زما په کور کې چې دا اور بليږي
زه به تر کومه حو صله کومه
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه
زه به تر کومه حو صله کومه
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه
زما پخې سړکي هم کچه شولې
تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل
زما کورونه شول د خاورو ډېري
تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.
زما له کور نه هديرې جوړي شوې
تا د خپل کور مينځ کې باغونه جوړ کړل.
زما فرهنګ ، کلتور، معارف ختم شو
تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.
زه د ډسپرين ګولۍ ته هم حيران يم
تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.
زما د کونډې ابۍ پړونی خرڅ شو
تا دې بي بي ته سرۀ هارونه جوړ کړل.
زما ټانکونه طيارې کباړ شوې
تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل.
کور مې شۀ وران اے مېړنيه اشنا
د وران کندړو ننداره کومه
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل
زما کورونه شول د خاورو ډېري
تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.
زما له کور نه هديرې جوړي شوې
تا د خپل کور مينځ کې باغونه جوړ کړل.
زما فرهنګ ، کلتور، معارف ختم شو
تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.
زه د ډسپرين ګولۍ ته هم حيران يم
تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.
زما د کونډې ابۍ پړونی خرڅ شو
تا دې بي بي ته سرۀ هارونه جوړ کړل.
زما ټانکونه طيارې کباړ شوې
تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل.
کور مې شۀ وران اے مېړنيه اشنا
د وران کندړو ننداره کومه
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
ستا له لازمې همکارۍ تشکر
کور د اباد په پښو درېدلے نه شم.
زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور
تر سلو کالو جګېدلے نۀ شم.
عمر به ستا په نوکرۍ کې تير کړم
ستا له قرضو نه تښتېدلے نۀ شم.
کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل
له وروروژنې خلاصېدلے نۀ شم.
زما د خلې جلب هم ستا لاس کښې دے
په خپل اختيار اوس غږېدلے نۀ شم.
په ځنکدن کې مې لاس پښې مه تړه
چې ساه مې وځي خوځېدلے نۀ شم.
مال او متاع مې ښۀ ښکاره تسليم کړه
لالا زۀ مرمه روغېدلے نۀ شم.
خو ياد لره د هندوکش زمرے يم
که يو ځل خلاص شوم تميدلے نۀ شم.
په نوي رنګ کې پخوانيه اشنا
د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
کور د اباد په پښو درېدلے نه شم.
زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور
تر سلو کالو جګېدلے نۀ شم.
عمر به ستا په نوکرۍ کې تير کړم
ستا له قرضو نه تښتېدلے نۀ شم.
کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل
له وروروژنې خلاصېدلے نۀ شم.
زما د خلې جلب هم ستا لاس کښې دے
په خپل اختيار اوس غږېدلے نۀ شم.
په ځنکدن کې مې لاس پښې مه تړه
چې ساه مې وځي خوځېدلے نۀ شم.
مال او متاع مې ښۀ ښکاره تسليم کړه
لالا زۀ مرمه روغېدلے نۀ شم.
خو ياد لره د هندوکش زمرے يم
که يو ځل خلاص شوم تميدلے نۀ شم.
په نوي رنګ کې پخوانيه اشنا
د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
ته د اخبار سرخي په ما جوړوه
غټ غټ پرې ليکه چې افغان مهاجر.
دسخت باران او د ږلۍ له لاسه
په کېمپ کښې مړۀ دي سل خواران مهاجر.
دا ستا اخبار په ښۀ قيمت خر څيږي
ليکه اول مخ کې عنوان مهاجر.
ستا ډاکټران به تجربې پرې وکړي
پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر.
مزدوري ښکته کړه نرخ پورته بيايه
چې ښۀ مفلس شي دا خواران مهاجر.
ښه مې تشخيص کړې مداريه اشنا
زه ستا د ولکې ته ننداره کومه
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
غټ غټ پرې ليکه چې افغان مهاجر.
دسخت باران او د ږلۍ له لاسه
په کېمپ کښې مړۀ دي سل خواران مهاجر.
دا ستا اخبار په ښۀ قيمت خر څيږي
ليکه اول مخ کې عنوان مهاجر.
ستا ډاکټران به تجربې پرې وکړي
پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر.
مزدوري ښکته کړه نرخ پورته بيايه
چې ښۀ مفلس شي دا خواران مهاجر.
ښه مې تشخيص کړې مداريه اشنا
زه ستا د ولکې ته ننداره کومه
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
زهر دې راکړل د حلوا په نامه
لاړې لستوڼي لاندې مار وختې.
تا ددوستۍ او د وفا لاپې کړې
اخر دوښمن او جفاکار وختې.
تا ويل چې سر او مال مې دواړه در کړل
خو حسابۍ کې مې قرضدار و ختې.
خام او پاخه مواد دې وويوړه زما
ته لاموړ نۀ شولې ښامار و ختې.
مړ هم تا کړم نوم زما بد نام شو
ته مې قاتل د ورور او پلار وختې.
