Announcement

Collapse
No announcement yet.

نيکمرغه ورځ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نيکمرغه ورځ


    څنګه نيكمرغه ورځ وه
    څه بختورمهال وۀ
    ګودر خالي وۀ
    له غمازو نجونو
    يواځې ته وې، دګودر په غاړه
    په سپينو لپو دې، منګے ډكوۀ
    چې مې دخيال شاهين
    تر سترګو كړلې
    اول به موسكه
    بيا په سوچ كې لاړې
    لكه چې ستا هم
    زه ياد شوې ومه
    بيا دې، په ما نظرشو
    له ځايه پورته
    وارخطاغوند ې شوې
    خو ځان دې ونه بايله
    ما سر تر پايه
    درته وكتل په غټو غټو
    بيا هم دمينې په دود
    لكه حاجي چې دكعبې طواف كړي
    داسې، دا ،ستا، له قامت وګرځيدم
    بيا دې، تر څنګ كيناستم
    ته شوې لږ لرې
    مخامخ شوې راته
    له خندا شنه شوې
    راته ودې ويل :
    څنګه ښكاريږم
    ګلابي جاموكې ؟
    ماويل : والله
    لكه پري لكه، جنت كې حوره
    آه، څومره ښكلې
    او سپيځلې وه
    دا ورځ د مينې
    سهار ښايسته ،غرمه ښايسته، مازيګر هم ښايسته وۀ


    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X