پدی کې شک نشته چې د امریکا د متحده ایالاتو او د ائتلاف ملګرو په مرسته افغانستان یوه اوږده لاره وهلی او افغانستان په سیاسی، اقتصادی او اجتماعی سکتورونو کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو نه وروسته خورا ډیر پرمختګونه کړي دي. د تاپي د ګازو نل لیکې پروژه د افغانستان د اقتصاد په برخه کې هم ډیره ارزښتناکه ګڼل کیږي دغه نل لیکه به ګاز له ترکمنستان څخه هند او پاکستان ته د افغانستان له خاوری لیږدوي او افغانستان به هر کال له ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیونه ډالره به د امتیاز حق په توګه ترلاسه کوي. د تاپې پروژه نه یوازی د افغان حکومت لپاره به د عایدو یوه سرچینه وي دا پروژه به د افغانانو لپاره د کار زمینه هم برابروي او د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو سیاسی او اقتصادی اړیکې به هم پیاوړي کوي.
ستاسو په اند تاپې پروژه به پانګه اچونه او د افغانستان اقتصاد پیاوړي کړي.؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
