مرثيه د رثا نه وتې ده. رثا مرثيه. لغوي معني ده مړي ته ژړا کول. رثا په ادب کښې هغه اشعارو ته وائي چې پکښې د مړي په مرګ ماتم کولے شي. دا د خپلوانو او دوستانو په مرګ هم ليکلے شي، د قوم د مشرانو، بادشاهانو، سردارانو په مرګ هم ليکلے شي او د مذهبي شخصياتو په مرګ هم. چې په اسلامي تاريخ کښې د کربلا مظلومان پکښې د ټولو نه اول دي.
د مرثېې قدامت او رواج په مختلفو دورونو
او مختلفو ژبو کښې
او مختلفو ژبو کښې
١. د دنيا د ټولو نه زړې معلومې شوې مرثېې د سوميري (جنوبي عراق) تهذيب د دور سره تعلق لري. دا د پلار او ښځې په مرګ ليکلې شوې مرثېې خواؤشا څلور زره کاله زړې دي چې د روس په پشکن يونيورسټي ميوزيم کښې محفوظې دي.
٢. د قديم هندي آريائي او يورپي قومونو په ادبياتو کښې زړۀ ته د ورتېرو خلقو په مرګ خفګان او ماتم د قيصو په شکل کښې بيا موندے شي مثلاً په سنسکرت کښې د وستۍ ساوترۍ قيصې يوناني ژبه کښې د آرفيوس حکايتونه،د سکنډې نيويا ادبي روايتونو کښې د بالډر د مرګ قيصه.
٣. د يونان او روم په قديمو تهذيبونو په ادبي رواياتو کښې د مرثېې روايت د حزنېې په شکل کښې څرګند دے. د قديم يونان ((ايليډ)) او ((ډيسي)) مشهورې ابتدائي مرثېې دي.
٤. يورپي مرثيه هم د حزنېې ښکاره شکل دے چې محور ئې هغه فرد وي چې د شاعر ورسره بې کچه مينه وي او ځواني مرګ وي. د نمونې په طور به د سپنسر هغه مرثيه ياده کړو چې د يوې وچتې کورنۍ د پېغلې په مرګ ئې ليکلې وه. د ملټي الي سي ډاس چې د شاه ايډورډ په مرګ ئې ليکلې او د روماني شاعر شېلے د جان کيټس په مرګ ليکلې مرثېې او نورې په انګريزي ادب کښې اهم مقام لري.
٥. د عربۍ شاعرۍ خو هډو ابتدا د مرثېې نه شوې ده. کتاب الاناجي او د حماسې په باب المراثي کښې معياري مرثېې شته.
٦. فارسي شاعرۍ بنياد په تکلف او آورد وۀ. ځکه ايران کښې د شاعرۍ ابتدا د قصيدې نه وشوه. بيا هم شاهنامه کښې داسې اشعار شته چې فطري اثر او جوش لري. لکه د سهراب مور چې د خپل ځوي په مرګ څنګه ژاړي. هغه منظر شاهنامه کښې ډېر دردناک دے. د محمود غزنوي په مرګ فرخي په دولسو اشعارو مشتمله مرثيه وليکله. سعدي او خسرو هم مرثېې وليکلې. ملا محتشم، طالب، آملي غزالي، کليم، ظهوري، ملا مقبل سترمعياره مرثېې وليکلې. د وروستي شاعر مقبل د مرثېې طرز ايرانيانو خوښ کړو.
٧. اردو ته مرثيه د فارسۍ نه راغله. خو دلته ئې په لږه موده کښې د شيعه مشرانو، شاهانو په وجه زر زر ترقي وکړه. د اردو وړومبنے مرثيه ګو شاعر د دکن محمد قلي قطب شاه وۀ. وروستو نوري هاشم، ولي، کاظم مرثېې وليکلې. ولې مرزا دبير او مرزا انيس چې د اردو مرثيه کوم معيار ته ورسوله هغه مثال نۀ لري.

