داعش تروریستي ډلو د مختلفو وسایلو او تکتیکونو په کارولو سره ، افغان ماشومان په کليو او آن لائن استخداموي ، او دي ته یې اړ باسی چې د هغوی تروريستي فعاليتونه ترسره کړي. په دې ورستیو کې، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې افغان ملي پولیسو دداعش د استخدام یو ټیم ونیوه. همداشان،څو میاشتې مخکې هم دداعش د فیسبوک د استخدام ټیم په کابل کې ونیول شوچې جنګیالي يې د داعش ډلو لپاره استخدامول. په افغانستان کې دداعش هدف دا دي چې د افغانستان بنسټونه له منځه یوسې، بې ګناه خلک ووژني ، او د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو څخه د شکنجې او بريدونو مرکزونه جوړ کړي. داد محمدحریفید ننګرهار ولایت د ملي امنيت د عمومي رياست رییس وویل :" عامه پاڅون اچین کې دداعش د جنګیالیو په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی دی. موږ له دوي څخه مننه کوو" پرته د ځايي خلکو له همکارۍ او مرستې څخه ، د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه به ونه شي کولای چې خپل ماموریت په اغیزمنه توګه اجرا کړي. دټولو لپاره دا مهمه ده چې د ملي امنيتيځواکونو سره په ګډه کار وکړي او دغه توره پدیده له افغانستان څخه له منځه یوسې.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
