Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان کرنیز صادرات

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان کرنیز صادرات

    افغانستان یو کرنیز هیواد بلل کیږي، او ډول ډول او مناسبه هوا د کرنیزو محصولاتو، بوټو او ونو لپاره لري. له لسیزو راپدیخوا د کرنی سکتور د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر ګڼل کیدا او دغه سکتور د کورنیو جګړو او د طالبانو د رژیم لخوا له بیخ او بنیاد څخه وران او ویجاړ شوی وو.وروسته د طالبانو د رژیم د نسکوریدو څخه کرنیز سکتور ډیره وده کړي ده . د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا پروګرام یا یو ایس اید ، ملل متحد، او ځینو نورو خیریه موسساتو زیار ایستلی چې د اوبو لګونی سیستم ښه کړي، تخمونه، سریاو کرنیز آلات یی ویشلی او غوره ټكنالوجي يې په سل هاوزرو بزګرانو ته ورپیژندلی تر څو خپل محصولات په غوره ډول تولید کړي. د افغانستان۲۰ فیصده ناخالص کورنی معصولات صادریږي. د افغانستان صادرات له ۶۹،۱۰ میلونو ډالرو څخه په ۲۰۰۲ کال کې ۵۱۴،۹۷ میلیونو ډالرو ته په ۲۰۱۴ کال کې ورسیدي. د افغانستان عمده صادرات غالۍ،ټغر، وچه میوه، او طبی نباتات دي.
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتو دعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X