زه کامیاب یم که ناکام؟ ا
… او بالاخره طالبانو د حزب اسلامی افغانستان دوه کلک ، پیاوړي او مرکزي سنګرونه چهارآسیاب او سروبي هم د خپلي ولکي لاندي راوستل، مشرخپله، د سنګر ملګري او ټول پیروان یي د یو سخت، دردوونکي او غیر متوقع حالت سره مخ شول . د دي دوه پیاوړو سنګرونو له تخلیي وروسته د حزب اسلامي افغانستان حضور د هیواد د هغه اویا سلنه خاوري له مینځه ولاړ کوم چي دوي پري له کلونو او مودو راهیسي قابض ول.
د حزب مجاهد امیر تهران ته او نور د سنګر ملګري یي څه پاکستان اوڅه هم نورو هیوادونو ته مهاجر شول. د مهاجرت دا ډول د حزب اسلامي په تاریخ کي د ناورین او سوز یو ډک مهاجرت هم بللی شو ، ځکه چي دا مهاجرت د هغه مهاجرت سره ډیر توپیر درلود کله چی سرو لښکرو زمونژ پر هیواد یرغل وکړ ، ولس مو مهاجرت ته اړ شو او له هغه ځایه یي د مقدس جهاد پیل وکړ . هغه مهال ګاونډیو او ځینو نورو کاذبو هیوادونو خپلي ګټي په همدي سیاست کي خوندي لیدلي خو ولي بدبختانه چي دا ځل د دوی ګټي د حزب د امیر او د دي ګوند د انزوا سره نغښتي وي ، د دوی ګټي نو دا ځل د حزب د مهمو او کلیدي قوماندانانو په ترور، قتل او شهادت کي نغښتي وي.
ګاونډیو او نورو ټولو اړوندو هیوادونو خپل سیاست داسي عیار کړ تر څو حزب اسلامی افغانستان د سقوط او بد بختۍ تر ټول سخت او ناورین حالت ته ورسوي. دوی ټولو د حزب اسلامی افغانستان د داخلي دښمنانو په مرسته او کومک د حزب او د دوي پر غړو د زوال ټولي هڅي په کار واچولي . په هر حال د حزب امیر تر یو وخته تهران کي میشت پاتي شو، د نهضت برجسته قوماندانان څه د هیواد په داخل او څه هم له هیواده بهر پر شهادت ورسیدل ، قوماندان زرداد فریادي هم د حزب په وړاندي د پلان شوي نجسي او غیر شرعي دښمنۍ او سازشونو ښکار او په پنځلس کاله بند محکوم شو . د یاد حزب د افرادو روحیات او مورالونه وځپل شول او حتی چي ډیری غړي يي پرته له کوم معقول دلیل زندانونو ته هم ولیږل شول .
