسې مزدوري ده ستا
خو ګورې پام کوه چې مونځ درنه قضا نۀ شي
بچيه دا خبره هېره دې زما نه شي
بيا په ډيوټۍ کښې دې هم ښۀ ايمانداري کوه تۀ
چې په ذمه دې شي کوم کار نو ښۀ خواري کوه تۀ
چرته چيکر او يا فورمېن سره چې جنګ ونۀ کړې
واړو سره په اتفاق اوسه ترې څنګ ونۀ کړې
هلته هندوان، سيکان هم ډېر مسلمانان اوسي
مذهب جدا جدا رشته کښې د انسان اوسي
د زړګي سره اوس به حال درته د کور ووايم
د وروڼو خوېندو څو خبرې دې د مور ووايم
مور خو دې مرګي حال پرته ده دوائي نشته دے
دارو خو کېږي په پېسو يوه پائي نشته دے
وروڼه دې تلي دي پنجاب ته مزدوري کوي
خداے خبر کوم کوم ټهېکيدار ته به زاري کوي
ستا د وېزې قرض لا خلاص نۀ دے سوچونه کوم
حالات مو ورځ په ورځ غورځېږي دا غمونه کوم
د اوړو يو تروړې ته ټوله ورځ قطار کښې اوسم
راته ملاؤ نۀ شي زۀ هسې انتظار کښې اوسم
داسې خبرېږمه چې خلقو ته ډالۍ رالېږې
چا ته موبائل، چا ته سپرۍ چا ته ګهړۍ رالېږې
ستا د وېزې قرض د کوم ځاے نه ادا کړم ګله
ډېر شوم خفه نو دا ګيله ځکه له تا کړم ګله
په څومره منډو ترړو تا له مې وېزه کړې ده
څومره کړولے ووم ايجنټ تا اندازه کړې وه
جينۍ دې لويه ده بس نور ورته کتلې نۀ شم
بغېر نمسي نه دې د مور جولۍ ليدلې نۀ شم
وادۀ نه مخکښې يو کمره هم جوړول غواړي
خښتې خو ګرانې دي بلاکونه به اېستل غواړې
پېسې عبث لګول پرېږده ځان ته ځان ووايه
چې څۀ لالچ نۀ لري هغو ته دوستان ووايه
زمونږه څوک دي دلته هر څۀ په پېسو کېږي
چې پېسه نۀ وي بيا پرېکون هم د رشتو کېږي
هغه د بر کلي ګلے خو په عمره تلے وۀ
عمره ئې وکړه خو د کار په اراده تلے وۀ
ځان ته ئې ځان ووې راغلے اوس مزې کوي
مزې د هغه کور بوډا ځوان او بچے کوي
تۀ هم په ډکه منګول راشه لږ مې سيال کړه بچے
په غم لړلے ژوند کښې ما چرته خوشحال کړه بچے
د يوسفزي سردار شعرونه مې بيان کړل درته
پکښې نيمګړي ارمانونه مې بيان کړل درته
(سردار يوسفزے)
د خپل وطن نه مسافره قدردانه بچے
په کلي کور کښې خېريت دے هيڅ فکرونه مۀ کړه
د زړۀ نه لرې وسوسې کړه هيڅ غمونه مۀ کړه
مسافرۍ کښې زړۀ تنګ نۀ کړې ګورې خيال کوه
استقامت درته نصيب شه رب نه سوال کوه
زمونږ نبي هم لرے لرے سفرونه کړي
په معاشي توګه ئې دا رنګ تکليفونه کړي
سحر د وخته پاڅېدل خو مجبوري ده ستا
په نصيبه چې يوه داسې مزدوري ده ستا
خو ګورې پام کوه چې مونځ درنه قضا نۀ شي
بچيه دا خبره هېره دې زما نه شي
بيا په ډيوټۍ کښې دې هم ښۀ ايمانداري کوه تۀ
چې په ذمه دې شي کوم کار نو ښۀ خواري کوه تۀ
چرته چيکر او يا فورمېن سره چې جنګ ونۀ کړې
واړو سره په اتفاق اوسه ترې څنګ ونۀ کړې
هلته هندوان، سيکان هم ډېر مسلمانان اوسي
مذهب جدا جدا رشته کښې د انسان اوسي
د زړګي سره اوس به حال درته د کور ووايم
د وروڼو خوېندو څو خبرې دې د مور ووايم
مور خو دې مرګي حال پرته ده دوائي نشته دے
دارو خو کېږي په پېسو يوه پائي نشته دے
وروڼه دې تلي دي پنجاب ته مزدوري کوي
خداے خبر کوم کوم ټهېکيدار ته به زاري کوي
ستا د وېزې قرض لا خلاص نۀ دے سوچونه کوم
حالات مو ورځ په ورځ غورځېږي دا غمونه کوم
د اوړو يو تروړې ته ټوله ورځ قطار کښې اوسم
راته ملاؤ نۀ شي زۀ هسې انتظار کښې اوسم
داسې خبرېږمه چې خلقو ته ډالۍ رالېږې
چا ته موبائل، چا ته سپرۍ چا ته ګهړۍ رالېږې
ستا د وېزې قرض د کوم ځاے نه ادا کړم ګله
ډېر شوم خفه نو دا ګيله ځکه له تا کړم ګله
په څومره منډو ترړو تا له مې وېزه کړې ده
څومره کړولے ووم ايجنټ تا اندازه کړې وه
جينۍ دې لويه ده بس نور ورته کتلې نۀ شم
بغېر نمسي نه دې د مور جولۍ ليدلې نۀ شم
وادۀ نه مخکښې يو کمره هم جوړول غواړي
خښتې خو ګرانې دي بلاکونه به اېستل غواړې
پېسې عبث لګول پرېږده ځان ته ځان ووايه
چې څۀ لالچ نۀ لري هغو ته دوستان ووايه
زمونږه څوک دي دلته هر څۀ په پېسو کېږي
چې پېسه نۀ وي بيا پرېکون هم د رشتو کېږي
هغه د بر کلي ګلے خو په عمره تلے وۀ
عمره ئې وکړه خو د کار په اراده تلے وۀ
ځان ته ئې ځان ووې راغلے اوس مزې کوي
مزې د هغه کور بوډا ځوان او بچے کوي
تۀ هم په ډکه منګول راشه لږ مې سيال کړه بچے
په غم لړلے ژوند کښې ما چرته خوشحال کړه بچے
د يوسفزي سردار شعرونه مې بيان کړل درته
پکښې نيمګړي ارمانونه مې بيان کړل درته
(سردار يوسفزے)


Comment