Announcement

Collapse
No announcement yet.

د رحمان بابا عشقيه شاعري

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د رحمان بابا عشقيه شاعري

    د رحمان بابا عشقيه شاعرى


    د عشق جذبه د هر څۀ نه زياته په انسان کښې موجوده ده. د انسان تعلق د عشق سره ډېر پخوانے دے بلکې داسې وئيلے شو چې عشق د انسان خټه کښې اغږلے شوے دے. د دنيا رنګارنګى د حسن او عشق په وجه ده. دا جهان خدائے پاک له عشقه پېدا کړے دے. رحمان بابا وائى:
    دا جهان دے خدائے له عشقه پېدا کړے
    د هموو مخلوقاتو پلار دے دا


    دلته زمونږ موضوع د رحمان بابا عشقيه شاعرى ده. رحمان بابا عشق کړے وۀ او عشقيه شاعرى ئې هم کړې ده. هغه د خپل عشق اظهار داسې کوى.
    زۀ په تا باندې مئين يم له ازله
    نۀ چې کړې مې نن ورځ ده ابتدا


    خو هغه خبره چې د حقيقى عشق پوړۍ مجازى عشق دے نو رحمان بابا هم لکه د نورو خلقو د مجازى عشق پوړۍ سر کړى دى، حقيقى عشق ته رسېدلے دے او داسې ډېر شعرونه د هغۀ په ديوان کښې شته چې هغه خالص د مجازى عشق سره تعلق لرى. هغه د خپل معشوق په صفت کښې ډېر شعرونه وئيلى دى.لکه داسې چې:
    حاجت نۀ لرم په شهدو په شکرو
    لب د يار شهد وشکر درې واړه يو دى


    او د خپل عشق جواز داسې وړاندې کوى.

    هغه خدائے چې ئې ستا مخ بله لمبه کړه
    دا لمبه ئې کړه زما په ګوګل پورې


    د رحمان بابا معشوق دومره ښکلے دے چې په خپله په آئينه کښې وګورى نو حېران شى. نو چې د عاشق به ئې څۀ حال وى. هغه وائى:
    تۀ چې آئينه په لاس کښې واخلې حېرانېږې
    زۀ له کومه راوړم صبورى او تحمل


    او دا وائى چې دومره ښکلے معشوق کوم ځائے او چرته وى دا خو ما له خدائے پاک راکړو، لکه چې وائى:
    دا خومالره خدائے راکړوګنى نشته
    هسې بت په بت خانه کښې د آذر


    رحمان بابا وائى چې زما د معشوق په شان بل بشر نشته لکه چې وائى:
    پس له مرګه به ئې په نام د ملک بولم
    هم په دا
    چې
    نشته دا رنګې بشر


    خو کله چې د خپل محبوب ډول سنګار ووينى نو داسې وائى:
    سور پېزوان دې په سرو شونډو هسې زېب کا
    لکه جيم
    په
    قلم کښلے کاتبانو


    د سرو ټيک دې شاه زاده په جبين پروت دے
    شينکے خال دې
    محاصل
    په بنديوانو


    دواړه لېچې دې وکښلې مصرۍ تورې
    در پوهېږم سر به پرې کړې د خوارانو


    کله کله چې ورته د خپل معشوق رنګ بدل بدل ښکاره شى نو وائى:
    بيا دې نوى شراب څښلى دى پوهېږم
    په رخسار دې ګل کرلى دى پوهېږم


    د راز خبرې هم د هر چا سره نۀ کېږى، هغه چا سره کېږى چې زړۀ ته نزدې وى. رحمان بابا د راز خبرې چا سره کوى، راځئ چې وګورو.هغه وائى:
    زۀ نور چاوته د راز خبرې نۀ کړم
    بې هغو
    چې
    موئى مژګان لرى دراز


    د خپل محبوب د ز نې صفت داسې کوى.
    ستا د زنې تر سيب پورې راښکارېږى
    نورې زنې د
    خوبانو
    لکه پياز


    د خپل محبوب زلفې او کاکل داسې ستائى.
    هم مې مښک ليدلى هم عنبر دى په جهان کښې
    شاباش شاباش شاباش ستا په زلفو په کاکل


    رحمان بابا وائى چې زۀ د خوبانو په نظر غوڅ غوڅ يم خو خوشحاله يم چې کله ښکلى نۀ وينم نو بيا زيات غوڅېږم. وائى:
    ژوبل ژوبل د خوبانو په نګاه يم
    لا تر دا نه زيات غوڅېږم چې پناه يم


    د زنې قوتې د ښائست غټه نخښه ده او ډېرو شاعرانو په رنګ رنګ ستائيلې ده. رحمان بابا ئې داسې يادوى.
    چې يوسف غوندې هزار پکښې پراتۀ دى
    بنديوان د هغه سېب زقن په چاه يم


    خو چې کله يوه مسته بربنډ مخ ووينى نو بيا داسې وائى:
    ګوره بيا به څۀ ادا کا په زړۀ غنډه
    چې دا هسې مسته درومى مخ بربنډه


    رحمان بابا وائى چې د عاشق د بدحالۍ او کمزورۍ وجه دا ده چې معشوقې په زړۀ سختې دى. هغه وائى:
    د عاشق د لاغرۍ سبب هم دا دے
    چې فرقه د معشوقو شوه په زړۀ ټنډه


    هغه وائى چې ټول ښکلى جادوګر دى خلق وژنى او بيا ئې ژوندى کوى.
    په ساعت کښې سړے مړ که هم ژوندے که
    طائفې دى د خوبانو سحر ګرې


    د خپل معشوق حسن ورته د حورې د حُسن نه هم زيات ښکارى او داسې وائى:
    نۀ رسېږى ستا و حسن و ته حوره
    څۀ به
    رسى
    و مېرمن وته مزدوره


