Announcement

Collapse
No announcement yet.

تُوره او خوشحال خان خټک

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • تُوره او خوشحال خان خټک


    د خوشحال د زړۀ خوشي په هغه وخت وي
    چې برېښنا د سپينو تورو شي د زغرو


    د تورې دے خاوند د ديارلس نيمو کالو عمر کښې تورې ته لاس کړے وۀ او د اووۀ اتيا کالو په عمر کښې صرف مرګ د هغۀ د لاسه توره وغورزوله. هغه ټول عمر وجنګېدو. نۀ صرف د جنګونو د لښکرو قيادت ئې وکړو بلکه مېدان جنګ کښې ئې په خپله د تورې جوهر ښکاره کړو. جنګجوئي او مهم جوئي د هغۀ دوېم فطرت وۀ.
    يا تکيه د يوۀ خدائے ده يا د تورې
    په جرګو مرکو نۀ شي کار تمام


    د خوشحال خان په نزد په توره مئين زړۀ زړۀ دے ګني:
    چې ئې زړۀ نۀ وې د تورې
    هغه زړونه څۀ پکار دي


    خوشحال خان تورزنو ته داسې دعا کوي:
    مور دې نۀ شي باندې بُوره
    چې مېړونه د کارزار شي


    اخلاص توره او ننګيالے:
    ننګيالے چې د اخلاص توره تر ملا کا
    ډېر لښکر ئې تر همت پورې کاروان شي


    چې په شا د تورې ګوزار خوري خوشحال ئې مړنے نۀ ګڼي:
    هغه هيڅ مړنے نۀ دے
    چې به توره په قفا خوري


    يا توره يا عشق:
    يا د سپينې تورې مرد شه يا عاشق شه
    چې يادېږې په سندرو په بدلو


    لنډه دا چې د تورې دے خاوند د جنګ په مېدان کښې د شاعرۍ ضخيم ديوان کښې د پښتنو د مشرۍ حق ادا کړے دے. هغه په ځائې د پښتون په ننګ ولاړ افغان وۀ. توره وه کۀ قلم دواړه ئې د پښتون قوم دپاره استعمال کړي دي.
    نوټ: د خوشحال د قلمي خدماتو په حقله د هغۀ په شاعرۍ نوټ وګورئ.
    د مغلو دپاره توره وهل:
    ٢. د قبيلې د سردارۍ منظوري ئې لږو ورځو کښې راغله. هغۀ د مغلو دپاره د کانګړې مهم کښې د شاهي فوځونو سره اوږه په اوږه وجنګېدو. د تارا ګړهـ قلا ئې د خپلې تورې په برکت شاهجهان باچا ته وګټله او راجه جګت سنګهـ ئې په خوږو پوه کړو. د بادشاه لوئے لوئے جرنېلان په دغه مهم کښې د خوشحال خان مړانې ته حېران شو. شاهجهان ورته په دې مړانه څلور لکه نغد انعام او د يو نيم لک روپو جاګير ورکړو. د بلخ او بدخشان په مهم کښې ئې هم د تورې جوهر څرګند کړو. خو چې کله د شاهجهان د ناجوړتيا نه پس د ١٦٥٧ کښې د تخت نشينۍ جنګ شروع شو د تيراه په مهم کښې ئې بيا د حکومت خلاف راپورته شوو لښکرو سره جنګ وکړو.
    ٣. خو کله چې اورنګزېب په ١٠٧١هـ کښې په تخت کېښناستو نو د کابل صوبېدار سيد امير خوافي په وېنا ئې اول په خوشحال خان هيڅ بې هيڅه د علاقې د محصول وصولي بنده کړه چې مالي حالت ئې کمزورے شي. بيا ئې د بادشاه سره د ملاقات په بانه ١٦٦٤ کښې وغوښتو او بې ګناه ئې څلورو کالو نه زيات بندي کړو. سيد امير خوافي د خوشحال خان د ستر شخصيت نه مرعوب وۀ هيڅ بې هيڅه ويرېدو چې پښتنو کښې رانه ستر مقام حاصل نۀ کړي. د هغۀ او د مغلو خلاف راپانۀ څي . شکي مزاجه اورنګزېب ئې د هغۀ خلاف هيڅ بې هيڅه ولمسولو.
    ٤. څۀ کم پنځۀ کاله قېدوبند کښې د خوشحال بابا ذهن کښې د مغلو خلاف بغاوت پېدا شو. هغۀ به په قېدوبند کښې د اورنګ د لاسه د خپل بې قصوره برناحقه قېدوبند ذکرونه کول.
    ما وې زۀ به د مغل په نوکرۍ کښې
    رکېبونه کړم د سرو د سپينو نال
    برناحق ئې زنځيرونه را په پښو کړل
    واه واه هسې نوازش هسې مآل


