Announcement

Collapse
No announcement yet.

new pashto poem for pakhtunkhwa award show

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • new pashto poem for pakhtunkhwa award show

    د پښتونخو ا ايوارډ د پاره يوه مخصوصه سندره
    .......



    راځئ چې ولمانځو نن اتلان د پښتونــخوا

    چې و ځلوو ستوري په اسمان د پښتونخوا



    په هر زمان ښاغلي، په هـــــر ميدان وتلي

    هر چا هم دي منلې دا ځوانان د پښتونخوا



    په شان لکه د غـــــــــرونو ولاړ په ميدانونو

    په هر ډګر ياديږي باتــــــــوران د پښتونخوا



    وجـــــود ئې په اقليم سوچ فکر ئې عظيم

    د تورې او قلم لوئې خاوندان د پښتونــخوا



    ملـــــــــي لري غرور ځلمي ئي دي مغرور

    په خپل وطن قربان دے هر يو ځوان د پښتونخوا



    اسلام دے که پښتو ده ،شمله د پښتنو ده

    د پيغـــــلو حيا برخه ده ايمان د پښتونخوا



    ---------------------------------------------------------
    فيروز افريدي
    تاريخ 10 جنوري 2011 سحر مال
    پېښـــــــــــور پاکستان

    _________________



    ته لاړے خوند لاړو


    تــا ســـره ژوند لاړو

  • #2
    dera manena wror jana

    Comment

    Working...
    X