ويښتۀ دې د ځوانۍ په مخ رادرومي کۀ بچے ئې
لفظونو پښتنو نه دې قربان شم ننګيالے ئې
منمه چې پښتون ئې په پښتو ورک لېونے ئې
پتنګ ئې ځان نه اور رانغاړې اور ئې اورپسے ئې
مزل کوې منزل پسې ور درومې ګړندے ئې
چې مينه کوې مينه ستا ئې تل به تۀ ژوندے ئې
قلم نه دې قربان شمه قلم دې زورور کړه
اے شابه کنه شور کړه اؤ سندره د خېبر کړه
اے شابه کنه مست شه اباسين چپې چپې کړه
دا ژوند ازغن ازغن دے دا ژوندون نغمې نغمې کړه
ښېرازه اؤ اباده د وطن دشتې مېرې کړه
شېرشاه شه ، احمد شاه شه په غماز پورې لمبې کړه
غلام يمه ، غلام ئې شابه ورکې دا تيارې کړه
اے شابه د ازاد هيواد سندرې کړه نغمې کړه
ٌ ٌ لاهور په غرغره کړه ، د شېرشاه ارمان پوره کړه ٌ ٌ
جهلم کې بيا د يو افغان ملت کرښه پخه کړه
چې خلاص شو له غليمه بيا به يو بل سره ستايو
هله به مونږ يو بل ته د يو بل سندرې وايو
کابل کښې کۀ اوسيږو ، پېښور سره اشنا يو
بولان زمونږه کور دے کۀ هر څو د پکتيا يو
قلم زمونږه توره ده قلم باندې فدا يو
جرګه زمونږ دستور ځان د جرګې په لاره بيايو
اے شابه قلمکاره ترانه د پښتونخوا کړه
يو وارې بيا پښتون افغان بادشاه د اېشيا کړه
زلميه دا خو اوس لا ستا د نوي ژوند سفر دے
لا پروت درته منزل ته په مودو مودو سفر دے
د قام د آزادۍ د ارمان جنګ درته په سر دے
قلم نه توره جوړه کړه نظر مو په سنګر دے
اوس وخت د فېصلې دے هر پښتون په دې خبر دے
پښتونه په شا مه ګوره ملګرے دې اکبر دے
اکبر هوتي

Comment