زما محل
د سيند د سپينو شګو نه مې جوړ کړو يو محــل
دې ټول خرګی جهان ورته حېران حيران کـــــتـــل
قالين مې پکښې خور کړو دَ سرو پاڼو د ګـــــــــلاب
اوچـــــت ئې دېوالونه د ســــازونو د ربـــــــــــــاب
بيا رنګ مې ورله ور کړو د خوبونو د شـــــباب
هر ګل مې ورله راوستۀ ماليار مې کړو بلـــــــــبل
دې ټول خرګی جهان ورته حېران حيران کــــتل
نرګس مې په غېږ راوړۀ هم مېلمه مې کړۀ رامبــېل
د څاڅکو د شبنم نه مې ښېسته جوړ کړو امــــــېل
نسيم په خندا راوړل زيړ ګلونه د چامـــــبېـل
شراب مې ورله ورکړل بيا د اوښکو د بلـــــبـــــل
دې ټول خرګی جهان ورته حېران حېران کــــــــتــــل
رڼا مې د سپوږمۍ کړه د زهرا پستې غزلـــــــې
خندا ته د تنځرو ښکلې زرګې ګډېدلــــــــــې
د ستورو مستې سترګې غلې غلې رپېدلــــې
رو رو پرې مستی راغله د خدايۍ اور ئې کړۀ بل
دې ټول خرګی جهان ورته حېران حېران کـــــتل
يواځې زۀ بادشاه ؤمه په سر مې تاج د غـــــــم
په خوا کښې مې دلبره و ه مُسکۍ سترګې پُرنــــم
په غاړه ئې امېل ښېسته د څاڅکو د شـــــــــبــنم
نازکه نازنينه پاکه ښکلې لــــــــکه ګـل
دې ټول خرګی جهان ورته حېران حېران کــــتل
غنی خان

Comment