Announcement

Collapse
No announcement yet.

داعش ماشومان استخداموی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • داعش ماشومان استخداموی

    په هر فرهنګ، ټولنه او دین کې ماشومانوته الله (ج) د خوراک، پوشاک او مصونیت حق ورکړي تر هغو چې ځوانې ته رسیږي. ماشومان د هري ټولنۍ حساس اوهغه وګړي دي چې له خپل ځان ځخه دفاع نشی کولي. داعش تروریستی ګروپ د خپلو شومو ایدیالوژیو لپاره بی شماره تکتیکونه پکاروی تر څو په افغانستان او نوره نړۍ کې ماشومان د نفوذ، زور او حتی برمته کولو له لاری استخدام کړي. د دغو ماشومانو ماغزه په ظلم او وحشت کې په بشپړه توګه مینځي تر څو د دوي اخلاقی اصول او اخلاقی ارزښتونه ناوړه کړي چی حتی بدو ته هم ښه ووایی. د داعش دغه کړنلاره چې د بی ګناه او پاکو ماشومانو په وړاندي استعمالیږي له اخلاقی اصولو او د نړیوالو قوانینو سره په ښکاره توګه په تکر کې دي.
    ماشومان د بشریت تر ټولو غوره پانګه د راتلونکی لپاره ده او دا د مشرانو دنده ده چې په رښتوني او اغیزناکه توګه دوي خوندي وساتی. دا د ټولو مسولیت دي چې دداعش په وړاندي په یوالي او کلکه ودریږي او نه یوازی له افغانستان څخه بلکه له ټوله نړي څخه دوي محو کړي.
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتو دعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X