نن په تاريخ کې (د نومبر۷مه) نوراحمدعایل
چې له هنري بکرل نومي فزيکپوه او مېړه سره يو ځای يې په فزيک کې د نوبل جايزه پرې وګټله، او په دې وخت کې لومړنۍ مېرمن وه،چې په فزيک کې د نوبل جايزه ګټي،بيا يې وروسته په کيميا کې هم د نوبل جايزه وګټله.
د ايکس په وړانګو يې هم کار وکړ او باور يې درلود چې د سرطان په مخنيوي کې موثرې وړانګې دي.
د پلونيم عتصر يې هم له خپل مېړه سره په ګډه کشف کړ.
نوموړې په ۱۹۳۴ زېږدي کال کې په راډيم عنصر چې سرطان پيداکوونکی دی کار کاوه،چې بالاخره د همدې عنصر له امله د وينې سرطان په ناروغي اخته شوه او دې همدې ناروغي له امله يې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د راډيو اکټيف کليمه لومړی ځل دې مېرمنې کارولې ده.
- Saturday, 7 November 2015 0:00
- خپرونکی: تاند
- تبصره ولیکئ
- Category: تاریخ
- permalink
-
خپروونکی: تاند http://taand.com
- ۶۴۴ زېږدي کال د نومبر په اوومه د اسلام د مبارک دين دويم خليفه اميرالمومينين حضرت عمر (رض) د مغيره بن شعبه د يوه فارسي غلام له خوا چې فيروز نومېده او ابو لؤلؤ يې كنيت و له خوا شهيد شو. ابولولو حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته راغى او دخپل بادار ګيله يې ورته وكړه ” چې بادار مې په ما خورا ډېر محصول ټاكلى ؛ خو څنګه چې دابولؤلؤ دا ګيله بې ځايه وه ځكه نو حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ورته وفرمايل چې ته خو كسب كوونكى سړى يې په تا دا محصول ډېر نه دى ؛ابو لؤلؤ دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په دې خبره ډېر خپه او په قهر شو هماغه وو چې دسهار دلمانځه په مهال يې په حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دخنجر شپږ پرله پسې وارونه وكړل ,نو حضرت عمر رضي الله عنه دزخمونو د ورپېښېدو له امله ولويده او دلمانځه د اداكولو لپاره حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مخكې شو . دابو لؤلؤدخنجر زخمونه ډېر كاري وو ځكه نو درې شپې وروسته حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دشهادت لوړ مقام ته ورسيد. او دخپل محبوب صلى الله عليه وسلم په خوا كې خاورو ته وسپارل شو.
- ۱۸۶۷ زېږدي کال د نومبر اوومه د نامتو ساينس پوهې مېرمن مېري کوري د زېږېدنې ورځ ده، نوموړې په همدې ورځ د پولېنډ په وارسا کې نړۍ ته سترګې غړولې . له وړکوالي څخه د تېز ذهن څښتنه وه، په څلورکلني کې يې ليکل او لوستل زده کړل،پلار يې لوستی سړی و، کله به يې چې خپل پلار ليده ،چې خپل سامانونه د ښيښې په يوه بکس کې ږدي ،ډېر ښه به ورته اېسېدل، له ځان سره يې فکر کاوه چې بايد لوړې زده کړې وکړي، خو په هغه وخت کې په پولېنډ کې د نجونو لپاره پوهنتون موجود نه و، نو پر همدې اساس يې په ۱۸۹۱ زېږدي کال په پاريس کې په سوربن پوهنتون کې داخله وکړه ، په پاريس کې دومره بې پيسو وه ؛ چې وچه ډوډۍ به يې خوړه او هغه زړې جامې به يې اغوستې چې له وارسا څخه يې ورسره راوړې وې. هره ورځ به يې د شپې تر لسو بجو په کتابتون کې درس وايه،بيا به خپل کوچني او يخ اتاق ته تلله؛ هلته به يې د شپې تر دوو او دريو بجو پورې مطالعه کوله. وروسته له څلورو کلنو يې له نامتو فزيکپوه پېري کوري سره واده وکړ، دوی دواړه په خپلو کيمياوي تجربو بوخت شول ؛ د يورانيمو د کان ډبرې يې ژرنده کړې،بيا يې هغه وېشولې او په تېزابو او نورو موادو يې تجربې پرې وکړې،چې د ۴ کلني زيار په پايله کې يې د څو ټنو يورانيم درلودونکو ډبرو له مصرف څخه يو پر لسمه خالص ګرم راډيم لاس ته راوړل،په دې ترتيب دوی لومړنی راډيو اکټيف عنصر(راډيم) کشف کړ.
چې له هنري بکرل نومي فزيکپوه او مېړه سره يو ځای يې په فزيک کې د نوبل جايزه پرې وګټله، او په دې وخت کې لومړنۍ مېرمن وه،چې په فزيک کې د نوبل جايزه ګټي،بيا يې وروسته په کيميا کې هم د نوبل جايزه وګټله.
د ايکس په وړانګو يې هم کار وکړ او باور يې درلود چې د سرطان په مخنيوي کې موثرې وړانګې دي.
د پلونيم عتصر يې هم له خپل مېړه سره په ګډه کشف کړ.
نوموړې په ۱۹۳۴ زېږدي کال کې په راډيم عنصر چې سرطان پيداکوونکی دی کار کاوه،چې بالاخره د همدې عنصر له امله د وينې سرطان په ناروغي اخته شوه او دې همدې ناروغي له امله يې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د راډيو اکټيف کليمه لومړی ځل دې مېرمنې کارولې ده.