کلونه طالبان پر کابل او د هیواد پر نورو ډیرو برخو حاکم ول ، زما د معلوماتو له مخي حکمتیار صیب غوښتل هماغه وخت هم بیرته هیواد ته ستون شي کله چي طالبان پر هیواد حاکم ول خو طالبانو یو سیاسي او علمي شخصیت تر خپل څنګ نه شو زغملی او په دي ویره کي ول چي د ده په حضور کي به د طالبانو ارزښت او سیاسي بڼه د منفي اغیزي لاندي راشي . یوه اړونده کیسه رایاده شوه :
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دي ډلی د رادیو تلویزیون رییس ښاغلي اسحق نظامي سره ناست وم ، د مشر حکمتیار صاحب او د طالبانو پر مشترکاتو مو خبري کولي ، نظامي صاحب راته وویل او اعتراف یي وکړ چي طالبانو پرته له کوم معقول دلیل د حکمتیار صیب پر وړاندي د نفرت او کرکي تګلاره درلوده ، زیاته یي کړه چي (پر کابل د امریکایانو سخت بمبار روان و، دغه وخت کي انجینیر صاحب حکمتیار د ایران هیواد د تهران رادیو سره داسي خبري کولي چي کټ مټ لکه د طالبانو موقف یي بیانوه) نظامي صیب زیاتوي چي د مشر حکمتیار صاحب خبري راته په زړه پوري وي نو ځکه مي دا خبري راواخیستي او د کابل رادیو تلویزیون له لیاري مي هم نشرته ورکړي، نظامي صاحب وایي چي ما چیرته د تللو په منظور حرکت وکړ لا د زمبق څلورلاري ته نه وم رسیدلی چي مشر ملا صیب راپسي مخابره کي غږ وکړ تر څو د انجینیر صاحب حکمتیار خبري عاجل غوڅي او پري کړم ، دی وایي چي ما ورته وویل حکمتیار صاحب د امریکا پر خلاف د جهاد غږ او زمونږ او تاسو ملاتړ یي وکړ، خبري یي ډيري معقولي او زمونږ پر ګټه دي خو نظامي صاحب وایي چي د دي هر څه سربیره بیا هم حتی مشر ملا د انجینر صاحب حکمتیار ملاتړ نه شو زغملی، شاید ده فکر کاوه چي هسی نه دی محبوب رهبر یو ځل بیا لکه تیر جهاد زمونږ په پرتله لا زیات وځلیږي او دا لوړ مقام به هم دا خپل کړي . ملا صیب ښه فکر کړی و ځکه چي رښتیا هم د طالبانو په لیکو داسي یو قوی او غښتلی رهبر چي ټول ولس پري راټول شي شتون نه لري، زه وایم که همدا نن طالبان سولي ته غاړه کیږدي نو د دوی له کوم مشر به استقبال کیږي ځکه نه خو دوی یو غښتلی رهبر او نه هم واحده رهبري لري ، دا ولس به نو لکه نن چي پر حکمتیار صاحب راټول دی د طالب پر کوم مشر راټول شي ؟
رښتیا دا ده چي د طالبانو تحریک یو جنګي او غیر فکري تحریک دی د طالبانو ځیني فکري ، عالم او فاضل شخصیتونه اوس دلته د دولت په چوکاټ کي پر دندو بوخت دي او ځیني یي هم په کابل کي لکه عادي وګړي ژوند کوي .
نه غواړم د اصل مطلب څخه تیر شم بیرته خپل اصل هدف ته راځم :
که څه هم د روسانو مقابل کي جهاد زما د یاد خبره نه ده خو د حضرت صیب صبغت الله مجددی دوره او پر چهارآسیاب د نظار شورای د ډلګۍ بي دریغه بمباري مي لکه همدا اوس شیبه داسي یاد ته راځي. دا مي هم یاد ته مي راځي چي په دي بمبارد کي د انجینیر صیب حکمتیار کور په کوم کي چي به یي ورسره د کورنۍ غړي میشت ول هم په نخښه شوی و ، دا مهال نو زه ډیر ستر نه وم خو د کوچنیتوب په عمر کي بیا هم د انجنیر صیب حکمتیار پر، مذهبیت، ذکاوت، ایماندارۍ او غیرت ښه خبر وم او همدا او دي ته ورته یو لړ نور ټول وجوهات د دي لامل ول چه د حکمتیار صاحب لپاره زما پر کوچني او معصوم زړه کي پراخه او پریمانه مینه پرته وه ، د ده لیدل ، د ده سره خبري اتری او ناسته مي ستر او تر ټولو لوی ارمان و. مبالغه نه کووم او درواغ هم نه وایم ، الله پاک شاهد نیسم او ممکن استاذ جمعه خان نورستانی دا لیکنه لولي نو حتمن به زما د دي خبري تصدیق کوي چي د حکمتیار صیب انځورونه به ده له شمشتو زمونږ کور ته و ما ته راوړل تر څو په کتو یي زما تنده ماته شي یوه جالبه کیسه رایاده شوه .