پښتو کښې مرثيه:
کېدے شي چې پښتو مرثيه نګارو د فارسي او اردو مرثيو مطالعه کړې وي او د دې فن په ترقۍ کښې ئې ترې نه استفاده هم کړې وي. خو د حقائقو نه دا معلومېږي چې پښتو کښې مرثيه ډېره زړه ده. د دې دعوې ثبوت کښې څو کرښې وړاندې کوو.
١. پښتو کښې مرثيه په ملي وزن او اهنګ کښې د ټپې، چاربېتې، نيمکۍ په صورت کښې د هغه وخت نه راروانه ده چې ډېرې ژبې لا ترې نه خبر هم نۀ وې. په دې لړ کښې به اول ټپه واخلو. د ((غاړو)) او ((ساندو)) په شکل کښې پښتنې زنانه د ډېرو زمانو راهسې په خپلو مړو دا مرثېې وائي. غاړې د غم ساندې اکثر پښتنې مېرمنې د غم په کالۀ کښې وائي. ځکه نو چې څومره ټپه زړه ده دومره د پښتو مرثيه زړه يادولې شي. د ټپو په شکل د ساندو په صورت کښې دا مرثيه چې داسې زرګونه ټپې او غاړې لري د يو مثال نه واضحه کوو. ننګيالۍ پښتنه د خپل لالي د مرګ خوبونه ويني او وائي:

مرګے کوڅه په کوڅه ګرځي
د ټوکېدونکو برېتو جرړې لټوينه
د ټوکېدونکو برېتو جرړې لټوينه
اخر دا خوب رښتيا شي نو د ځوان لالي سر ته ناسته په ژړا کښې وائي:
مرګه بې وخته ورله راغلې
يو ئې ځواني وه بل ئې ډېر وو ارمانونه
يو ئې ځواني وه بل ئې ډېر وو ارمانونه
مړے چې کور پروت وي نو د کالۀ ښځې په ساندو کښې څۀ د دې قسم غاړې وائي:
پرون دنيا وه نن قيامت دے
چې زۀ ولاړه جانان اخلي رخصتونه
کۀ په ژړا لالے راګرځي
اوچه ګيا به زرغونه په اوښکو کړمه
په جانان سپين کفن خورېږي
په ما ورېږي د سکروټو بارانونه
نن به په چغو چغو ژاړم
د جانان زنه په خاصه باندې تړينه
چې زۀ ولاړه جانان اخلي رخصتونه
کۀ په ژړا لالے راګرځي
اوچه ګيا به زرغونه په اوښکو کړمه
په جانان سپين کفن خورېږي
په ما ورېږي د سکروټو بارانونه
نن به په چغو چغو ژاړم
د جانان زنه په خاصه باندې تړينه
د کور محلت ځوانانو ګنترۍ بېلچۍ واخستې. د دې لالي ته قبر کني دا ورته په ژړا کښې اواز ورکوي:
قبر لالي ته فراخ جوړ کړئ
زۀ د لالي سره يو ځائې قبر ته ځمه
زۀ د لالي سره يو ځائې قبر ته ځمه
قبر جوړ شو، خبر راغے، جنازه تياره شوه. ځلمو وچته کړه، روانه شوه. د پښتنې زړۀ صبر نۀ شو په ساندو سر د سوېلو سره روانه شوه او غږ ئې وکړو:
پالنګ ئې پاس په کمر کېږدئ
د کلي جونه ترې نه ستر ماتوينه
د کلي جونه ترې نه ستر ماتوينه
خلقو لېونۍ راستنه کړه. په لالي خاورې انبار شوې. تش کټ کور ته راوړے شو. د تش کټ په ليدو په ساندو سر لېونۍ چغه کړه:
زمکې قلنګ دې زورور دے
زلمي ترې اخلې رالېږې تش پالنګونه
زلمي ترې اخلې رالېږې تش پالنګونه
د ګور کفن د رسوماتو د ختمېدو نه پس عمومًا د دې قسمه ساندې وئيلې شي:
زما د ګل په شان جانانه
تۀ رانه لاړې زۀ دې چا ته پرېښودمه
لحد مې سم ورسره جوړ کړئ
زۀ مرور اشنا په مرګ پخلا کومه
زما صورت به څۀ ښادي کړي
چې زۀ ولاړه په تا خاورې اړوينه
