Announcement

Collapse
No announcement yet.

ايا عدالت به وشي؟ / حبيب وقار د

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ايا عدالت به وشي؟ / حبيب وقار د

    ايا عدالت به وشي؟ / حبيب وقار



    د طالبانو تر سقوط وروسته چې په افغانستان کې نوی سیاسي جوړښت رامنځ ته شو، ورسره يو ځای خلک دې ته هیله من شول چې د بشري حقوقو ماتوونکي به د محاکمې مېز ته راښکل شي. که څه هم پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د خپل حکومت په لومړیو کلونو کې د انتقالي عدالت مسئله مطرح کړه، خو نه یوازې د بشري حقونو د سرغړوونکو پر وړاندې کوم اقدام ونه شو، بلکې دا موضوع نوره هم وپوښل شوه. دغه راز د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۸۵ لمریز کال د دلوې په ۱۱مه د ملي روغې جوړې په نوم یو منشور تصویب کړ چې د انتقالي عدالت د پروسې څار او لړۍ يې له لویو ننګونو سره مخ کړه. په یاد منشور كې د افغانستان د تېرو پر له پسې کلونو په جګړو کې ښکېل لوري او ترسره شوي جنایتونه بښل شوي دي.
    د ثور د اوومې له کودتا راهیسې د ډاکټر نجيب د حکومت تر پایه، د مجاهدینو د تنظیمي جګړو، د طالبانو د واکمنۍ او تر ننه د بېلابېلو لوریو له خوا داسې زړه بوږنوونکي جنایتونه شوي چې تاریخ یې هېڅکله هم نشي هېرولای. د بشري سرغړونو او جنګي جنایتونو په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسیون د ((منازعي تصویر)) په نامه یو راپور هم جوړ او جمهور رئیس کرزي ته وړاندې کړ، خو حکومت پرې چوپتیا غوره کړه.
    ویل کېږي، دغه راپور د سردار محمد داوود خان د حکومت له ړنګېدو وروسته تر ۲۰۰۱ میلادي کاله پورې د جنګي جنایاتو، ملکي وژنو او په زندانونو او شخصي توقیف ځایونو کې د شکنجو تصویر وړاندې کوي چې مستند شوي دي.
    د بشري حقونو ځینې فعالان وايي حکومت نه غواړي چې دغه راپور خپور شي او له همدې کبله یې شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون څو تنه کمیشنران چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د انتقالي عدالت په برخه کې یې هلې ځلې کولې، له دندو ګوښه او صلاحیتونه ترې واخستل شول. د دغه راپور د نه خپرولو علت د جمهور رئیس کرزي د حکومت پرمهال د هېواد څپ څپانده امنیتي حالات ښودل شوي او ویل شوي چې د دا ډول راپورونو خپرول او يا د جنګي مجرمينو محاکمه کول ستونزمنه چاره ده. تېرو حکومتي چارواکو استدلال کاوه چې د افغانستان شرایط د سولې او ټیکاو غوښتونکي دي او د انتقالي عدالت د پروسې تطبیق په اوسنيو شرايطو کې د سولې پروسه زیانمنولی شي.

    خو د بشري حقونو غړي چې عدالت، سوله او ټیکاو د یوې سکې دوه مخونه بولي، اوس په دې هڅه راوتلي چې د افغانستان د بشري حقونو مسئله نړیواله کړي. په همدې ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسیون، تېره اوونۍ د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د هاګ د نړېوالې محکمې غونډې ته وړاندې کړ. د بشري حقوقو خپلواک کمسيون هيله لري چې په دې برخه کې باید له افغانستان سره د بشري حقوقو نړيوال سازمانونه مرسته وکړي او د بشري حقوقو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي. د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمسیون ساحوي مشر شمس الله احمدزی وايي: ((په هره نړيواله غونډه کې چې افغانستان په کې غړی وي، د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمسيون هيله لري، څو داسې لارې چارې پيدا کړي چې په هېواد کې د جرمونو د کچې د ټيټېدو له پاره زمینه برابره کړي او حکومت د عمل کولو له پاره ځان ته لاره پيدا کړای شي.))
    نړيواله جنايي محكمه د ملګرو ملتونو قضايي ارګان دی چې د ۱۹۴۵ميلادي کال د جولای په۲۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د اهدافو له پاره يې د يوه تړون له مخې بنسټ كېښودل شو او په ۱۹۴۶کې یې فعاليت پيل کړ.
    سره له دې چې د هاګ نړيوالې محکمې د افغانستان د کورنيو جګړو د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ مو کلونو د قربانيانو يو ۵۰۰۰ کسيز لیست خپور کړ، خو د افغانستان بشري حقوق کمسیون ونه توانېد چې د دې ۵۰۰۰ قرباني شویو انسانانو د قرباني کوونکو تیار جوړ شوی ليست خپور کړي. په هېواد کې اوس هم د بشري حقوقو اصولو ته پام نه کېږي او اوس هم ډېری زورواکي له بشري حقوقو سرغړونه کوي. وبه وينو چې د هېواد د بشري حقونو له خپلواک کمسيون سره د هاګ محکمه څومره مرسته کولای شي. ايا زموږ د بشري حقوقو خپلواک کمسيون به وتوانېږي چې د نړیوالې ټولنې د پام په راجلبولو سره په هېواد کې وضعیت بدل کړي او که څنګه؟

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X