    بې لوظى او وعده خلافى د ښکليو عادت دے. رحمان بابا هم د هغې د بې لوظۍ نه تنګ وواو داسې ئې وئيل:
    هر بيګاه وائى سبا له به خُلۀ درکړم
    دا بيګاه به په
    رحمان
    کله سبا کړې


    د خپلې حسن پرستۍ اعتراف داسې کوى:
    ګوښى ګوښى ښائسته مې زړۀ وکاږى
    زۀ و کوم يوۀ ته وايم چې تا يوړو


    خوشحال خان بابا وئيلى وو:
    ولې راته وائې چې په ښکليو نظر مۀ کړه
    سترګې چې پېدا دى
    خو
    ديدار لره کنه


    رحمان بابا وائى:
    و خوبانو ورته ولې نظر نۀ کړې
    د چمن په ګلو
    ولې
    ګزر نۀ کړې


    رحمان بابا وائى چې ښکلى د دنيا د چمن ګلونه دى په دوى نظر کولے شى او په دې خبره هم خلق پوهوى چې ګورې ښکلى وفا نۀ کوى. لکه چې وائى:
    له خوبانو نه به څوک څۀ وفا غواړى
    سروې کله د
    کشمش
    مېوه نيولې


    د رحمان بابا د حسن معيار څۀ دے دا هغه په خپل يو شعر کښې داسې بيان کړے دے.
    دراز قد، دراز مژګان درازې زلفې
    وړې شونډې وړه
    خُلۀ
    واړۀ غاښونه


    جامه هم د انسان ښائست دے د پښتو ټپه ده چې:
    قميص ئې تور دے مخ ئې سپين دے
    زما يقين دے چې به زر لېونے شمه
    رحمان بابا وائى:
    ارغوانى جامې ئې واغوستې رحمانه
    بيا ئې جوړ کړۀ ستا د قتل اسبابونه


    د خپل معشوق په سپينو اننګو زلفو له تشبيه داسې ورکوى:
    چې په سپينو اننګو دې زلفې ځانګى
    ښاماران دى د
    چندڼو
    په ښاخونه


    رحمان بابا د ښکلو د مينې په نقصان هم پوهـ دے خو بيا هم د مينې نه اوښتونے نۀ دے هغه ځکه چې عشق د هغۀ په خټه کښې اغږلے شوے دے. هغه په خپله وائى:
    بې له عشقه چې مې پړے شو د پوزې
    ګڼه نور له جملګى قېده ازاد يم


    د ښکلو د مينې نقصان هغه داسې ښيى:
    ما وې زۀ به نۀ کړم په خوبانو باندې مينه
    مينه د خوبانو
    وچوى
    د زړګى وينه


    سره د دې بيا هم هغه مينه کوى او دا ځکه چې:
    خدائے زما په برخه عاشقى کړه له ازله
    خوښ يم په دا برخه کۀ
    ترخه
    ده کۀ شېرينه


    غرض دا چې د رحمان بابا ټوله شاعرى د عشقيه مضامينو نه ډکه ده بلکې د هغۀ ديوان د حُسن و عشق د شاعرۍ او د اخلاقى شاعرۍ يو ښکلے امتزاج دے. د هغۀ ديوان د دې لايق دے کوم صفت ئې چې هغۀ په خپله کړے دے دا بېخى صحيح او په ځائے دے. هغه د خپل ديوان په حقله وائى:
    زېب کۀ په بياض د رحمان شعر
    لکه زلفې د خوبانو په رخسار


    او په دغه ديوان شکر ګزار هم دے لکه چې وائى:
    زۀ رحمان په خپل اشعار شکر ګزار يم
    چې دا هسې رنګ ديوان مې دے موندلے



    (د رحمان بابا مطالعه)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Khwandawar sher wo,Manana
    Even Adobe Photoshop can't change me.

    A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

    For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


    The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

    -Ferishta, 1560–1620

    Comment


    • #3
      ګرانه پښتون
      ډيره ناوياته مضامين شايع کوے ماشالله

      زه ستاسو نه دا اجازه غواړم که دا مضامين بل ځائے چاپ شوي نه وي او ستاسواو ليکوال اجازه وي نو چې زه ئې په خپل مجله""
      پېښور"" کښې چاپ کړم؟
      دا به ستاسو منهه وي۔

      Comment


      • #4
        Originally posted by feroz afridi View Post
        ګرانه پښتون
        ډيره ناوياته مضامين شايع کوے ماشالله

        زه ستاسو نه دا اجازه غواړم که دا مضامين بل ځائے چاپ شوي نه وي او ستاسواو ليکوال اجازه وي نو چې زه ئې په خپل مجله""
        پېښور"" کښې چاپ کړم؟
        دا به ستاسو منهه وي۔
        قدرمنه فېروز اپريدي صېب سلامونه
        ډېر مننه د ستائنې........ اصل کښې دا مضامين د اېم اے پريويس په نوټس کښې شامل کړې شوي دي او د چاپ دپاره ليږلي شوي دي.....
        تاسو ته د خپلې مجلې دپاره کوم قسمه مضامين پکار دي؟ آيا دا مجله افسانې شائع کوي؟
        Na soz sho na saaz sho,
        Bas hasy jwand tamam sho

        Comment


        • #5
          زما مجله خالص ادبه ده او هر قسم ادب خپرولو ته چمتو ده۔
          البته که د پښتنې خاورې مسئلې ستونزي او شخړې په ځقله مضامين وي نو هم باک ئې نه کوو۔

          زما کوشش دے چې سوچه،ساهو ااو سپيځلې ادب پکښې خپور کړم۔چې د حوالې د پاره ئې خلک خوندي کوي۔
          مننه

          Comment

          Working...
          X