د مهاجرت کور مو پیښور کي د کچه ګړۍ کیمپ و، دي کیمپ ته د هر څو سوه مترو په فاصله کي مختلفي لاري راغلي وي ، دا کیمپ بیا په څو برخو ویشل شوی و لکه کچه ګړۍ نمبر څلور او همدا رنګه څه نوري برخي نو که د کیمپ څلورم نمبر برخي ته به هم راغلي له داخل به دي کولای شو چه عمومي سړک ته بیرته له نورو لارو ووځي . کیسه کووم :
یو بینز موټر راغی ، هغه مهال دا موټر ډیر زیات ول ، زه کوچنی وم ، په پښو مي حتی د پښو کولو لپاره هم څه نه درلودل یعني پښی لوڅی وم ، موټر زما له څنګه تیر شو ، څه وینم چي د بینز موټر په شاته شیشه د انجینر صاحب حکمتیار یو انځور لګیدلی دی ، دا انځور که څه هم د موټر د شا شیشي دننه اړخ ته لګیدلی و خو زما د کم عمرۍ فکر دا و چي ګویا دا انځور د شیشي د پاسه یعني بیرون اړخ باندي لګیدلی دی ، هماغه و چي هڅه مي وکړه تر څو دي موټر ته ځان ورسووم او دا انځور تري را بیل او د ځانه سره یي کور ته یوسم . هغه وخت پیسي نه وي او د انځورونو د اخیستلو لپاره به هم چیرته لیري تللي ، په نژدی شاوخوا سیمو کي د مشر انځورونه نه پیدا کیدل نو شاید ما فکر کاوه چي د مشرد یو انځور د لاس ته راوړلو لپاره همدا ښه فرصت وي.
موټر مخکي او زه ورپسي یم ، پښي مي لوڅي او د کیمپ سړکونه خام او له تیرو یعني غوڅو تیږو ډک دي ، ډیر وځغلیدم خو بالاخره د کیمپ په یوه بله برخه،* باډرو سیمه، کې موټر ته ورنژدې شوم چي انځور د شیشي دننه اړخ ته لګیدلی دی، مایوس شوم، پښتۍ مي درد اخیستي وي او د ډیري ستړیا له وجي مي ساه ژر ژر اخیسته. دا او دي ته ورته ډیري په زړه پوري خبري لرم چه په لیکلو یي ممکن کتابونه ډک شي .
بیا هم خپلي اصلي خبري ته راګرځم:
مشر په تهران کي و ، مونژ د بیلتانه پر لمبو سوځیدو ، دومره لوی فکري حزب دومره ژر په زور لاس له صحني ویستل او انزوا ته وړل یوه ډیره دردوونکي خبره وه ، مونژ نه شوه زغملی ، طالب مي له هماغه ورځي بد شوی دی ، ځکه چي مسلمانه!
په مشترکاتو او ورته موخو کي تاسو ولي د دي پر ځای چي د حزب له سنګر مو مبارزه پیل کړی وی تر بل هر چا مو د حزب سنګرونه د خپلو حملو لاندي ونیول ؟ او دوی مو له نژدی فتحي چي تقریبا لسګونه کلونه یي په موخه مبارزه کړي وه ، قربانۍ ورکړي وي محروم کړل . په هر حال حالات همداسي روان ول طالب و او یو ضعیف حکومت یي درلود چي نه یي هم یو ښه داخلي او نه هم یو ښه خارجی سیاست درلود . ما خپله هم د یو لوی تحول په انتظار کي شپي او ورځي تیرولي ، د یو روڼ سباوون په تمه وم . لا په تمه وم چي په پینتاګون د سپتمبر د حملی خبر راغی او لږ وخت وروسته امریکا په افغانستان برید وکړ، د طالبانو حکومت یي ړنګ او د کرزي په مشرۍ یي د موقت حکومت بنسټ کیښود . حکمتیار صاحب موقف ونیو، د جهاد عزم یي وکړ ، تهران سره یي اړیکي خرابي شوي او په ډيره پټه کویټه او له هغه ځایه بیرته هیواد ته داخل شو، حالات می څارل ، په مشر د یوي بي پیلوټه الوتکي له خوا برید وشو ، مشر وژغورل شو خو ټپونه یي حتمي ولیدل . لنډه دا چي د مشر د هجران پر اور سوځیدو ، اوس خو ستر یم خو د مشر د لیدو ارمان مي لا د هغه کوچنیتوب له عمره په زړه کي پاتي و.
