Announcement

Collapse
No announcement yet.

دَ فيروز اپريدی سيب دَ زوئې وادۀ کښې درنه م

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دَ فيروز اپريدی سيب دَ زوئې وادۀ کښې درنه م

    پرون پۀ پېښور کښې دَ فيروز اپريدی صيب دَ زوئې امجد اپريدی وادۀ وو، دَ رواج تر مخه هر سړے پۀ وادۀ کښې دَ ټنګ ټکور پروګرام کوی خو په پښتو او پښتنو مئېن فيروز لالا دَ مشاعرې تابيا هم کړې وه، څۀ نه چې دَ څکلې ژبې او ادب سره ډېره مينه څرګنديږی او راغلو مېلمنو دا ګام ډېر ؤستايلو، پکار ده چې هر سړے پۀ خلو ښادو کښې دَ پښتو مينه وال راټول کړی لکه څنګه چې اپريدی صيب کړی وو چې دَ پښتونخوا او فاټا دَ ګوټ ګوټ نه ئې دَ پښتو مينه وال او دَ پښتو ادب ځلانده ستوری راټول کړی وو
    لکه ډاکټر اقبال نسيم خټک
    سعدالله جان برق
    ډاکټر راجولی شاه خټک
    اکمل لېونے
    اباسين يوسفزۍ
    کليم شېنواری
    ايوب خټک
    ايمل خټک
    اسير مېنګل
    ډاکټر هدايت الله نعيم
    لايق زاده لايق
    ظفر خان ظفر
    هارون الرشيد خټک
    ماصل خان آتش
    شاه حسېن اپريدی
    ډاکټر اعظم اعظم
    او داسې نور بلا ګڼ دَ پښتو ادب دَ اسمان ستوری راجمع شوی وو
    او دَ خلکو ګډون هم دَ کتو وو، دَ لرې لرې حايونو نه مينه وال تر ناوخته ناست وو
    پېښور پښتو ادبی جرګه هم دَ ستائېنې وړ ده

    ----------------------------------------------------------
    وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
    دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

    دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
    دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

  • #2
    ناصر علی سيد
    مشتاق شباب صيب
    علمګير خليل ايم پے اے
    ملک وارث کان سابقه وفاقی وزير
    الياس ټل وال چې دَ محمد دين مقيد صيب زوئې دے او فضل عظيم عظيم او نورو ګڼو ميلمنو او ليکوالو شاعرانو پکښې ګډون اوکړو

    ----------------------------------------------------------
    وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
    دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

    دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
    دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

    Comment


    • #3
      mubarak sha

      Comment


      • #4
        ټولو ته د واده ډیره ډیره امبارکي

        Comment


        • #5
          Da Tolo Dostano wroono khwendo daira manana.
          Khad aw Abad ausai

          Comment


          • #6
            salam deer deer mo mubark sha .

            Comment


            • #7
              manana grana din wror
              Khad aw Abad aussey

              Comment


              • #8
                Originally posted by shlombay
                mubarak sha. sta zoi dilta member dey?

                na agha member na dey
                agha cricketer dey

                aw cricket sites join kawi

                Comment


                • #9
                  امبارک شه


                  فیروز رورہ دَ زوئ وادہ دِ اُمبارک شہ او خدائ دِ پہ کور درتہ ډیرہ ډیرہ خوشالی در کی
                  The end of Ignorance, is the beginning of Knowledge.
                  Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity.

