په تيرو درې لسیزو کي د افغانستان د کورنۍ جګړو له امله د ښوونې او روزني سیستم او تأسیسات وران او ویجاړ شوي وه. له ۱۳ کلونو راپدیخوا د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالی پراختیایي اداری یا (یو اس اید) د افغان حکومت سره په ګډه کار کوي تر څو د ښوونې او روزني ملی سیستم پیاوړي کړي او بیایې ورغوي. یو اس اید دکاري ځواک پراختیایی پروګرام او د پوهنتون د ملاتړ پروګرام په مرسته د ښوونې او روزنې ماستری، زعامت او اداره د شهید پروفیسور رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې جوړ کړي دي. دکاري ځواک پراختیایی پروګرام او د پوهنتون د ملاتړ پروګرام او تخنیکي ملګري یې د مسیچوست پوهنتون په امهرست کې دغه پروګرام او رښته په نړیوالو ستندردونو جوړه کړي ده.
دا پروګرام د ۲ کلونو لپاره دي او دم مهال ۲۴ زده کوونکی لري چې ۱۲ یې ښځینه دي. داکتر جیمز ایمینول وایې: " تاسی که یو سړي وروزوي نو تاسو یو کس روزولي او که یوه ښځینه وروزوي یوه کورنۍ یو(ملت) مو روزولي دي."د یادونې وړ ده چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت فول برایت پروګرام هم د امریکا د سفارت له لوري په کابل کې خلکو ته وړاندي کوي او مالی لګښت یې ورکوي. فول برایت پروګرام داسی جوړ شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو او د افغانستان د خلکو دوه اړخيزتفاهُم ډیر کړي او اوس مهال دا پروګرام د ماستری او ډاکتري پروګرامونه لري.
تاسي د افغانستان د ښوونې او روزنې سکتور پرمختګونه له داسی پروګرامونو سره څنګه ارزوی؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي
