Announcement

Collapse
No announcement yet.

Share your favourite Qita'a (قطعه)

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Share your favourite Qita'a (قطعه)

    خير دی که زه دې د غم اشنا کړم
    تا به تر ځانه غمجنه لا کړم
    که ور دې بند کړ په غلا به درشم
    د زړګي خونه به دې تالا کړم


    ******


    تپه تياره وه د زړګي خونه
    په کې مې بند کړل د يار غمونه
    ښکلی يوسف مې زندان کې بند کړل
    چې لاس پرې نه کا د مصر جونه


    ******

    کاشکې په ژوند کې داسې کېدلای
    ځان مې د ورځې ورږه کولای
    بيا ترماښامه د يار په غوښه
    تللای راتللای يار مې چيچلای
    چې شپه کېدلای د اشنا غېږ ته
    بيا تر سهاره سړی کېدلای


    *******

    چې مين نه وم امي وم، د جانان سترګو ملا کړم
    زړه د تا منت راباندې چې په غم دې مبتلا کړم
    يوه ګل ته مې زړه ورکړ د ښکلا په بازار ګډ شوم
    ما په خار مينه کوله جانان زه ښکلا ښکلا کړم
    که زاهد لمونځ او روژې کا له دوزخه به ډارېږي
    د زړه درد ماته جنت شو چې يې اور سره اشنا کړم
    دا زما مغرور تندی خو لا جانان ته هم ټيټ نه شو
    په سجده چې ټيټ شي خدای ته مګر بل کوم سر پيدا کړم
    ته قدرت لرې خاونده خو زما عاجزي نه زده
    دوزخونو ته مې بيايه خو بس زه خپله رضا کړم


    *******

    Ka mahal da muhabat me naseb na sho
    Wran da meny diwalona kho me ekhpal di
    Parwa nishta ka nazar na me fanah ye
    Nan pa zra k sta yadona kho me ekhpal di

    **********
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X