                  Comment


                  • #10
                    manana dervaish wrora
                    khpala khadi de naseeb sha
                    ameen

                    Comment


                    • #11
                      د امجد د وادۀ د مشاعرې روداد
                      تاريخ 23 دسمبر 2010 مقام سپرينګ نائيټ ويلج يونيورسټي روډ پشاور


                      د دسمبر په درويشتمه نيټه کال 2010 د زيارت په ورځ د ماښام مانځه نه وروستو په سپرنينګ نائيټ ويلج يونيورسټي روډ ېښور کښې د فيروز افريدي د برخوردار امجد علي خان د وادۀ د وليمے په موقع د پېښور پښتو ادبي جرګې د انتظام لاندې يوه درنه او تاريخي مشاعره وشوه چې په کښې د کلهمې پښتونخوا نه درنو شخصياتو ، سترو اديبانو او شاعرانو برخه واخيسته

                      د مشاعرې صدارت د پېښور يونيورسټئ د پښتو ډيپارټمنټ پخواني چئيرمين ښاغلې ډاکټر اقبال نسيم خټک صيب وکړو، په دې موقع ستر ليکوال،کالم نويس مزاح نګار شاعر ښاغلې سعدالله جان برق مشر ميلمه وو.

                      په پريزډيم باندې د اعزازي ميلمانو په حيث د پېښور يونيورسټئ ډين اف فيکلټيز او سابق ډائيرکټر دپښتو اکيډمئ ښاعلې ډاکټر راج ولي شاه خټک(پښتون سکالر) صيب،سابق وفاقي وزير ملک وارث خان افريدي(چيف اف قمر خيل شلوبر باړه خيبر ايجنسي)،پروفيسر اسير منګل (ټل) دلعل زاده شينواري ځوئي او حمزه بابا خپلوان ښاغلې کليم شينواري ٰ(لنډيکوتل)سابق ډي سي او سوات شاه حيسن افريدي( باړه خيبر ايجنسي)سياسي شخصيت ايوب خټک (نوښار)قامي مشر محمد يوسف افريدي( باړه خيبر ايجنسي) ناسته وکړه .
                      دوئې سره د کوربه په حيث د پېښور جرګې سرپرست او سنئير ريسرچ افيسر پښتو اکيډمئ ښاغلې ډاکټر هدايت الله نعيم هم په سټيج باندې موجود وو.


                      د مشاعرې ابتدا د تلاوت کلام پاک د پاکو اياتونه په تلاوت ښاغلې انعام الله ګران صيب وکړه.
                      ورپسې د مشاعرې ناظم د پيښور ادبي جرګې جنرل سيکريټري ښاغلې عارف الله اظهر صيب خپل کلام واورولو.


                      په ناظم مشاعره پسې د مشاعرې شاعران وار په وار د کلام اورولو د پاره روسټرم ته راوبلل شول.

                      د ټولو نه وړاندې د لنډيکوتل نه راغلي شاعر دلاور شينواري خپل کلام واورولو ورپسې محمد الياس محسن،او په هغه پسې د سوات نه بختيار احمد شاکر څوک چې د پاک پښتو ادبي ټولنې دوحه قطر جنرل سيکريټري هم دے او په خاصه توګه دغه واده له ئې ځان رارسولې وو په خپل کلام سامعين ونمانځل.

                      د قطر پښتو ادبي ټولنې يو بل سنئر شاعر ښاغلې ملتان همت څوک چې دغه واده او مشاعرې د پاره د کوهاټ نه تشريف راوړې وو خپل کلام (غزل) په ترنم کښې واورولو چې ساميعنو ډير خوښ کړو.
                      په بختيار پسې د لاچئ کوهاټ نه راغلو ميلمانو شاعرانو چې په هغوئي کښې ستر ليکوال او اادبي شخصيت ښاغلې سعادت علي سحر خټک پرنسپل هائي سکول لاچئ پايان د واده ځلمي امجد علي ته خپله شعري سهرا واوروله ورپسې د هغه ملګري ښاغلې اشرف خان خټک صيب خپل اوږد نظم واورولو.

