Announcement

Collapse
No announcement yet.

طالبان به د افغانستان له حکومت سره خبرې پی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طالبان به د افغانستان له حکومت سره خبرې پی

    تاند- په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي وايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې ژر پیل شي.

    دې چې پرون /پنجشنبه/ د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په اړه په بحث کې خبرې کولې، وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبوي.

    دې په افغانستان کې د سولې د خبرو بریالیتوب په افغانانو پوري تړلی وباله ویې ویل دا له دې سره اړه لري چې افغانان څومره مسوولانه رول ته تیار دي.

    په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه وویل چې پاکستان غواړي چې افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته لاړ شي.
Working...
X