عالمه راشئ تماشې له
په لالي پرېوتل د خاورو انبارونه
تۀ رانه لاړې زۀ دې چا ته پرېښودمه
لحد مې سم ورسره جوړ کړئ
زۀ مرور اشنا په مرګ پخلا کومه
زما صورت به څۀ ښادي کړي
چې زۀ ولاړه په تا خاورې اړوينه
عالمه راشئ تماشې له
په لالي پرېوتل د خاورو انبارونه
د ګور په خوا کښې عمومًا داسې ساندې وئيلې شي:
زړګيه صبر دې په خدائې شه
اشنا دې لاړ په تور لحد کښې بندي شونه
زما په سر دې خاورې واوړي
چې جانان نشته ژوندۍ څۀ ته ناسته يمه
اشنا د لارې نۀ هېرېږي
زۀ به د عمر اشنا څنګه هېرومه
اشنا دې لاړ په تور لحد کښې بندي شونه
زما په سر دې خاورې واوړي
چې جانان نشته ژوندۍ څۀ ته ناسته يمه
اشنا د لارې نۀ هېرېږي
زۀ به د عمر اشنا څنګه هېرومه
د لېونۍ زړۀ نۀ صبرېږي، کله کله قبر ته ځي او يوه ورځ چې دا ورانېدونکي قبر ته وګوري نو وائي:
قبر دې ناست خازې دې ماتې
زۀ لېونۍ دې د راتلو په طمع يمه
زۀ لېونۍ دې د راتلو په طمع يمه
اخر په زړۀ د صبر د غټ کاڼې د کېښودو کوشش کوي. روانېدو نه وړاندې زمکې ته سوال کوي، ژاړي او وائي:
زمکې سلام به درته وکړم
چې د جانان مې خاورې نۀ کړې اندامونه
چې د جانان مې خاورې نۀ کړې اندامونه
٢. د ټپو نه علاوه د چاربېتو او نيمکو په شکل کښې هم مونږ سره د پښتو زړې مرثيې شته چې ښکلې نمونې ئې زمونږ کتابونو کښې شته. دا هغه مرثېې دي چې د سکهانو او انګريزانو خلاف جنګېدونکو پښتنو شهيدانو په حقله عوامي طرز کښې ليکلې شوې دي. او قدامت ئې د سلو کالو نه اوړي.
٣. پښتو کښې مرثيه د نظم په مختلفو شکلونو کښې:
لکه وړاندې مې عرض وکړو چې پښتو کښې مرثيه د غاړې ټپې، نيمکۍ، لوبې او چاربېتې په شکل کښې د ډېرو زمانو راهسې موجوده ده. په جديد دور کښې هم پښتنو شاعرانو د مرثېې دپاره د نظم يو خاص فني صورت نۀ دے خپل کړے. بلکه د غزل په انداز کښې هم مرثيه ليکلې شوې ده. لکه د ښاغلي وهمي دا څو شعرونه:
آه چې وخت د هغې نوم د اخستو شو
ژبه ودرېده قلم مې په سجدو شو
ژبه ودرېده قلم مې په سجدو شو
هره ورځ چې نمر پرېوځي را په ياد شي
د کوفې د زمکې نمر چې په نېزو شو
د کوفې د زمکې نمر چې په نېزو شو
هغه نمر خو د رڼا دپاره هسک وۀ
دا څۀ ورځ شوه ژوند خو لاړو د تيارو شو
مقطع کښې وائي
منقبت هم د غزل په ژبه وائي
وهمي څۀ شه ستا د سترګو غزل ګو شو
دا څۀ ورځ شوه ژوند خو لاړو د تيارو شو
مقطع کښې وائي
منقبت هم د غزل په ژبه وائي
وهمي څۀ شه ستا د سترګو غزل ګو شو
٤. عن تردې چې پښتنو ليکوالو د آزاد نظم په صورت کښې هم معياري مرثېې وليکلې او ځان ئې د مرثيو د ليکلو دپاره د نظم يو خاص شکل پورې محدود ونۀ ساتلو. د مثال په طور د ايوب صابر مرحوم د هغې مرثېې څو شعرونه وړاندې کوم چې د مولانا عبدالقادر مرحوم په مرګ ئې ليکلې وه. د جذبات نګارۍ او عقيدت يوه ښکلې نمونه ده.
