Announcement

Collapse
No announcement yet.

د داعش د ځپلو لپاره ځانګړې وسله واله قطعه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د داعش د ځپلو لپاره ځانګړې وسله واله قطعه

    د داعش تروریستې ډلې فعالیتونه د ننګرهار ولایت پر اچین ولسوالۍ کې د ملکی وګړو پر ژوند ورانونکې او ناوړه اغیزې اچولي دي. د اچین ځایي اوسیدونکي وایي چې د داعش جنګیالیو زموږ په سیمه کې کورونه وران کړي، زندانونه لري، زموږ څاروي یې له منځه وړي او زموږ ځوانان او د ټولنې مشران یې وژلي او خلک یې هم سخت ډارولي دي. په دي ورستیو کې د داعش تروریستې ډلي جنګیالې په اچین ولسوالۍ کې ځپل شوي دي. د افغان ځواکونو ځانګړې قطعه چې د داعش د ځپلو لپاره جوره شوې په ګډه د اچین له ځایي خلکو سره وتوانیدل چې ۲۸ کلي د داعش له وجوده پاکه کړي او خلک بیرته خپلو کورونو ته ستانه شې. د افغانستان د حکومت چارواکو ژمنه کړي چېد اچين د اوسيدونکو د ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو دروازي به ډير ژر پرانيستل شي.
    ستاسو په اند په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د مخنیوي لپاره نورې کومې اغیزمنې لاري شته؟
    په درنښت
Working...
X