عشقيه شاعري:
عشق د انساني ژوند يوه فطري تقاضا ده. ځکه چې انسان پېدا له انسه دے. خوشحال خان په عشقيه شاعرۍ کښې هم د چا نه وروستو نۀ دے. په دې مېدان کښې ئې هم د خپل ښېرازه فکر نيلے داسې زغلولے دے. چې خلق ورته حېران دي. راځئ چې څو شعرونه ئې د دې دعوې په ثبوت کښې پېش کړو.
خوشحال او عشق:
خدائے زما ترفهمه ښۀ د عشق هنر کړو
کۀ دا چار ده نور عالم وته نابوده
چا به بې د عشق له کاره بل کار نۀ کړ
د خوشحال د خُلې وئيل کۀ چا منلې
عشق د انساني ژوند يوه فطري تقاضا ده. ځکه چې انسان پېدا له انسه دے. خوشحال خان په عشقيه شاعرۍ کښې هم د چا نه وروستو نۀ دے. په دې مېدان کښې ئې هم د خپل ښېرازه فکر نيلے داسې زغلولے دے. چې خلق ورته حېران دي. راځئ چې څو شعرونه ئې د دې دعوې په ثبوت کښې پېش کړو.
خوشحال او عشق:
خدائے زما ترفهمه ښۀ د عشق هنر کړو
کۀ دا چار ده نور عالم وته نابوده
چا به بې د عشق له کاره بل کار نۀ کړ
د خوشحال د خُلې وئيل کۀ چا منلې
څۀ په نوي شان خپلې معشوقې ته وائي:
مرګ لره ئې واړه د دهلي لښکرې راغلې
تۀ لا د خوشحال په مرګ ځان روغ نۀ ګڼې ننګ کړې
مرګ لره ئې واړه د دهلي لښکرې راغلې
تۀ لا د خوشحال په مرګ ځان روغ نۀ ګڼې ننګ کړې
خوشحال بابا په عشق کښې هم د تورې خبرې کوي. هغه د نورو شاعرانو برعکس په عشق کښې ننګ پښتو يادوي.
توره چې تېرېږي خو ګزار لره کنه
زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه
توره چې تېرېږي خو ګزار لره کنه
زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه
په جار وائي چې ښکليو ته به ګورم:
ولې راته وائې چې په ښکليو نظر مۀ کړه
سترګې چې پېدا دي خو ديدار لره کنه
ولې راته وائې چې په ښکليو نظر مۀ کړه
سترګې چې پېدا دي خو ديدار لره کنه
معشوق ته خپل ستر عزم داسې بيانوي:
يا به سر د خپل ورمېږ په وينو رنګ کړم
يا به ښکل کړم دغه ستا شونډې ملوکې
کۀ ئې سر درومي له تنه نور به نۀ شي
د خوشحال چې د خپل يار سره ميثاق دے
يا به سر د خپل ورمېږ په وينو رنګ کړم
يا به ښکل کړم دغه ستا شونډې ملوکې
کۀ ئې سر درومي له تنه نور به نۀ شي
د خوشحال چې د خپل يار سره ميثاق دے
خوشحال بابا بزدله او کمزورے عاشق نۀ دے په جار وائي:
زۀ خوشحال کمزورے نۀ يم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خلۀ ئې راکړه
زۀ خوشحال کمزورے نۀ يم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خلۀ ئې راکړه
خو چې وروستو سوچ وکړي نو وائي:
خلۀ ئې پټه خوره خوشحاله
باز د ښکار غوښې په غلا خوري
خلۀ ئې پټه خوره خوشحاله
باز د ښکار غوښې په غلا خوري
مړنے عاشق خوشحال د رقيب نه نۀ ويرېږي:
رقيبان دې غوغا کا پروا مې نۀ شي
شېر به کومه اندېښنه کا له روباه
