Announcement

Collapse
No announcement yet.

S قران او ساینس/ کئ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • S قران او ساینس/ کئ



    قران او ساینس د هغه لکچر عنوان و، چې دوې اونۍ مخکې مولوي رحمت الله اندړ په روشنګرۍ کې وړاندې کړ.
    غواړو ستاسو سره یې لنډيز شریک کړو.
    په دې لکچر کې به لاندې پوښتنو ته جوابونه وویل شي:
    قرانکریم د ساینس سره څه ډول رابطه لري، آیا قرانکریم ساینسي حقایق ثابتوي، ولې ځینې خلک په لوی لاس کوښښ کوي، چې د قرانکریم حقانیت د ساینس له لارې ثابت کړي؟
    د قرانکریم تعریف: اصلاً قران د قراً له کلمې اخیستل شوی، چې لغوي مانا یې قرایت یا ویل دي. (فاذا قراناه فاتبع قرء انه)
    د قران اصطلاحي مانا: د الله تعالی هغه کلام دی، چې پر نبي کریم (ص) وحاً یعنې د وحي په شکل د حضرت جبرائیل (ع) پواسطه نازل شوی، په سینو کې محفوظ او په مصاحف کې لیکل شوی دی.
    ۱۱۴ سورتونه، ۳۰ اجزاوې لري او د اسلامي مصحلت اول مصدر دی.
    قرانکریم ۶۲۳۶ آیة دی او دا خبره بې ځایه مشهوره شوې ده، چې قرانکریم ۶۶۶۶ آیة دی. البته په قرانکریم کې د آیتونه د شمېر پر سر د علماوو تر منځ د نظر اختلاف شته.
    د قرانکریم موضوع: هرعلم ځانته خاصه موضوع لري او د قرانکریم د موضوع په هکله د علماوو تر منځ اختلافي نظر موجود دی.
    یو عالم وايي چې د قرانکریم موضوع، د قیامت د ورځي حال او احوال بیانول دي.
    د یوه بل عالم په نظر د قران موضوع جهاد دی.
    د ځينو علماوو په فکر د قران موضوع د خدای په لار کې مصروفول دي. یو شمېر دیني عالمانو بیا پر ثواب او عذاب څخه بحث کول د قران موضوع ګڼې. خو تر ټولو مشهور نظر چې زه هم ورسره موافق یم. هغه دا دی چې قرانکریم په مجموع کې انسان ته بنده ګې اخلاق ور ښيي.
    د قرانکریم موخه: قرانکریم په بیا- بیا سره خپله موخه واضح بیان کړی ده: (شهر رمضان الذن انزل فیه القران هدی للناس… ) ۱۸۵/ البقره***
    ژباړه: د هغو کسانو لارښوونه کوي چې د دین په نوم له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ وو.
    د ساینس تعریف:
    The intellectual and practical activity encompassing the systematic study of the structure and behavior of the physical and natural world through observation and experiment.
    ژباړه: هغه ذهني او عملي فعالیت ته ویل کېږي، چې د مشاهدې او تجربې له لارې د فزیکي او طبیعي نړۍ له جوړښت او تعاملاتو مطالعه تر پوښښ لاندې نیسي.
    د ساینس موضوع: د مشاهدې او تجربې له لارې د طبیعت او د طبیعي قوانینو څېړنه ده.
    مولوی رحمت الله پوښتنه وکړه، وروسته له دې چې د قرانکریم او ساینس تعریفات او موخو مو بیان کړې، آیا څوک ویلای شي، چې قرانکریم او ساینس اړېکې سره لري؟
    ټولو ګډونوالو په یوه خوله وویل چې، د قرانکریم او ساینس تعریفاتو او موخو ته په کتو سره دوی تر منځ کومه اړېکه نه ښکاري ځکه د قرانکریم موخه بنده یا انسان ته اخلاق ورښودل او پر وحي ولاړ دی او د ساینس موخه انسان ته د ښه ژوند کولو لارې، چارې ورښودل دي او ساینس پر تجربه او مشاهده ولاړ علم دی.
    تعریف د علم پېژندنه ده، او موضوع یو علم له بل څخه بېلوي.
    مثلاً: د طب موضوع انسان دی او د فقهي هم، خو په طب کې انسان منحیث هډوکې، غوښې، روغتیا او ناروغتیا او نور اړخونو په نظر کې نیولو سره څېړل کېږي خو په فقه کې د انسان پر یو شي مکلفیت او نه مکلفیت، د یو کار جواز او ناجواز، روا او ناروا ابعاد روښانه شوي دي یعنې د موضوع د تعریف پر اساس موږ علوم سره بېلولای شو.
    په قرانکریم کې علمي حقایق:
    قرانکریم د مور په نس کې د کوشني د ودې پړاونه داسې دقیق بیان کړي دي، چې نننی ساینس یې هم کټ، مټ همغسې بیانوي.
    ولقد خلقنا الانسان من سلاله من طین(۱۲) ثم جعلناه نطفه في قرار مکین (۱۳) ثم خلقنا النطفه علقه فخلقنا العلقه مضعه فخلقنا لمضغه عظاما فکسونا العظام لحما ثم انشاناه خلقا اخر فتبارک الله احسن الخالقین (۱۴) سورة المومنون.
    ژباړه: موږ انسان له پاکې یا خاصې خټې څخه پیدا کړ، د نطفه په شکل مو د مور و نس ته داخل او وروسته مو نطفه په علقه تبدیل کړه، علقه مو په مضغه بدله کړه، بیا مو په هډوکي بدله کړه، هډوکو ته مو غوښې ور واغوستې نو له دې وروسته مو انسان په یو بل خلقت کې پیدا کړ او الله تعالی (ج) تر ټولو ښه پیدا کوونکی دی.
    د قرانکریم او ساینس تړاو:
    په قرانکریم کې هیڅکله د دې دعوه نه ده شوې، چې د ټولو علومو مور قران دی. دا خبره یوازې په یو شعر کې یوه شاعر کړې ده او همداسې پسې مشهوره شوې ده.
    ځینې علما په دې نظر دي، چې قرانکریم یو جامع کتاب دی، ټول علوم په قرانکریم کې ذکر شوي دي او یا دا چې موږ قرانکریم سم نه دی مطالعه کړی او نه پرې پوهېږو. په لهذا علوم مو ځنې نه دي کشف کړي، دا نظر هم غلط دی ځکه موږ په لوی لاس پر خپل ځان عریضه کوو، چې د قرانکریم په مفهوم نه پوهېږو، بې سواده یو، کفار د قرانکریم څخه تر موږ ښه او سمه مطالعه لري او ښه استفاده یې ځنې کړې ده.
    زه دا منم چې په قرانکریم د علومو ذکر شوی دی خو یوازې او یوازې تر اشارې تر حده.
    علوم په یو بل کې تداخل سره لري. مثلاً:
    موږ په فزیک کې د کیمیا ځینې برخې مطالعه کوو خو دا د دې مانا نه لري، چې فزیک ته کیمیا ووایو بلکې دا فروعیت دي، چې علوم سره ګډوي یعنې اصلي موضوعات یې سره جلا وي.
    ۴- زما په نظر غوره آند دا دی، چې قرانکریم اصلاً د هدایت کتاب دی. استازي یې وایي (وانما بعثت معلما) زه د معلم په توګه را استول شوی یم، چې د خلکو اخلاق تکمیل او هغوی ته لارښوونې وکړم.
    د شیخ عبدالعزیز ابن باز فتوا:
    شیخ عبدالعزیز د مکې معظمې لوی علم وو، عبدالعزیز ابن باز د ځمکې پر نه خوځښت یعنې دا چې ځمکه حرکت نه لري، د قرانکریم د آیتونو په رڼا کې کړې یوه فتوا ورکړې ده:
    بسم الله وحده والصلاة والسلام علی نبینا محمد خاتم الانبیاء و المرسلین… ، القول بدوران الارض قول باطل والا عتقاد بصحته مخرج من الملة لمنافاته ماور د في القران الکریم من آن الارض ثابته و قد ثبتها الله بالجبال او تادا، قال سبحانه و تعالی (والجبال او تادا)…. ولو کانت الارض تدور لاخبرنا بذلک الله سبحانه او نبیه علیه الصلاة والسلام…
    ژباړه: د ځمکې په دوران یا حرکت باندې قول کول یو باطل قول دی او څوک چې پرې اعتقاد لري، له مسلمان ملت څخه وتلی دی ځکه چې دا خبره د قرانکریم سره په ټکر کې ده. خدای پاک په قرانکریم کې ویلي دي چې ځمکه ثابته ده او الله تعالی د ځمکه د غرونو پواسطه باندې ثابته ساتلې ده. الله (ج) وایي، موږ غرونه پرځمکې د میخونو په شان ګرځولي او که چیري ځمکه ګرځېدای نو خدای پاک او یا د هغه رسول (ص) به موږ ته ویلي وای.
    خو کله چې ساینس دا ثابته کړه چې ځمکه ګرځې نو شیخ عبدالعزیز بن باز له خپلې ورکړې شوې فتوا څخه پر شاه شو.
    موږ مخکې وویل، چې ساینس پر تجربه او مشاهده استوار دی، تجربه ثابته نه ده بلکې تغییر کوي خو قرانکریم یو ثابت کتاب او پر وحې ولاړ دی.اوس نو که یوه ساینسي پدېده د قرانکریم له مخې ثابتول غواړو نو سبا ورځ خو ساینس تغییر کوي بیا به نو څه کوو، آیا قرانکریم به ورسره تغییر وو؟
    Leave a Reply

    Your email address will not be published. Required fields are marked *

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X