    خپله بېګناهي په بند کښې داسې يادوي:
    په ناحق د اورنګ زېب په بند بندي يم
    خدائې خبر دے په تهمت او په بهتان
    زۀ په ځان کښې ګناه نۀ وينمه خدائې ګو
    ولې نور خلق خبرې که شان شان
    د ګناه مې سر رشته معلومه نۀ ده
    مګر خپل هنر د ځان وينم تاوان
    څۀ يوازې په ما نۀ ده کۀ ژوندے وي
    اورنګ زېب بادشاه به ډېر کاندي پامال


    ٥. په پښتون ننګ توره راخستل:
    په قېد و بند کښې هغۀ دا فېصله وکړه چې:
    پس له بنده دے دا عزم
    د خوشحال د خاطر جزم
    يا نېولے مخ مکې ته
    يا مغلو سره رزم
    يا يو ګُټ د غرۀ نيولے
    نمونځ روژه د لوستو بزم


    د قېد نه په خلاصي ئې په جار ووې:
    مرګه هومره مهلت راکړه په جهان کښې
    چې جمدر د مدعي په وينو سُور کړم
    د افغان په ننګ مې وتړله توره
    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم


    ننګيالي خوشحال چې د مغلو دپاره يوسفزو سره کوم جنګونه کړي وو په هغې پښېمانه شو:
    زۀ د يوسفزيه په ځان زهر وم قاتل
    بل مقصود مې نۀ وۀ په خدمت کښې د مغل
    ډېر شاهان ځوانان مې يو تر بله ووژل
    تېر ساعت ارمان دے پښېماني نشته حاصل


    خوشحال بابا پښتنو ته د يو موټي کېدو درس ورکړو ځکه چې:
    اولسونه چې سند وبله وکا
    بادشاهان ورته سجود کاندي اختيار


    هغۀ پښتنو ته د خپلو ننګيالو مشرانو نامې او کارنامې وريادې کړې:
    د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم
    چې په هند کښې پښتانۀ وو بادشاهان
    يا هغه پښتانۀ نور وو دا څۀ نور شول
    يا د خدائې دے په دا هسې شان فرمان


    بيا هم پښتانۀ د مغلو نه ډېر ښۀ ګڼي. البته په بې اتفاقۍ ئې دا ارمان کوي:
    هره چار د پښتانۀ تر مغل ښه ده
    اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان


    خوشحال د خېبر د جنګ په موقعه خپل محسن محمد امين خان ته دا مشوره ورکړه چې د پښتنو مخالفت دې نۀ کوي. د تورې او قلم دے خاوند غوښتۀ چې د مغلو خلاف سم ډاګې ته راوځي خو د يوې قبيلې سردار ته د هند د دومره لوئے حکومت خلاف راپاڅېدل دومره اسان نۀ وو. مغلو د هغۀ په خېل کښې د هغۀ خلاف دولت خور کړو. خاص کر بهرام خان د خپل نر پلار همېشه مخالفت وکړو. خوشحال خان خټک ځکه وائي:
    نۀ دا يو عېب زما نۀ ډېر هنره
    چې بهرام زما پسر زۀ ئې پدر يم
    خزانې د هندوستان دي راخورې شوې
    سرۀ مهران دي ننوځي په کوهسار


