د مرغومې شپږمه، د افغانستان د روان ناورین پیل
لیکنه: احسان الله ارینزی –
پرون یکشنبه د کال 1394هـ.ش د مرغومې (جدې) شپږمه، زموږ په ګران هېواد افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د خونړي یرغل له شپږ دېرشمې کالیږې سره برابره ده.
د جدې شپږمه د افغانستان په اوږده تاریخ کې تر ټولو توره او ډېره بدمرغه ورځ ده چې د هېواد ملي حاکمیت د شوروي اتحاد د سرتېرو، شوبلو، الوتکو او جواسیسو په زور په ډاګه تر پښو لاندې شو، د هېواد سیاسي خپلواکي زیانمنه او په کابل کې د پرچم او ببرک کارمل بېواکه اداره جوړه شوه.
سور پوځ لس کاله په افغانستان کې پاته شو. د دوی شمېر د یو لک او شل زره په حدودو کې و او د وخت ډېر پرمختللی، دروند او ورانوونکی تخنیک یې درلود. پوځي کارپوهان وایي چې شوروي اتحاد د افغانستان په جګړه کې خپلې نوې وسلې لکه میګ-23 بمب غورځوونکې الوتکې، T-62 درنې شوبلې او کاتیوشا، لونا او سکاد توغندي و ازمویل.
سره پوځ او په څنګ کې د دولت اردو، پولیسو، امنیت او لږ وروسته د ځاني دفاع ډلو او د ګلم جم په شان ملیشو کلونه، کلونه په خلکو باړونه وچلول، کلي یې له خاورو سره خاورې کړل، اقتصادي تاسیسات یې ونړول، په لکونو شازلمي یې ووژل، په ملیونونو افغانان یې له خپلو کورونو څخه جبري مهاجرت ته اړ کړل، په لسګونه زره خلک یې معیوب او معلول کړل، په لسګونه زره ښځې یې د پلرونو، وروڼو، مېړونو او زامنو له سیوري بې برخه او افغانستان یې د کونډو، یتیمانو او معیوبینو په یوه وران ټاټوبی بدل کړ.
شوروی پوځونو د خپلو هغه ستراتیژیکو اهدافو د حصول له پاره چې ان د تزار له وخته مطرح وو، د افغانستان د خلکو د ملي مقاومت د ځپلو او ماتولو له پاره له هېڅ ضربې څخه ډډه ونه کړه. کارپوهان وایي چې له شورویانو سره د دوی د پلانونو په بشپړ تطبیق کې ځینې جهادی دلګیو هم پټه او ښکاره مرسته کوله چې اوس یې اسناد د خلکو په واک کې دي.
شوروي یرغل، په افغانستان کې د دولتي واکمنۍ د کمزورتیا او بې اعتباره کېدو او د داسې پرخه جګړې له امله چې په ټول هېواد یې اور بل کړی و، په پاکستان کې افغانستان ضد سیاسي کړیو او فکري ډلو ته موقع په لاس ورکړه چې د افغانستان د هر اړخیزه ورانولو او کمزوري کولو له پاره، ځینې ډلګۍ په شا وټپوي او هغوی د جهاد د سپېڅلې نامه تر جنډې لاندې، د افغانستان د ورانولو له پاره استعمال کړي او خپلې موخې لاس ته راوړي.
اوس چې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل پنځه دېرش کلونه تېر شوي او شپږ دېرشم پیل شوی او هغه واکمني د افغانستان د سترو خلکو د وینو له برکته نور وجود نه لري، ډېر پوځی او سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې دا یوه لویه تېروتنه وه! داسې یوه تېروتنه چې افغانستان یې وران کړ او یو اتل ولس ته یې نه جبیره کېدونکی زیانونه واړول؛ خو د نړۍ د حرب په تاریخ کې یو نوی فصل هم ډېر شو او هغه دا چې واړه؛ خو هوډمن ولسونه سترو ځواکونو ته ماته ورکولای شي او دا چې شوبلې، توغندي، الوتکې، توپونه او اتوم د جګړو سرنوشت نه شي ټاکلی؛ بلکې د ویتنام د پخواني دفاع وزیر، جنرال جیاپ، په قول د جګړې سرونوشت د هغه انسانانو له خوا ټاکل کېږي چې په خپله خوښه، خپله اراده او خپل ایمان د جګړې ډګر ته دانګي او هغه لومړنی شی چې د وطن د خپلواکۍ ناوې ته ډالۍ کوي، د سر او ځان نذرانه ده!
افغاني شازلمو د یونیم ملیون سرونو په بیه هغه پوځ ته ماتې ورکړه چې په خپل تاریخ کې یې ماته نه وه خوړلې!
هو! افغانانو جګړه وګټله،؛ خو مشرانو د هېواد د ادارې پوهه، وس، اراده او واک نه درلودل او دا باتور ولس یې په داسې خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکیل کړ چې خلکو خپل پخواني ټپونه، رنځونه، دردونه او کړاوونه هیر کړل. دې کورنۍ جګړې د هېواد پاته مادي او معنوي شتمني وسوځولې او افغانستان یې د بهرنیو استخباراتي کړیو د زورآزموینې په ډګر بدل کړ.
اوس له هغه تورې ورځې یا د مرغومي له شپږمې څخه پنځه دېرش کلونه تېر شوي؛ خو هغه اور چې د شوروي سوسیالیستي جماهیرو د اتحاد د کمونست ګوند او دولتي شوری مشرانو په افغانستان بل کړی، تر اوسه نه دی مړ او هره ورځ د افغانستان د خلکو د سر او ژوند قرباني اخلي.
له شورویانو وروسته بیا تر اوسه په څو پړاوونو کې، داسې ګوډاګیان پیدا شول چې د هېواد په ملي ګټو او د خپلې مور په پړوني یې سودا کړې او افغانستان یې د پردیو په اشاره بیا- بیا وران کړی!
دا جګړه په خپل اوسني پړاو کې د وحشت او قساوت پړاو ته رسېدلې او نژدې ده چې تش په نامه انسانان د انسانانو غوښې په ژوندوني خوري.
د ننګرهار پروني پېښې دا وښوده چې موږ د بشپړ وحشت او بربریت خوا ته په مخ روان یاستو.
د انسانانو غوڅ کړي سرونه نندارې ته اېښودل شوي وو!!
نو ځکه په کار دي چې د افغانستان په خلکو په شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ کې غږ وشي چې تش په نامه مشرانو او د وینو سوداګرو ته ډېر انتظار مه وباسئ، خپله مټې بډ وهي او د هېواد د ژغورنې له پاره د الله اکبر ناره وباسي او که نه یوه ورځ به د هر یو غوڅ کړي سر نندارې ته اېښودل شوي وي!
- Monday, 28 December 2015 22:43
- خپرونکی: تاند
- تبصره ولیکئ
- Category: مقالې
- permalink
-
خپروونکی: تاند http://taand.com