په ليک کښې د پښتو راته خطونه راليږه
اشنا کله نا کله سلامونه راليږه
څو که روايات د خط بدليږي رابدليږي
خو تۀ هم نوي نوي پېغامونه راليږه
په نورو کۀ پوهېږم خو بيا هم پرې نۀ پوهېږم
تۀ ماله د پښتو ليک کښې ليکونه راليږه
ويښې مې اودې جذبې د مينې کړه دلبره
د خط په سر د سرو شونډو سرونه راليږه
اوري به اغيار هغه چې وي د چا د ژبې
قربان له د حمزه ښائسته شعرونه راليږه
لياقت علي قربان
اشنا کله نا کله سلامونه راليږه
څو که روايات د خط بدليږي رابدليږي
خو تۀ هم نوي نوي پېغامونه راليږه
په نورو کۀ پوهېږم خو بيا هم پرې نۀ پوهېږم
تۀ ماله د پښتو ليک کښې ليکونه راليږه
ويښې مې اودې جذبې د مينې کړه دلبره
د خط په سر د سرو شونډو سرونه راليږه
اوري به اغيار هغه چې وي د چا د ژبې
قربان له د حمزه ښائسته شعرونه راليږه
لياقت علي قربان


Comment