هره ورځ افغان امنیتی ځواکونه امنیتی عملیات د بلواګرو او تروریستانو د محو کولو په موخه د افغانستان په ګوډ ګوډ کې تر سره کوي. که څه هم په ډیرو سیمو کې امنیتی ستونځې شتون لری خو بیا هم افغان امنیتی ځواکونه ډیر زیار باسی چې افغانستان او پولې یې خوندي وساتی. دغه ځواکونه د ديسمبر د میاشتی ۲۰۱۴ کال راپدیخوا هغه مهال چې ناتو خپل جنګې ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوه په مستقله توګه ترسره کوي. د افغان امنیتی ځواکونو اغیزناکه، په ځان ډاډه او وړ رول د ترهګرو په وړاندي په جګره کې د افغان او نړیوالو مشرانو لخوا ستایل شوی ده. غوڅ ملاتړ، متحدان او ملګری هیوادونه یې د افغان حکومت او د امنیتی تاسیساتو سره په همکاري او مرستې د یوامن او سوکاله افغانستان په لور ژمن دي.
په درنښت
په درنښت
حشمت
د امریکا د متحده ایالاتو د عمومی قوماندانی یا سنتکام د بریښنایې خبرو اترو تیم