                      د لنډيکوتل خيبر څخه راغلې لحاظ افريدي ،د سروزو هنګو نه خاص واده او مشاعرې له راغلې د دوحه قطر ملګرې دلاور خان ليونې بنګش د ادم خيلو درې نه سلطان باش خيل افريدي(دوبئ ملګرې) د مسوزو اورکزئ ايجنسئ نه اسلام غني اورکزئ، د خير اباد نه راغلې ښاغلې هارون رشيد خټک او ما صل خان اتش صيب خپل خپل کلامونه واورول چې خلکو ډير داد وکړو.
                      په خاصه توګه د هارون رشيد خټک نظم خدايه امن راولې او د ما صل خان اتش مزاحيه قطعاتو په محفل کښې خوند رنګ نور هم زيات کړو.

                      دوئي پسې د سوات يو بل ملګرې فضل عظيم عظيم چې په ايراني کونسليټ کښې د فارسئ اردو پښتو ترجمان او د ريډيو تهران اناونسر هم پاتې شوې دے

                      خپل خوندور کلام واورولو.

                      ورپسې د غوريا خيل پښتو ادبي جرګې صدر ښاغلې اختر حسين ننګيال، صفدر خان صفدر،انعام الله ګران ،د پېښور ادبي جرګې جائينټ سيکريټري او کوربه شاعر دلاور خان وقار، او نائيب صدرپېښور پښتو ادبي جرګه ښاغلې نسييم خان نسيم صيب(کوربه) خپل خوندور کلامونه واورول.چې سامعين ترې محظوظ شول.

                      په دوئي پسې د باړې نه راغلي يو مزاحيه شاعر ښاغلي حلاوت شاه تصور په محفل د خنداګانو سپرلې خواره کړل.


                      د جمرود خيبر ايجنسئ د تاتارا ادبي جرګې جمرود صدر مقدر شاه مقدر او د ريډيو خيبر اناونسر فضل ربي قيس افريدي نه علاوه ،نور اسلام اسير،فياض حيدر،(فيروز افريدي ه خيراج تحسين)نصرالله بيتاب خپل خپل کلامونه واورول.

                      دوئي پسې ناظم مشاعره د مزاح نوموړي شاعر ښاغلې ظفر خان ظفر صيب ته دعوت کلام ورکړو
                      ظفز خان ظفر په ترنم او تحت لفظ کښې کښې خپل کلام واورولو او د مشاعرې خوند رنګ ئې سيوا کړو.

                      دوئي پسې چې کله د استاذانو شاعرانو نمبر راغلو نو په محفل يو خوږ اثر راخور شو،په دوئي کښې مشهور شاعر ،اديب او ډرامه نويس لائق زاده لائق ډپټي کنټرول ريډيو پاکستان پېښور ، د ټل ادبي چمن سرپرست او مشهور شاعر محمد دين مقيد ځوئي الياس الدين ټلوال فيروز افريدي ته د د تحسين پيرزوئينې وړاندې کړې
                      .د ټل ادبي چمن روح روان پروفيسر اسير منګل ،محترم کليم شنواري جنرل سيکريټري حمزه بابا ادبي ټولنه لواړګئ ،پروفيسر ډاکټر راج ولي شاه خټک،محترم ډاکټر هدايت الله نعيم،شاه حيسن افريدي ، لوئي شاعر ډاکټر محمد اعظم اعظم د فيروز افريدي سره د خپل خوږ تعلق په حواله خبرې او بيا خپل د خوند رنګ ډک کلامونه واورول.
                      مشر ميلمه ښاغلي سعدالله جان صيب خپل د مزاح ډک تقرير وکړو او ورپسې ئې امجد علي (واده ځلمي) ته د شعرونو سهرا واوروله.
                      په اخير کښې صدر محفل ښاغلې اقبال نسيم خټک صيب خپل کلام او د خپلو زرينو خيالاتو اظهار وکړو او په وادۀ کښې د مشاعرې د روايت ژوندي ساتلو ستائينه وکړه.

                      ښاغلې دلاور وقار د پښتو اکيډمئ بيا بحالئ قرارداد ړاندې کړو او د مشاعرې د حاضرينو په تائيد ئې پاس کړو.

