'زه تنـقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
د ســرو ګلــو مملـکت کښې تاجداري چې دخــــار وينـــم
د ګلاب پـــه هـــره څــانـګه چـــې ګلـــــونـه پــــه داروينـــم
پســــرلي کښې بلبــلان چې ارمـــاني د چــغـــــار وينـــم
چې لوټشوے ګلشن وينـــم تـــالا شـوے ګلــــزار وينـــم
او په داسې حال کښې هم زه ښهخوشحاله مليار وينـــم
نـــو که هيڅ نــــه شــم کــولے نــو تهديـــد خوبـــهکومــــه
'زه تنـقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
چــې د پـــاکـو پـلـوشــو وي عـصـمـتـونـه خـطـــره کـښــې
دچـمـــن د ســـرو کلــــو وي نکـهـتــونــه خـطـــره کـښــې
لــه پـستـــۍځـنـــې ولاړ وي رفـعـتــونــه خـطـــره کـښــې
لــه يـــو کـس وي دعالــمـــــو راحـتــونــه خـطـــره کـښــې
د شــيطـــان لـه دسيــســو ويجنتــونــه خـطـــره کـښــې
په دې حــال کښې د مــظلــومــو زه تائيـــدخـوبــه کـومـــه
'زه تنـقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
چـې په ګـرانــه پـښــتونـخـوا مې مغـلتيــا کــړيچپـاوونــه
لـــه ننــګـــراره تــر بـــولانـــه پــه پـښــتـــون وورياورونــــه
د مـنــدڼـــو پــه رغـــو کـښـــې مــغــــلان کـــړي اتڼـــونـــه
د سـپيــن غـــر په سپينــو څوکو راښــکاره شي ظلمتونــه
د خـيبـــر پهســـردرو کښـې چې بـې کــوره شي بازونـــه
پـيـــروي د قــــام پــه ننــګ دبــايـــزيـــد خــو بــه کــومــــه

روهـستـــان بانـــدې چې لـــړې د اټکلــه لُـــوري راشـــي
په اسمان د پښتونخوا چې هم تڼـاشي هم بريښنا شـــي
بـدليـــونکے پـه دوزخ چــې دا جنت د پـښتــونـخـــوا شـــي
چې مومـند خټکيو ځائے شي اپريـدے ئې هم نوا شـــي
چې وطـن ايـمـل ايـمـل شي پښتــونخــوادريـا دريـا شـــي
د خـوشـحــال خټـک،مــلګـــرو! زه تقـليـــد خو بـــهکـومــــه
'زه تنـقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
چې په بــره پښتــونخــوا کې ميرويس خان يوه نــاره کـــړي
دګـــرګانــــو ګـــرګـيــنـــانـــو لــبـــاده پـــــاره پــــــاره کـــړي
غـــازيـــان ســر په تلي کيږدي د جنګ ګرمه نــغـــاره کـــړي
د ايـمـلخوشحــال ارواح چــې لـــه جنتـــه ننـــــداره کـــړي
سـرښـنـدنکو پښتنــو تهچې نــعــــره کړي اشــــاره کـــړي
نـــو د تــــــيرو قــــربانيـــــــو زۀتجــديـــــد خـو بـــه کـومــــه

د پـښتــــون په کــــور او کلــي چې دزور اورونـــه بـل شــي
چي انګـريز راته اورنـګ شي چې فـيرنګ راته مــغـــلشــي
په لړمون د پښتـونخوا کښې چې راسيخ د ظلم شل شــي
چې پخپل کور کښې مووژني سترګې غټې د هر غل شي
باچــا خــان چې بيرغ واخلي او اولــــس ورسره مـــلشــي
نـو د پت پــاللــــو قـــــام تــه زه تـاکيــــــد خـو بـــه کـومــــه
'زه تنـقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
چي انګـريز راته اورنـګ شي چې فـيرنګ راته مــغـــلشــي
په لړمون د پښتـونخوا کښې چې راسيخ د ظلم شل شــي
چې پخپل کور کښې مووژني سترګې غټې د هر غل شي
باچــا خــان چې بيرغ واخلي او اولــــس ورسره مـــلشــي
نـو د پت پــاللــــو قـــــام تــه زه تـاکيــــــد خـو بـــه کـومــــه
'زه تنـقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
چـې فـضـــا د پــاک وطـــن مې ســره لمبـــه شي ناګهانـه
هـشنــغــرسلګـۍ سلګــۍ شي او شولګـره شي ګريانـه
مياندې بورې په زلمو شي ساندې ساندې شيهر خوانـه
چــي د خـويــنــدو فــريـــادونـــه وروڼــه اوري لــهجـانــانـــه
د بـابــړې مــزکــه چې ســــره شــي اور وريــږي لــه اسـمــانــه
نـــو غــنـــدنــــه د شــمـــــر او د يــزيــــد خو بـــه کـــومــــه

چې د شپـــې نـوبت غــږيــږي او بنـــدي چې سبـــاؤن وي
چې د مـــال پهبنيـادونــو انســانــانـــو کښې بيلتــــون وي
چې د يــو نصــيب وي زمــکــهاو د بـل پکښــې للــــون وي
چې څو کســه وي ښــــيرازه او باقــي پکښـېزبــــون وي
چي ظالـــم چـرتـه نظـــام وي او ظالــــم چـرتـه قانـــون وي
که څـوک مـري که پاتــي کيږي، زه تنـقـيـــد خو بـه کـومـــه

Comment