Announcement

Collapse
No announcement yet.

راحیل شریف له افغان چارواکو سره د سولې د پر

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • راحیل شریف له افغان چارواکو سره د سولې د پر

    راحیل شریف له افغان چارواکو سره د سولې د پروسې د بیا پیلېدو پر لارو خبرې وکړې



    تاند – د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف، چې په پاکستان کې د قدرت اصلي خاوند بلل کېږي، نن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او اجرايي ريیس سره د سولې پر بهیر خبرې وکړې.
    راپورونه وايي چې جنرال شریف افغان چارواکو ته د سولې په بهیر کې د بشپړې همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
    په جنورۍ کې پر څلور اړخیزو خبرو سلا وشوه

    د افغانستان له ولسمشر سره د پاکستان د لوی درستیز د خبرو د محتوا په اړه د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشر غني او د پاکستان د لوی درستیز او ورسره ملګري پلاوي په خبرو کې د دواړو هېوادونو له خاورې څخه د ترهګرو د ازادانه فعالیتونو د مخنیوي په موثرو لارو چارو ټینګار وشو او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ، په پاکستان کې د افغان کډوالو او قومونو د اړیکو د اړتیاو درک او درناوي ته په پام توافق وشو، چې دواړه هېوادونه دې اجازه نه ورکوي، چې ترهګر یې له خاورې څخه د تروریستي اعمالو او تاوتریخوالي د ترسره کولو لپاره ګټه واخلي.
    د ارګ په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي:

    «دواړو لوریو موافقه وکړه، چې د طالبانو له هغو ډلو سره به د سولې او خبرو بهیر ته، چې مذاکرې او پخلاینې ته تیار دي ادامه ورکړي او هغه ډلې چې ترهګریزو فعالیتونو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي له هغوی سره به د هغه چوکات له مخې چلند وشي، چې دواړه لوري پرې توافق وکړي.»

    په دې کتنه کې دواړو لوریو توافق وکړ، چې سولې ته د رسېدو لپاره به د موجود څلور اړخیز چوکاټ له مخې د ګډو مسوولیتونو په درک کولو سره د افغانستان د حکومت په رهبري د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
    دواړو لوریو موافقه وکړه، چې سولې ته د رسېدو په خاطر دې د غونډې د ګډونوالو د مشخصو مسوولیتونو په قید سره د یوې جامع لارې د نقشې د تدوین لپاره د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین د هېوادونو ترمنځ لومړنۍ څلور اړخیزه ناسته جوړه شي.
    همدارنګه دواړو لوریو د اړیکو په ښه والي او باور جوړولو زیات ټینګار وکړ، څو له ګډو تهدیدونو سره د مقابلې او ښې همغږۍ لپاره دوه اړخیزې امنیتي غونډې زیاتې شي.
    باوري سرچینې وايي چې دواړو خواوو د امنیت، سولې او تروریستي ضد هلوځلو په اړه خبرې کړي او راحیل شریف توانېدلی چې تر ډېره د افغان لورو باور ترلاسه کړي.
    د افغانستان اجرايي ریاست د عبدالله عبدالله او راحیل شریف د کتنې په اړه ویلي چې:« په ملاقات کي د افغانستان او پاکستان پر ګډو موضوعاتو، د سولي د پروسې پر بیا پیل کېدو او له ترورستانو سره پر ګډي او صادقانه مبارزه باندي خبري وسوې.»
    د اجرايي ریاست د خبرپاڼې په دوام کې ویل شوي:
    «په دې لیدنه کي د سولې پروسې ته د نه حاضرېدونکو وسلوالو پر ضد د بدیلي حل لارې پر لټولو هم بحث وسو او موافقه وسوه، چي د ترورستي ډلو پر ضد مبارزه چټکه او قوي سي.»
    راحیل شریف وروسته له دې کابل ته راغی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې دوه ځلي په پاریس او اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف سره ولیدل.
    په وروستیو کې پاکستان پر له پسې اصرار کوي چې د سولې لاره هوارولی شي او افغانستان دې د اسلام اباد منځګړتوب ومني.
    راحیل شریف، چې د پاکستان تر صدراعظم او نورو ملکي چارواکو په بهرنۍ پالیسۍ کې د زیات واک خاوند دی، په وروستیو کې امریکا ته لاړ او له امریکايی چارواکو سره یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه اوږدې خبرې وکړې.
    ویل شوي چې ده د اوباما اداره قانع کړه چې پر افغانستان فشار راوړي څو د پاکستان د سولې پر هلوځلو باور وکړي.
    لوېدیځې رسنۍ وايي چې د امریکا، چین او پاکستان د فشار په نتیجه کې د افغانستان ولسمشر د سولې د پروسې بیا پیلولو ته حاضر شوی دی.
    د افغانستان له ولسمشر او همداراز اجرايي رييس سره د پاکستاني پلاوي په خبرو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنیت شورا سلاکار، د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست، د هېواد لوی درستیز او ځینو نورو جګپوړو چارواکي حاضر ول.
    راحیل شریف په داسي حال کې له افغان چارواکو سره وکتل چې دیپلوماتیکې سرچینې وايي، د سیمې د هیوادونو ترمنځ د امنیت د ښه کولو لپاره همکارۍ په زیاتېدو دي.

    Leave a Reply

    Your email address will not be published. Required fields are marked *
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X