يو سړے وۀ
نه خطا شوم
اداره وه
انجمن وۀ
د پښتو جنډه ئې هسکه ګرځوله
په پښتو او پښتنو باندې مئين وۀ
يو استاد وۀ
نه خطا شوم
پوهن ځائے وۀ
پوهنتون وۀ
د يو قام د فکر يون وۀ
بس يو کس وۀ
نه خطا شوم
يو کس نۀ وۀ
د پښتو اکېډمي وه
دبستان وۀ
په خپل ځان کښې يو جهان وۀ
يو خادم وۀ
نه خطا شوم
خادم نۀ وۀ
يو مخدوم وۀ
او هر چا ته ښۀ معلوم وۀ
يو عالم وۀ
نه خطا شوم
عالم نۀ وۀ يو عالم وۀ.(جاري)
نه خطا شوم
اداره وه
انجمن وۀ
د پښتو جنډه ئې هسکه ګرځوله
په پښتو او پښتنو باندې مئين وۀ
يو استاد وۀ
نه خطا شوم
پوهن ځائے وۀ
پوهنتون وۀ
د يو قام د فکر يون وۀ
بس يو کس وۀ
نه خطا شوم
يو کس نۀ وۀ
د پښتو اکېډمي وه
دبستان وۀ
په خپل ځان کښې يو جهان وۀ
يو خادم وۀ
نه خطا شوم
خادم نۀ وۀ
يو مخدوم وۀ
او هر چا ته ښۀ معلوم وۀ
يو عالم وۀ
نه خطا شوم
عالم نۀ وۀ يو عالم وۀ.(جاري)
د پښتو مرثيه په مختلفو دورونو کښې
مرثيه چې د خپلو مخصوصو صفاتو او خوبيو په رڼا کښې مونږ د پـښتو ادبياتو په تاريخ کښې لټوو نو څۀ دا رنګ تحقيقي مواد مو په وړاندې راځي.
١. د ټولو نه وړومبۍ په ادبي معيار پوره مرثيه د ٤٢٥ هـ خواؤشا مشهور پښتون شاعر شېخ اسعد سوري د خپل پښتون مشر او د پښتنو د علاقې حاکم امير محمد سوري په مرګ ليکلې ده. دا ښاغلے د محمد غزنوي سره د جنګ نه پس د هغۀ په قېد کښې وفات شوے وۀ. دا مرثيه ٤٤ شعرونه لري. د شاعر د جذباتو پوره پوره عکاسي په ډېر اثرناک انداز کښې کوي او د معياري مرثېې ټولې خوبۍ لري. د نمونې په طور ئې څو شعرونه وړاندې کوو:
د فلک له چارو څۀ وکړم کوکار
زملوي هرګل چې خاندي په بهار
هر غاټول چې په بېديا غوړېدۀ وکا
رېژوي ئې پاڼې کاندي تار په تار
ډېر مخونه د فلک څپېړه شنۀ کا
ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې زار
د واکمن له سره خول پرېباسي مړ شي
د بې وزلو وينې توئې کاندې خونخوار

٢. مونږ چې د پښتو ادبياتو په تاريخ کښې مرثيه لټوو نو غوټ پنځۀ سوه کاله دور کښې مو يوه مرثيه هم په لاس نۀ راځي. دا خو کېدے نۀ شي چې په دې دومره طويل دور کښې پښتو ادب کښې مرثيه نۀ وي. خو د ګمنامۍ په تيارو کښې به دا فن پارې ورکې پرتې وي او يا به د فنا باد ضائع کړي وي. مونږ مجبورًا دلته د پښتو مرثېې په لړ کښې د دومره اوږد درمياني دور نه پس د خوشحال بابا مرثيو ته کښېنو. د خوشحال په ليکلي مرثيو کښې دوه ډېرې مشهورې دي. يوه هغه مرثيه چې په ١٠٩٨هـ کښې ئې د خپل نمسي معظم خان په مرګ ليکلې ده. او بله هغه مرثيه ده چې په ١١٠٠هـ کښې ئې د خپل ځوي نظام په مرګ ليکلې ده. دا دواړه مرثېې د پښتو شاعرۍ قيمتي پنګه دي. خوشحال بابا د مرثېې ليک کښې هم مخصوص رنګ لري هغه په دې موقع هم د قامي ننګ او تورې خبرې کوي. د خپل ځوي مرګ په کټ نۀ خوښوي.
