چې مې سل ځله ژوندون وي
زۀ به سل ځله پښتون يم
لوړ همت د ابدالي يم
د خالد هسې تورزن يم
دا تاريخ په ما ګواه دے
زۀ د دې لارو اتل يم
په ما دا غرونه ښائسته دي
زۀ په دې غرونو حسين يم
فقيرۍ ته مې پسخېږي
بادشاهي د جهانونو
تورزنۍ ته مې محتاجه
سرداران ټول د تاجونو
چې دا خاوره مې لېلا ده
زۀ د دې لېلا مجنون يم
چې مې سل ځله ژوندون وي
زۀ به سل ځله پښتون يم
زۀ به سل ځله پښتون يم
لوړ همت د ابدالي يم
د خالد هسې تورزن يم
دا تاريخ په ما ګواه دے
زۀ د دې لارو اتل يم
په ما دا غرونه ښائسته دي
زۀ په دې غرونو حسين يم
فقيرۍ ته مې پسخېږي
بادشاهي د جهانونو
تورزنۍ ته مې محتاجه
سرداران ټول د تاجونو
چې دا خاوره مې لېلا ده
زۀ د دې لېلا مجنون يم
چې مې سل ځله ژوندون وي
زۀ به سل ځله پښتون يم

da sherona sam ka kanrey karkhey di
Comment