                      فيروز افريدي د تمامو سياسي،قامي او ادبي مشرانو او دوستانو شکريه ادا کړه او د ښاغليو ميلمانو راتګ ئې د ځان او پېښور ادبي جرګې د پاره يو لوئي اعزاز وګڼلو.

                      په دې مشاعره کښې ګڼ شمير شاعرانو خپل کلامونه د وخت د کمي او يا د بيماري له سوبه وانه ورل چې په هغوئي کښې دروند شاعر محترم سليم راز صيب محترم اباسين يوسفزي صيب سيد صابر شاه صابر صيب،زاهد خان شيدا، اختر حسين خليل،محترم ګوهر ننګيال (صوابئ) ،حاجي جنت خان افريدي باړه او دغه رنګ نور شاعران او اديبان شامل دي.

                      په راغلو ميلمانو کښې د صوبائي اسمبلئ رکن ښاغلې عالمګير خليل،د ځنګلي نه طارق جوهر افريدي،حاجي زيور خان باړه.حاجي هاشم علي خان باړه،ميجر طارق محمود چارسده،کونسلر عبدالوهاب،د خيبر واچ فضل رحمن زاهد،د الائيډ بينک مينجر ياسر صاحبزاده،ملک مير عالم افريدي،محمد شير افريدي،عمران خان افريدي،حاجي ابراهيم خان افريدي،ګل محمد چئيرمين سوئفټ ،انجنئر سلمان افريدي اسلام اباد ، جمروز افريدي باړه عالم ګدر،انجنئر سيد احمد خان ايس ډي او باړه،رضاخان افريدي باړه،واجدالله سپينه وړئ،حاجي عبدالودود چئيرمين زکوات خيبر ايجنسي، محترم هاشم خان ايجنسي ايجوکشن افيسر ، ملک يونس خان چيف اف اکاخيل او نور ګن شمير سياسي،قامي او ادبي مشران او کشران موجود وو.

                      د مشاعرې نه پس د خوړي دعوت ورکړې شو او دغه شان دا خوندور محفل د شپې لس بجې سر ته ورسيدو.

                      _________________

                      Comment


                      • #12


                        right to left Dr.Iqbal Naseem Khattak sayed sabir shah and Akhtar husain nangyal


                        on presidium Dr Raj wali shah khatak ,Azyub Khatak, Sadullah jan Barq ,Dr.Iqbal Nasim Khatak,Mr.Shah Husain afridi and Dr.Hedayat Ullah naeem





                        Mr.Multan Khan hemat omrakzai reciting his poetry



                        audiance in hall,spring night village poetry session

                        poetry being listened by the poetry lovers at spring night wedding hall peshawar


                        Bridegroom Amjad Ali with Feroz and Haji sher Alkbar


                        poet being received by Raza khan afridi at old times styled wedding spot spring night village




                        Two scholars Mr.Salim Raz Pride of Performence and Dr.Raj Wali shah khatak dean of faculties of languages





                        Master Sabil and Master Aamir special attendents from QATAR



                        faryal (Nanaka) guest attendent

                        Feroz Afridi,Sadullah jan barq,Amjad Ali Khan and Dr.hedayat ulllah naeem


                        Dr.Ishfaq,Dr Hedayat Ullah naeem,Amjad Ali Bride groom,Haji sher akbar khalil and Mr.wajid Allah


                        Raza Khan Uncle of Amjad




                        famous comedy poet Akmal Lewaney while arrived at function

                        Feroz Afridi,Mr.salim Raz Dr.raj Wali Khatak and Islam Ghani Orakzai


                        http://www.facebook.com/photo.php?fb...271&aid=264304
                        Last edited by Feroz Afridi; 01-02-2011, 09:44 AM.

                        Comment


                        • #13
                          loya shey Jasmin
                          manana aseer jaan
                          dwara pa khushalo mara shai.
                          mananan

                          Comment


                          • #14
                            Balay!!! de pakhtun jirga aw mushaira wa.

                            Comment

                            Working...
                            X