هېر به مې نه شې ګلاليه اشنا
خپلو لمسو ته نوشته کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
لاړې لستوڼي لاندې مار وختې.
تا ددوستۍ او د وفا لاپې کړې
اخر دوښمن او جفاکار وختې.
تا ويل چې سر او مال مې دواړه در کړل
خو حسابۍ کې مې قرضدار و ختې.
خام او پاخه مواد دې وويوړه زما
ته لاموړ نۀ شولې ښامار و ختې.
مړ هم تا کړم نوم زما بد نام شو
ته مې قاتل د ورور او پلار وختې.
هېر به مې نه شې ګلاليه اشنا
خپلو لمسو ته نوشته کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
زما د کور لمبو ته مۀ تودېږه
دېوال شريک لاليه اور به واخلې.
بيا به يې په چل د مړکېدو پوه نه شې
ته به يو ځای وژنې خو نور به واخلې.
که شول خوارۀ زما د اور بڅري
اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې.
ته کۀ زما په شان زخمي زخمي شوې
ګمان مې نۀ شي که ټکور به واخلې.
دردمن زړګي ته مې زور مه ورکوه
خپله به ودرديږي زور به واخلې.
په کور دننه بهرنيه اشنا
نور پس له دې درنه پرده کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
دېوال شريک لاليه اور به واخلې.
بيا به يې په چل د مړکېدو پوه نه شې
ته به يو ځای وژنې خو نور به واخلې.
که شول خوارۀ زما د اور بڅري
اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې.
ته کۀ زما په شان زخمي زخمي شوې
ګمان مې نۀ شي که ټکور به واخلې.
دردمن زړګي ته مې زور مه ورکوه
خپله به ودرديږي زور به واخلې.
په کور دننه بهرنيه اشنا
نور پس له دې درنه پرده کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
تۀ په برات کې د اختر حساب کړې
په ما شپې ورځې محرم تيريږي.
تۀ د ملت سپېځلې ورځې لمانځه
په ما هر وخت ملي ماتم تيريږي.
زه چې لږ ساه واخلم مسکے غوندې شم
جانانه تا باندې ستم تيريږي.
د خپلواکۍ د سباوون په هيله
پر ما تمام عمر تور تم تيريږي.
زما لا يو ښخ نۀ وي بل سلګۍ کړي
مدام د غم د پاسه غم تيريږي.
د بهرني دښمن ښکرونه مات شول
اوس ګاونديان مې کور په چم تيريږي.
خو ګاونډيه ياره دومره واوره
هاغه چې تېر شو نو داهم تيريږي.
په خوی ګيدړ په رنګ زمريه آشنا
تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
په ما شپې ورځې محرم تيريږي.
تۀ د ملت سپېځلې ورځې لمانځه
په ما هر وخت ملي ماتم تيريږي.
زه چې لږ ساه واخلم مسکے غوندې شم
جانانه تا باندې ستم تيريږي.
د خپلواکۍ د سباوون په هيله
پر ما تمام عمر تور تم تيريږي.
زما لا يو ښخ نۀ وي بل سلګۍ کړي
مدام د غم د پاسه غم تيريږي.
د بهرني دښمن ښکرونه مات شول
اوس ګاونديان مې کور په چم تيريږي.
خو ګاونډيه ياره دومره واوره
هاغه چې تېر شو نو داهم تيريږي.
په خوی ګيدړ په رنګ زمريه آشنا
تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
زۀ د محمود بت شکن اولاد يم
د سومنات بت نړولی دی ما.
وکړه تپوس دکيوناري، مکناټن نه
څوک سوځولی څوک وژلی دی ما.
وګوره ليک د فرنګي تاريخ کښې
ان ترلندنه زغلولی دی ما.
چا چې په بد نيت ماته لاس راوړي
لاس ترې نه وولي کښې غوڅ کړی دی ما.
روس په جهان کښې د خدايۍ دعوه کړه
په ټول جهان کښې شرمولے دے ما.
دنيا څو ځلې آزمايلی يمه
ميدان څو څو ځلې کتلی دی ما.
ګران ګاونډيه حق دې و پېژنه
د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما.
هېر به مې نه شي ګلاليه آشنا
خپلو لمسو ته نوشته کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.
د سومنات بت نړولی دی ما.
وکړه تپوس دکيوناري، مکناټن نه
څوک سوځولی څوک وژلی دی ما.
وګوره ليک د فرنګي تاريخ کښې
ان ترلندنه زغلولی دی ما.
چا چې په بد نيت ماته لاس راوړي
لاس ترې نه وولي کښې غوڅ کړی دی ما.
روس په جهان کښې د خدايۍ دعوه کړه
په ټول جهان کښې شرمولے دے ما.
دنيا څو ځلې آزمايلی يمه
ميدان څو څو ځلې کتلی دی ما.
ګران ګاونډيه حق دې و پېژنه
د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما.
هېر به مې نه شي ګلاليه آشنا
خپلو لمسو ته نوشته کومه.
اے په ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه راکړه يو ګيله کومه.


Comment