کشکې ځوان د پښتانۀ په ننګ کښې مړ وې
نه چې ګور لره روان شو له تلتکه
چې د قام په ننګ کښې ومړ هغه ځويه
په عالم کښې د خپل پلار غاړه که لکه
نه چې ګور لره روان شو له تلتکه
چې د قام په ننګ کښې ومړ هغه ځويه
په عالم کښې د خپل پلار غاړه که لکه
د زړۀ تاؤ په داسې ټکو وباسي:
په لحد کښې هغه مخ خورې په چينجيو
چې د هيچا پرې پېرزو نۀ وه ځوانکه
چې د هيچا پرې پېرزو نۀ وه ځوانکه
د نظام د تابعدارۍ او اخلاقو ذکر داسې کوي:
کۀ حيا وه، کۀ وفا وه کۀ صفا وه
ښائسته ستا په وجود وه هره يکه
اسماعيل غوندې به دے راته تسليم وۀ
کۀ په حلق مې د نظام کيښوه ګزلکه
ښائسته ستا په وجود وه هره يکه
اسماعيل غوندې به دے راته تسليم وۀ
کۀ په حلق مې د نظام کيښوه ګزلکه
٣. اشرف خان هجري چې په ١١٠٠هـ کښې د بند په دوران کښې د خپل پلار خوشحال بابا په مرګ کومه مرثيه ليکلې ده هغه يوه جامع او په فني او فکري لوازماتو پوره مرثيه ده. د غم زور د مرګي څپېړې د دنيا فنا، د مرحوم پلار ستائينه ، د هغۀ کارنامې، او ګڼ فني تفصيلات په دې مرثيه کښې شته کوم چې د مرثيه ګويۍ په فن کښې ضروري ګڼلې شي. دا مرثيه ٤٩ شعرونه لري. ابتدا ئې داسې ده:
همه غم لره موجوده دا دنيا ده
په حصه ئې تل ژړا کمه خندا ده
نه نه ځائے د خندا نه غلط مې ووې
بلکه دا همه ژړا لره پېدا ده
په حصه ئې تل ژړا کمه خندا ده
نه نه ځائے د خندا نه غلط مې ووې
بلکه دا همه ژړا لره پېدا ده
وړاندې ئې د پلار اعلٰي صفات او د وروستي عمر بې وسي داسې ژړوي:
يعني نن هغه امام د ننګيالو
په ډمبره غريب لاړ ډکه ئې خوا ده
مسافر شۀ هغه شېر د جبالونو
چې زهره ځنې اوبۀ د اورنګ شاه ده
نۀ ئې ځوے باندې حاضر نۀ برادر وۀ
ساه ئې قبضه له غمونو په صحرا ده
يعني نن هغه امام د ننګيالو
په ډمبره غريب لاړ ډکه ئې خوا ده
مسافر شۀ هغه شېر د جبالونو
چې زهره ځنې اوبۀ د اورنګ شاه ده
نۀ ئې ځوے باندې حاضر نۀ برادر وۀ
ساه ئې قبضه له غمونو په صحرا ده
وائې چې زمکه به د حيا نه د خان تن نۀ شي خاورې کولې:
له حيا به تن د خان خوړلے نۀ شي
په دا خوي کۀ هر څو زمکه بې حيا ده
په دا خوي کۀ هر څو زمکه بې حيا ده
د هغۀ په خيال د خټکو عزت د خوشحال د مرګ سره لاړو:
د خټکو عزت هاله چې دے روغ وۀ
حياتي ئې پس له دۀ بادو هوا ده
د خټکو عزت هاله چې دے روغ وۀ
حياتي ئې پس له دۀ بادو هوا ده
هغه غر چې ئې له اسمه غضنفر وۀ