    ٦. د مغلو خلاف د جنګ کوششونه:
    د مغلو او بهرام دواړو خلاف د لښکر تيارولو دپاره خوشحال څوترې ته هم لاړو خو خوند ئې ونۀ کړو. اېمل خان مهمند او دريا خان افريدي غوندې ننګيالو په مرسته خوشحال خان د خټکو خلاف مېدان ګرم کړو. بادشاه يو ځل جسونت سنګهـ او شجاعت خان مقابلې دپاره راواستول. خو جنګ ونۀ شو. د کړپې جنګ د مغلو خلاف د جنګونو د سلسلې کړۍ وه چې مغلو پکښې شکست وخوړو. خوشحال بابا د افريدو او مهمندو سره سره يوسفزو ته هم د مغلو خلاف د راپاڅېدو بلنه ورکړه. په دې لړ کښې هغۀ د يوسفزو د علاقې دورې هم وکړې. د هغۀ د سوات دوره تاريخي حېثيت لري. د يوسفزو او مندڼو لښکر ئې جوړ کړو. په لنګرکوټ ئې حمله وکړه. ګڼ راجپوت او مغل ئې ووژل. د پني پير او سيکرۍ نه دغه لښکر خوشحال خان سره شهباز ګړهې ته راغلو خو مغل وتښتېدل. د تيراه نه چې خوشحال د يوسفزو مېداني علاقې ته د پښتنو راغونډولو دپاره تلو او د پښتنو جذبه ئې وليده نو په فخر ئې ووې:
    پښتنو زلميو بيا لاسونه سرۀ کړل
    لکه باز منګلې سرې کا په خپل ښکار
    سپنې تورې ئې ګلګونې کړې په وينو
    په اهاړ کښې شګفته شو لاله زار


    ننګيالو اېمل خان او دريا خان ته داسې دعا کوي:
    اېمل خان دريا خان دواړه مرګ ئې مۀ وې
    هيڅ تقصير دواړو ونۀ کړو وار په وار


    د مغلو خلاف د جنګونو تفصيل او فتح داسې يادوي:
    د خېبر دره ئې سره کړله په وينو
    په کړپه ئې هم روان کړو دندوکار
    درست پښتون له قندهاره تر اټکه
    سره يو د ننګ په کار پټ و اشکار
    اول جنګ د لوړې شاه د تاترې وۀ
    چې څلوېښت زره مغل شول تار په تار
    خوېندې لوڼه ئې بندي د پښتنو شوې
    اس، اوښان، هاتيان اولجه قطار قطار
    دوېم جنګ ميرحسيني په دوآبه کښې
    چې ئې سر وټکېدۀ لکه د مار
    بيا له پسه د نوښار د کوټ جنګ وۀ
    چې مې وکېښ تر مغله خپل خمار
    بيا له پسه جسونت سنګهـ شجاعت خان وۀ
    چې اېمل ئې په ګنداب ووېست دمار
    شپږم جنګ مکرم خان شمشير خان دواړه
    چې اېمل کړۀ په خاپښ کښې تار په تار


    د ګنبت، د ډوډې جنګونه د تورې د دې څښتن د رزميه ژوند اهمې کړۍ دي. د جنګونو او فتوحاتو په دې لړ کښې خوشحال بابا بيا خپل زوړ عزم تازه کوي او وائي:
    بله هيڅ ليدلې نۀ شي په دا منځ کښې
    يا مغل له مينځه ورک يا پښتون خوار


    پښتنو ته صفا وائي چې د مغلو نه د خلاصي يوه لاره ده:
    پښتانۀ چې نور څۀ فکر کا ناپوه دي
    بې د تورې خلاصې نشته په بل کار


    د اسلام خورولو دپاره توره راخستل:
    د تورې او قلم خاوند په ملک کښې د اسلام د خورولو دپاره توره راخستل غواړي:
    مرګ د مېدان را
    مومن مې وژنه


    هغه د جهاد تلقين پښتنو ته ورکوي:
    زر د عدل توره واخله
    ملک اسلام کړه په جنګونه


    د مغلو اخري حربه:
    مغلو چې د دې ننګيالي خلاف په اخري عمر کښې کومې پېسې خورې کړې وې او په پښتنو کښې ئې بې اتفاقي پېدا کوله د هغې ذکر داسې کوي:
    مغل وته چې ګورم هغه هسې مغل نشته
    د تورې وار ئې تېر شو اوس ور پاتو يو قلم دے
    پښتون په زرو نيسي په فرېب په ټيټالونو
    په ما ئې اثر نۀ شي لا په ما د خدائې کرم دے
    پښتانۀ لکه مګس ورباندې ګرځي
    ورته اېښے دے مغل د حلوا تال


