Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto Poetry

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    زخمي احساس مې د زړه سر يادوې
    د شکور اباد هر مازيګر يادوي

    د عليشنګ د سيند څپو کي لامي
    د تاجکړيو ها سنګپر يادوي

    د اخنزادګانو د چينې اوبه څښي
    بيا د دندې د سيند کمر يادوي

    رايشي د دنګ چنار د سيوري ا رمان
    کله منګې کله ګدر يا دوي

    ډکه زولي تازه توتان او ياران
    ها توت سنډل د ونې سر يادوي

    په نيحالونو او د شولو لاو کي
    هغه اشر او نيحالګر يا دوي

    مانه د شپي خوب بام په سرکي غواړي
    د شپې سپوږمې د سحر المر يادوي

    په احترام لاړشي روښان ليسې ته
    هلته د خپل د صنف زوړ ور يادوي

    د استا دانو همصنفيانو مينه
    هر يو ملګر ي او رحبر يادوي

    دا قرغيي او علينګار خو پريږده
    کله سپين غر کله تور غر يادوي

    افغانستانه لحظه نه هيريږې
    کله د لر او کله بر يادوي

    لغمانه يي د عاشقانو وطن
    چي هر شاعر د شپه اوسحر يادوي

    حفيظ مليار دا قير سرک څه کوي
    دي د کږو پولو چکر يادوي

    اتريش

    عبد الحفيظ مليار

    Comment


    • #17
      لوټ شوي په دې لاره دي اکثرې قافلې
      خپل سري قافلې او زورورې قافلې

      سرکشو ته دې چم کې د قدم اجازت نشته
      سر ښکته ستانه شوي مروروې قافلې

      زمونږ د توري غږ ورته تر غوږه رسیدلی
      دا ښکتې قافلې وې که دا برې قافلې

      زه نه وایم سپین غر او هندوکش به درته وايي
      داړلي دې زمرو دي ځناورې قافلې

      رباط سنګي هرات

      شیرین اغا جهانګیر

      Comment


      • #18
        زه دا هسې دیوانه او مجنون چا کړم
        له رواج او له رسومه بېرون چا کړم
        نه پوهیږم چه دا هسی چاری څوک کا؟
        لیونۍ د خپل نګاه په افسوس چا کړم؟
        کومی سترګی کوم باڼه کومه غمزه ده
        ډوب شهید غوندی په خاک و خون چا کړم؟
        رحمان هیڅ له خپله ځانه خبر نه دی
        چه دا هسی رنګ زبون او محزون چا کړم


        I am no bird, and no nest ensnares me.

        non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

        Comment


        • #19
          چی وی د سیند غاړه او مستانه غوند ماښام وی
          سپینی لیلی په لاس نیولی د سرو مییو جام وی
          چی لمر په ډوبیدو شی
          آسمان په خندیدو شی
          ګلشن په رغیدو شی
          بلبل په غږیدو شی
          بیا ته وای او زه وای
          نور هیڅ یو کار ددنیا نه وای
          ملک وای نه شیطان وای
          ثواب وای نه عصیان و ای
          چی خرڅه مو د عقل دنیاګی وای
          او د بیخودی په نړی کښی مو یو کور وای
          دا څومره ښه فکرونه دی
          ارمان چی تش خیالونه دی
          د عشق سفر کی ډیر خنډونه دی
          خیبره تا کی کله دومره ظرفیتونه دی

          Comment


          • #20
            maa ta d stargo pa kasoo ki sharaab ma jurrawa
            za sta d stargo pa dando ki sharab skalai nasham

            kaaga banna de raata biya pa zrra ki ma khakhawa
            za khuwar qismata yem sta yarrai rasedali na sham

            d stargo jang ki d yem patey maa manali da daa
            d haya daki stergi taa na arrawolai nasham

            meena bi sata melma kigi d harchaa pa zrra ki
            daa kho zma pa raza na da ssa kawolai nasham

            da khiyal rebaar rata nan bia sat sta d meeni kawee
            sta d iqraar zawab inkaar dey, da kawolai nasham

            oos no ta waya chi za koma laara wo nesama
            pa hagha na chi sta arman pora kawolai nasha

            I am no bird, and no nest ensnares me.

            non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

            Comment

            Working...
            X