ما د حزب د امیر په اړوند دا فکر کاوه چي مشر مظلوم واقع شوی ، د یو رښتیني اسلامي مبارزي لپاره یي په خپل ځان ډیري تنګسي ، لوږي او تندي تیري کړي ، قرباني یي وکړه ، د کورنۍ غړي یي شهیدان شول ، خپله یي زندانونه ولیدل ، ټپونه یي ولیدل ، کورنۍ او غړي یي د ستونزو سره مخ شول خو په داسي حال کي چي په هیواد کي تر بل هر چا ډیر مستحق و د محرومیتونو سره مخ شو، ما هم دا حالت نه شو زغملی، مشر مي رښتینی مجاهد او مبارز و ، که هغه د انزوا په حالت کي و او که د محرومیت په دوره کي خو د یو مسلمان افغان په حیث په ما فرض وه تر څو یي له کړنو ، موقف او څرګندونو دفاع وکړم . دا دفاع د الله پاک د رضا لپاره وه او دا یي حق و چي زه یي هراړخیز ملاتړ وکړم .
څه د پاسه يوه نيمه لسيزه مي د رښتيني رهبر د موقف ، مبارزې او څرګندونو تاييد او حمايت وکړ. دا داسي يو وخت و چي زه هيواد کي وم، اشغال حاکم و، د مشر نوم هومره هم چا نه شو اخيستی، حتی چي د کورنۍ ځينو غړو يي هم دا کار نه شو کولی ، خو ما ته الله پاک لله الحمد دا جرات او ميړانه په برخه کړي وه چي پرته له کوم غرض او مقصد يي ننګه وکړم . ما يي د جهاد او قربانيو په تمامه معنی ننګه وکړه، له موقف مي يي ننګه وکړه، له څرګندونو مي يي ننګه وکړه، د علميت، فضيلت او شخصيت مي يي ننګه وکړه، د غيرت، شهامت او متانت مي يي ننګه وکړه او دا چي د پرهيزګارۍ او تقوای مي يي هم ننګه وکړه .
په دي عرصه کي مي له هيچا ويره هم ونه کړه، ټول احتمالي زيانونه او خطرات مي پر ځان منلي و ، بي شميره ځل د خفيه ادارو هدف ګرځيدلی وم ، په تورو او سرو ټولو ليستونو کي راغلم ، خفيه او علني څارنه مي وشوه، د خپلو او پردو ټولو له خوا ورټل شوم ، د احتياط کولو راته وويل شول ، حتی د مشر ځوي راته د احتياط کولو توصيه راليږله خو زه د مشر د فکري مکتب رښتينی لاروئ کله هم دي ته تيار نه وم چي د ده له دفاع او تمام حمايت لاس په سر شم . دا هم ده چي ډيری هيوادوالو راسره ګوندي تبعيض وپاله ، له خپلو حقوقو يي محروم کړم، سفارتونو ته يي زما په اړوند شکايتونه وکړل ، د امنيت رياستونو ته يي زما د مبارزې شکايتونه وکړل ، په يوه او بله بهانه يي زما د پرمختګ لپاره هلي ځلي وکړي ، خنډونه او موانع يي راته جوړ کړل، دا تبعيض راسره پټو او ښکاره ټولو دښمنانو وپاله ، د دوي د ټولو دومره منفي او خبيثو هلو ځلو سربيره بيا هم نه وږی شوم ، نه مي روزي کمه شوه ، نه بندي شوم ، نه هم ژوبل او نه هم زخمي شوم ځکه چي الله پاک ساتلم او چي کله دي الله سبحانه وتعالی ساتي نو بيا هيڅوک هم ضرر نه شي دررسولی.
