Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغان ښځینه پولیسو فراغت

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغان ښځینه پولیسو فراغت

    د افغان پولیسو ددندو څخه یوه دنده داده چې د افغان اتباعو د ساتنې هوډ په غاړه لری خاصتا د ښځو او ماشومانو ساتنه او ددي دندي لپاره د نورو ښځینه وو افسرانو لپاره اړتیا شته. له نیکه مرغه هر صنف چې فارغان ورکوی د افغان ښځینه افسرانو ګډون پکې شته او دغه ګډون د ښځینه وو پوځې لیکی لا هم پیاوړي کوي. په روانه میاشت کې ۱۲ ښځینه افسرانې د ګردیز له روزنیز مرکز څخه د نارینه وو تر څنګ جوړه فارغی شوی. دوی به ډیر ژر په خپلو دندو وګمارل شي او له خلکو او ټولنې څخه به ساتنه کوي. جنرال شریفه رسولی وایې: " دغه فارغان له هغو ټولنو څخه دي چې په همهغو ټولنو کې به خدمت کوي او که دوي له خلکو سره ښه چلند وکړي نو خلک به هم له دوي څخه کلک ملاتړ وکړي." داسی فراغتونه ددي ښکارندوی دي چې پرمختګونه د پولیسو په لیکو کې په ثابته او منظم ډول روان دي او دا یو لوي پرمختګ د ښځو لپاره په افغانستان کې هم شمیرل کیږي.
    ستاسو په اند دخلکو او ټولنې د ساتنې په خاطر د افغان ښځینه وو شتون د پولیسو په لیکو کې څومره ارینې دي؟
    په درنښت
    حشمت
    د امریکا د متحده ایالاتو د عمومی قوماندانی یا سنتکام د بریښنایې خبرو اترو تیم
Working...
X