تر ګيدړ ئې نن نامه بتره لا ده
تر ګيدړ ئې نن نامه بتره لا ده
په توره ډال هم د خوشحال د مرګ اثر وشو:
ډال روغن له تاوه ولې په تنه کړ
مبرا د شرمه توره له برېښنا ده
د خوبي معدن چې تا ليدۀ خاطره
په صحرا ئې د عزت خونه تنها ده
هغه واف چې درفشان وۀ په وګړي
نن ئې ګونګه په لحد ژبه ګويا ده
ډال روغن له تاوه ولې په تنه کړ
مبرا د شرمه توره له برېښنا ده
د خوبي معدن چې تا ليدۀ خاطره
په صحرا ئې د عزت خونه تنها ده
هغه واف چې درفشان وۀ په وګړي
نن ئې ګونګه په لحد ژبه ګويا ده
اخر کښې خدائې ته سوال کوي:
په شفا ئې د رحمت شاد و خرم کړه
خوږ سينه ئې په سل داغه مبتلا ده
په شفا ئې د رحمت شاد و خرم کړه
خوږ سينه ئې په سل داغه مبتلا ده
رحمان بابا چې خپل خواږۀ ياران لټوي او ويني ئې نه نو د مرګ په لاره تليو دغو يارانو پسې په داسې ساندو سر شي چې د ښو خلقو او يارانو د ورک شوي ټولي مرثيه ترې نه جوړه شي. څو شعرونه ئې دا دي:
خدايه څۀ شو هغه ښکلي ښکلي خلق
په ظاهر په باطن سپين سپېځلي خلق
هيڅ خندا مې له دې خلقه سره نۀ شي
ژړوي مې هغه تللي تللي خلق
خبر نۀ يم چې و کومه خوا ته لاړ شو
ليدے نۀ شي هغه ما ليدلي خلق
درېغه يو ځله خو بيا په دنيا راغلې
له جهانه په ارمان وتلي خلق
هزار حيف دے چې په خاور کښې لاړه شي
په چوؤ او په چندڼ لړلي خلق
خدايه څۀ شو هغه ښکلي ښکلي خلق
په ظاهر په باطن سپين سپېځلي خلق
هيڅ خندا مې له دې خلقه سره نۀ شي
ژړوي مې هغه تللي تللي خلق
خبر نۀ يم چې و کومه خوا ته لاړ شو
ليدے نۀ شي هغه ما ليدلي خلق
درېغه يو ځله خو بيا په دنيا راغلې
له جهانه په ارمان وتلي خلق
هزار حيف دے چې په خاور کښې لاړه شي
په چوؤ او په چندڼ لړلي خلق
٤. په دولسمې صدۍ هجرۍ او د هغې نه وروستو تر جديده دوره چې کومې مرثېې مونږ ته د ادبياتو په تاريخونو کښې ښکاري په هغو کښې دا مرثېې مشهورې دي:
(أ*) د شاه محمود هوتک په مرګ د هغۀ د خور زېنب ليکلې مرثيه (١١٢٠هـ ..١٢٠٠هـ)
(ب*) د ګل خان په حقله د رحمان بابا ليکلې مرثيه (١١٢٠هـ خواؤشا)
(ت*) د غياث ځوي په مرګ د علي خان ليکلې مرثيه
(أ*) د شاه محمود هوتک په مرګ د هغۀ د خور زېنب ليکلې مرثيه (١١٢٠هـ ..١٢٠٠هـ)
(ب*) د ګل خان په حقله د رحمان بابا ليکلې مرثيه (١١٢٠هـ خواؤشا)
(ت*) د غياث ځوي په مرګ د علي خان ليکلې مرثيه
(د پروفېسر افضل رضا د کتاب څخه)

Comment