- ۱۸۸۸ زېږدي کال نامتو هندی فزيکپوه سي ، وي رامان (Sir Chandrasekhara Venkata Rāman) وزېږېد، دې ښاغلي په ۱۹۳۱ زېږدي کال په چاپېريال ساتنه کې د نوبل جايزه وګټله، د نوموړي نور په اړه د(Raman scattering) فرضيه په فزيک کې ډېره مشهوره ده.
- ۲۰۱۲ زېږدي کال د نومبر په اوومه نېټه په امريکا کې بارک حسين اوباما د امريکا د پينځه څلوېښتم ولسمشر په توګه دويم ځل د ولسمشري ټاکنې وګټلې. اوباما د امريکا په ډيموکراټ ګوند پورې اړه لري؛په ټاکنو کې يې خپل ټاکنيز سيال او د جمهوريت غوښتنکو د ګوند غړي ميټرامني ته ماتې ورکړه.
- ۱۹۶۰ زېږدي کال د نومبر په اوومه نېټه د شوروي اتحاد په پلازمېنه ماسکو کې په کلني پوځي تمريناتو کې په لومړي ځل مزائيل توغندي نندارې ته وړاندې شول.
- ۱۹۱۳ زېږدي کال د نومبر په اوومه نېټه د شلمې پېړۍ دا ستر ليکوال او فيلسوف په ۱۹۱۳ زېږدي کال له اسپانوۍ مور او فرانسوي پلار څخه په الجزاير هېواد کې وزېږيد. نوموړى،چې له يوې بې وزلې کورنۍ څخه اړ شو، چې د پلار له مرګه وروسته زده کړو او نورو بېلابيلو کارونو ته لاس واچوي، د افريقا په شمال کې يې مختلفو چارو ته اوږه ورکړه او په همدې وخت کې خوارکى د نري رنځ په ناروغۍ اخته شو او زده کړې هم ورڅخه پاتې شوې، البرکامو د يو څه پيسو د پيداکولو په خاطر اړ شو، چې په ژوبڼ کې حيواناتو ته لوبې کول ورزده کړي او په بېلابيلو ښارونو کې يې حيواناتو ته د نندارې لپاره ګرځنده ټولي جوړ کړل. يوڅه وخت يې په ورځپاڼه ليکنه کې هم کار کړى بيا فرانسې ته ولاړ او هلته يې په داستانونو او نندارو ليکلو پيل وکړ په دويمه نړيواله جګړه کې يوڅه وخت د جرمنيانو له خوا بندي شو، لومړنى اثر يې د (جشنونو) تر سر ليک لاندې خپور شو. په ۱۹۴۷ زېږدي کال يې د طاعون په نامه کتاب خپور کړ له دې وروسته کرار، کرار بريالى کېده ؛ تر دې، چې د فرانسې ادبي جايزه يې وګټله او په ۱۹۵۷ زېږدي کال د نوبل ادبي جايزې په لاس ته راوړلو بريالى شو. البرکامو لکه ژان پل سارتر ليکوال فيلسوف او فلسفه يې اګزيستانسياليزم وه، نوموړى ليکوال په ۱۹۶۰ زېږدي کال د جنوري په څلورمه د موټر د ټکر په پېښه کې په فرانسه کې مړ شو. له اثارو څخه يې طاعون، سؤتفاهم، بېګانه، لومړنی انسان (چې دده وروستی اثر دی چې په ۱۹۹۵ کې نیم خپور شو) ،نظامي حکومت، بېګانه، خاموش سړی،مېلمه،سرکش انسان ،عادلان،اوړي، او سقوط ديادولو وړ دي. دى وايي د تاريخ يوازينى او تلپاتې ارزښت خپلواکي ده.
- ۱۹۲۹ زېږدي کال د نومبر په اوومه نېټه د امريکا په نيويارک ښار کې د ماډرن هنر موزيم پرانيستل شو، دا موزيم په نړۍ کې د معاصرهنر تر ټولو ستر موزيم دی،چې په معماري، نقاشي،مجسمه جوړونې،عکاسي،انځوريزو کتابونو،فلمونو، برېښنايي رسنيو او نورو برخوکې په کافي اندازه اثار لري. هر کال دوه نيم ميليونه کسان له دې موزيم څخه ليدنه کوي او د نيويارک ښار په منهاټن سيمه کې موقعيت لري. momaټکی اورګ يې انټرنېټي ويب پاڼه ده.
- ۱۹۶۲ زېږدي کال د نومبر په اوومه د شلمې پېړۍ د بشري حقونو مدافع او د امريکا د پخواني ولسمشر روزويلټ مېرمن انا ايلينور روزويلټ د ۷۷ کلنو په عمر مړه شوه، که څه هم لوړې زده کړې يې نه وې کړې خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلاميې په تصويب کې يې ډېر رول درلود، نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون لومړنۍ مشره وه او د امريکا د لومړۍ مېرمنې لقب يې ګټلی دی.
- ۱۹۴۳ زېږدي کال د نومبر په اوومه په افغانستان کې د شوروي اتحاد د څلوېښتم کنډک قوماندان باريس ګروموف زېږېدلی .نوموړی په افغانستان کې د شوروي د تجاوزګرو ځواکونو اخري قوماندان و. چې بالاخره په ۱۹۸۹ زېږدي کال د فبروري په ۱۵ مه سره له ټولو پوځونو له افغانستان څخه په ټيټ سر ووت.
- ۱۹۱۷ زېږدي کال د نومبر په اوومه نېټه انګرېزانو د فلسطين غزه سيمه چې د عثماني امپراتوري تر ولکې لاندې وه ونيوه.