لله الحمد نن مي چي د رهبر له سټيچ او مبارکي خولې وينا اوريدل کيږي نو مخالفين به مي حتمن په خپلو کړو د خجالت او ندامت احساس کوي ، دوي ته به نن حتمن جوته شوي وي چي ما د يو رښتيني رهبر دفاع او ستاينه کوله ، زما دا هر څه سپيڅلي و ، پرته له کوم غرض او مقصد و ، حالت داسي و چي حزب او امير يي په زور لاس د انزوا حالت ته وړل شوي و ، د هيچا په تصور کي هم دا نه ګرځيد چي مشر به کله بيا پر هيواد حاکم شي ، د الله په ذات سوګند يادووم چي ان شپژ مياشتي وړاندي ما خپله هم دا سوچ نه شو کولئ چي نن ورځ به ملي رهبر د لغمان ، ننګرهار او کابل په غيږه کي حضور ولري، د هغه ننی حضور د تصور او فکر نه ليري خبره وه ، نه مونږ او نه هم دښمن د مشر د حضور او بيا راتګ فکر کولی شو خو د الله سبحانه و تعالی ارادې څه نوري وي او نن الله پاک د مشر د حضور په دي ستر نعمت ونازولو .
الحمد لله چي نن مي ارمانونو تحقق پيدا کړ مشر مو وليد ، مشر مو لغمان او ننګرهار کي شته شو او اوس به کابل او نورو ولاياتو کي هم وليدل شي .
د دي اوژدې مبارزې اصل موخه مو همدا وه تر څو مشر مو او دا حزب مو او د حزب ټول غړي او دا ولس مو خپلو رښتینو موخو ته ورسیږي ، د حزب امیر د خپلو حقوقو څخه برخمن شي ، ولس یو رښتینی ، نه کاذب رهبران په غیږ کي ولري ، که څه هم د دی مبارزي په جریان کي خلکو آن چي لیونی بللم خو نن ډیر خوښ یم همدا خلک کومو چي د لیونیو په لیست کي شمیرلم نن خپله هم د مشر رښتیني رهبرۍ ته ګوته په غاښ ناست دي ، پښیمان بریښي او په خپلو کړو حتمي پښیمان دي ، دا بیله خبره ده چي د دوی عقدي د رښتیني رهبر په تایید کي خنډ او مانع ګرځیدلي . زه باور لرم چه دوی خپل وجدان حتمن ملامت کړي دي .
زما مبارزه همدغه ورځ وه ، د مبارزي اصل پړاو همدا و، اوس به د مبارزي بل پړاو ته ځو ، د مشر سره به اوږه په اوږه د سر په بیه د اصلاحاتو او اسلامی شریعت د نفاد لپاره کار کوو . د مادیاتو او چوکۍ لپاره کار نه کوو ، د دي لپاره به کار نه کوو چي د مشر سره د سټیج په سر رسنیو ته ځان ښکاره کړو او درواغجن شهرت تر لاسه کړو. وینا او عمل مو یو دی .
اوس نو زما مخلصو او غیر مخلصو حزبي او غیر حزبي ورونو !
ووایاست : آیا زما مبارزه همدارنګه نه وه ؟ که چیرته وه نو بیا هم ووایۍ چي زه کامیاب یم او که ناکام !
زما پر آند خو الحمد لله زه کامیاب یم ، ځکه چي د څه لپاره مو مبارزه کړي وه هغه مو تر لاسه کړه او لا لګیا یو دا کامیابي به د کامیابیو پر یو لوړ او هسک څلي بدلوو، ډیري کامیابۍ لا هم زمونژ انتظار کوي انشاءالله چي دا به هم تر لاسه کوو.
- زه کامیاب یم که ناکام؟ ا