رقيبان دې غوغا کا پروا مې نۀ شي
شېر به کومه اندېښنه کا له روباه
د معشوق د حسن په ستائينه کښې د خوشحال د فکر نزاکت هم حېرت انګېز دے:
تورې تورې زلفې کبود خال پکښې کونتره
راشه کۀ ئې ګورې پرې بندي يو څۀ شهباز دے
د مخ خال ئې تور تارو دے په ګلزار کښې
د زړۀ باز مې دے نظر پسې وا کړے
تورې تورې زلفې کبود خال پکښې کونتره
راشه کۀ ئې ګورې پرې بندي يو څۀ شهباز دے
د مخ خال ئې تور تارو دے په ګلزار کښې
د زړۀ باز مې دے نظر پسې وا کړے
خو کله کله ئې مزرے زړۀ د معشوق د سترګو په وړاندې زېر وي:
د ما زړۀ چې د مزري تر زړۀ تيرے کا
ستا د سترګو و کبليو وته زېر دے
د ما زړۀ چې د مزري تر زړۀ تيرے کا
ستا د سترګو و کبليو وته زېر دے
د خوشحال تشبيهات او استعارات هم نادر دي:
تورې سترګې ئې تورباز باڼۀ ئې نوکې
چې زما خاطر ئې يوړو په نوکارو
لکه پټ سوارۀ د جنګ نېزې په غاړه
دا اوږدۀ باڼۀ پرې پورې سترګې ستا
تورې سترګې ئې تورباز باڼۀ ئې نوکې
چې زما خاطر ئې يوړو په نوکارو
لکه پټ سوارۀ د جنګ نېزې په غاړه
دا اوږدۀ باڼۀ پرې پورې سترګې ستا
مړنے خوشحال د معشوقې د غمزې په توره ځان زخمي غواړي:
د غمزې په تېغ ئې خوږ ښۀ ئې خوشحاله
مړنے په روغ صورت نۀ ځي له جنګه
د غمزې په تېغ ئې خوږ ښۀ ئې خوشحاله
مړنے په روغ صورت نۀ ځي له جنګه
تورزن او خان خوشحال عشق کښې معشوق ته ځان مريے کړي.
د خانۍ د تورې کار نشته په عشق کښې
معشوقې وته مريے اوسه خوشحاله
د خانۍ د تورې کار نشته په عشق کښې
معشوقې وته مريے اوسه خوشحاله
عشق کښې سربازي لازمي ده:
سربازي يا د عاشق يا د پتنګ ده
يا قسمت د مجاهد يا د سپاهي شوه
سربازي يا د عاشق يا د پتنګ ده
يا قسمت د مجاهد يا د سپاهي شوه
او دا عزم داسې څرګندوي:
يا به ستا زلفينې ونيسم په لاس کښې
يا به سر ورباندې بائلم دوه وېنا دي
يا به ستا زلفينې ونيسم په لاس کښې
يا به سر ورباندې بائلم دوه وېنا دي
د هغۀ په نزد عاشق معشوق دواړه اوچته مرتبه لري:
ستا د مخ په دور زۀ جهانګير شاه يم
راته کښېنه کرشمې د نور محل کړه
ستا د مخ په دور زۀ جهانګير شاه يم
راته کښېنه کرشمې د نور محل کړه
د فراق د لاسه خوشحال په عجيبه انداز کښې ګويا دے:
خلق وائي چې دوزخ شته پس له مرګه
په حيات صورت دوزخ نۀ دے فراق ستا؟
خلق وائي چې دوزخ شته پس له مرګه
په حيات صورت دوزخ نۀ دے فراق ستا؟
د يار خيال ته د زړۀ وينې ورکوي:
مېلمستيا مې د زړۀ وينې ورته کېښوې
چې مېلمه مې شو د يار خيال په سترګو
مېلمستيا مې د زړۀ وينې ورته کېښوې
چې مېلمه مې شو د يار خيال په سترګو
د يار غم ته څۀ ځائې ورکوي:
په بل ځائې مې پېرزو نۀ ئې د يار غمه
تۀ زما د زړۀ د مات کودي رېحان ئې
په بل ځائې مې پېرزو نۀ ئې د يار غمه
تۀ زما د زړۀ د مات کودي رېحان ئې