    د پښتنو بې اتفاقي:
    خوشحال د پښتنو بې اتفاقۍ نه ډېر سر ټکولے دے. ځکه چې د دوي د بې اتفاقۍ نه مغلو فائده اخسته. هغۀ ځکه په ارمان ارمان وې:
    اتفاق په پښتانۀ کښې پېدا نۀ شۀ
    ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کړو

    کۀ توفيق د اتفاق پښتانۀ مومي
    زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان


    د مشرۍ او سردارۍ رموز:
    د پښتنو دا مشر، د تورې خاوند، د مشرۍ او سردارۍ په رموزو پوهه دے:
    ورکول، تورې وهل دا دواړه بويه
    چې پرې کار د سردارۍ شي انصرام
    کۀ سردار د خلقو زر لري هنره
    بندوبست د عالم نۀ شي بې صمصام
    کۀ سرداري غواړې بلا دې دُوره
    عقل و همت راوړه بيا جود بيا توره
    لکه اسمان وته ختنه ګرانه ده
    سرداري لا ده ګرانه منظوره
    چې زر لري په کور کښې
    هاله شي ښه سرداري
    ډېر هنرونه د سردارۍ دي
    چې واړه تېر شي تېغ مبرهن دے
    چې صرفه کاندي په سر
    يا صرفه کاندي په زر
    نۀ به خان نۀ به سلطان شي
    نۀ به خپل کاندي کشور


    ښاغلے پروفېسر پرېشان خټک خپله مقاله ((ننګيال خوشحال خټک)) کښې ليکي:
    ((دے نۀ صرف د يوې قبيلې سردار وۀ بلکه د ټول پښتون قام يو ليډر او ليډر هم داسې لکه نن چې په مغربي قامونو کښې د ليډرۍ تصور دے. خوشحال خان پېدا شوے خو د مشرق په ناپوهه کوهستاني وطن کښې دے خو د قوميت ئې دا سبق ورکړے دے چې مغرب ورنه زده کړه کولے شي)).
    سر اولف کېرو ليکي:
    ((خوشحال خان د پښتو په لارو چارو برابر د يو داسې اوچت کردار پښتون سردار تېر شوے دے چې پښتانۀ ورباندې په ځائې فخر کوي)).

    د دې مشر په خپل قام تنقيد:
    د پښتون قام دا مشر او مفکر د خپل قام په ځينو خرابو عادتونو بيباکه تنقيد کوي او د مشرۍ حق ادا کوي:
    کۀ په نور خلقو کښې ښۀ سړي موندۀ شي
    ولې ښۀ سړي به لږ وي افغانان
    کۀ هر څو ورته د پند خبرې وائې
    د پلار پند ئې هم ښۀ نۀ لګي په ځان
    پښتانۀ واړه بدخوئ دي
    کور په کور کاندي غورزي
    يو چې سر کاندي په پورته
    بل ئې ووهي مغزي


    د پښتنو په کم عقلۍ داسې طنز کوي:
    اوښ له باره سره کور ته وۀ ورغلے
    په اولجه د اوښ د غاړې د جرس دي


    دا مشر په ميراث خورو داسې طنز کوي:
    د بابا د مال يوازې ميراث خور دي
    نۀ په ترور دي نۀ په مور دي نۀ په خور دي
    چې د ورور ئې جنازه په کور کښې کېوزي
    کۀ رضا کۀ بې رضا په ورندار پرېوزي


    د قاتل په ځائې چې بدل د بل نه اخلي. خوشحال د پښتنو دے رسم ته حېران دے:
    له قاتله ځان غلط کا په قصاص کښې
    د مقتول په ځائې بل ووژني په خاص کښې


    د خټکو د پيرپرستۍ په حقله د پښتنو دا مشر وائي:
    په مذهب کښې خټک درست سني مذهب دے
    اما پير ورته له جهله لکه رب دے


    په ټګو ملايانو داسې طنز کوي:
    چې د کنز د قدوري شي ځان ملا کا
    هر حلال حرام په ځان باندې روا کا



    (پروفېسر افضل رضا)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    thounder darbandi prewozi chi da tol pa yaw thread ki post krri?

    I am no bird, and no nest ensnares me.

    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

    Comment

    Working...
    X