دا په افغانستان کې فېشن دی چې د پاکستان مخالفت وکړه او په پاکستان ضد څېره مشهور شه. که دې دا کار وکړ، بیا که دې د افغانستان بېخ ور و ایست هم، پروا نه لري. د افغانستان په تېرو لسو دیارلسو کلونو کې ګڼو خلکو پر خپله سینه دا تمغه ووهله او بیا یې د پاکستان لپاره هغه بې شایانه خدمات ترسره کړل چې د پاکستان بهترینو دوستانو به هم نه وای ترسره کړي. ځینو یې د پاکستان د لاسپوڅو په نامه خلک له کورونو فرار او په ریښتیا د پاکستان لاسپوڅۍ ته برابر کړل.
ځینو ملي ضد سیاسي استفادې وکړې او ځینو خپله بې کفایتي پر افغانستان او نظام تحمیل کړه. په دغو څېرو کې یوه مبارکه څېره د انجنیر رحمت الله نبیل هم وه. ملي امنیت ته د نبیل له راتګ څه موده وروسته اوازې شوې چې هله پاکستان له نبیل څخه شکایت کړی دی. وروسته بیا اوازې شوې چې سي آی اې نبیل ته ویلي چې د مور شیدې دې شه، ډېره بده بلا یې. ورپسې چې کله د تفاهملیک خبره راغله، د پاکستان حکومت د افغانستان د کمزوري، پاشلي او بې اطاعته ښوولو لپاره د افغانستان له کانالونو څخه د تفاهملیک خاکه رسنیو ته را و ایستله، نبیل صاحب بیا نارې پیل کړې چې هلته، پاکستان زما د برطرفۍ غوښتنه کړې ده. نبیل د فیس بوکونو او ځینو نورو کانالونو له لارې د تفاهملیک مخالفت وکړ، په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر د یو عالم وکیلانو ترمخ دا خبره رسوا کړه چې د تفاهملیک خاکه له لویه سره نبیل چمتو کړې او تر پایه یې په هر څه کې دخیل او خبر و.
په دې وروستیو کې چې په حکومت کې د نبیل د ټنبلیو، بې کفایتیو او شخصي استفادو خبرو زور واخیست، نبیل صاحب بیا اوازې ګډې کړې چې پاکستان د ده د لرې کولو غوښتنه کړې. هدف یې دا و چې که اوس نظام ده ته ګوتې ور وړي، خلک به وایي چې نظام د پاکستان په فرمایش کار کوي او نظام به له همدې وېرې ده ته غږ نه کوي. د نبیل صاحب تر ټولو لوی ابتکار دا و چې د ملي امنیت ستراتیژیک ارتباطاتو یې مطلقا فلج او یو څوک محدودې تبلیغاتي وسیلې یې شخصي اغراضو، او د غني او اتمر په تخریب را ولګولې. په عملي ساحه کې، د نبیل په دوره کې ملي امنیت د انتحاریانو په کاروباري بدل شو. په څو څو ځله د ملي امنیت له توقیف څخه سرکرده انتحاریان او د حقاني شبکې وتلي غړي په مرموز ډول خوشي کړای شول. د نبیل صاحب د کورنۍ غړیو د بندیانو په کاروبار کې په ملیونونو افغانۍ وګټلې. څه موده وړاندې په غزني کې د محلي پولیسو د شهید قوماندان عبدالله لخوا د نبیل صاحب خوریی د طالبانو د را خوشي کولو په معامله کې د پیسو اخیستلو پر مهال بالفعل ونیول شو او وډبول شو چې وروسته د قوماندان عبدالله له پنجو څخه د هغه د را خلاصون لپاره رحمت الله نبیل خپل شخصي نفوذ وکاراوو.
حقیقت دا دی چې د یوه په جګړه کې ښکېل هېواد د استخباراتو د مشر په توګه، که نبیل صاحب خپله توجه جګړې، دندې او وطن ته کړې وای، د جعلي اتلولۍ پر ځای به یې حقیقي اتلولي ګټلې وای، خو اوس خبره تر نیمایي ډېره خرابه ده. نبیل نه یواځې اتل نشو، بلکې د کندز په معامله کې، چې اصلي پړه یې د همده پر غاړه ده، په شرمونو وشرمېد. د کندز پړه، تر هر چا وړاندې د نبیل پر غاړه وه. دلیل یې دا و چې کندز نه په جګړه سقوط وکړ، نه په مقاومت او نه په قیام یا پاڅون. کندز د دښمن په استخباراتي نفوذ سقوط وکړ. دا استخباراتي نفوذ د میاشتو په اوږدو کې تر دې ځایه رسېدلی و او په نتیجه کې یې په سلګونو بې ګناه انسانان شهیدان، د ملیونونو په ارزښت بیت المال لوټ او هېواد ته یوه لویه تاریخي رسوایي ور په برخه شوه.
زما خپل برداشت داده چې نبیل د ځان د سپیناوې په خاطر د امنیت شورا او په غیر مستقیم ډول ولسمشر ملامتوي. که یو څوک مشر او رهبر وې باید ملامتي د یوه ټیم په ډول ومني. د ځان سپیناوی او خپله ملامتي په نورو وراچول د کمزوري، او غیر مسلکي خلکو کار دی. دا خو هیڅ امکان نلري چې د ملي امنیت لوی ریاست دې د عملیاتو غوښتنه کړې وې او یا دې پلان جوړ کړي او د ملي امنیت شورا دې د هغه د ترسره کولو مخه ونیسي او که مخه یې نیسي نو په امنیت شورا کې خو خپله نبیل، عبدالله، محقق، وزیر دفاع، وزیر داخله، ادیب فهیم، انجینر محمد خان، اتمر او په لسګونو نور کسان هم ناست وې. که د ټولو په مشوره د عملیاتو مخه نیول کیږي نو بیا نبیل ولي په پارلمان کې امنیت شورا ملامتوي دی خپله هم د همهغي امنیت شورا مخکښ غړی دی؟؟؟ که امنیت شورا دا عملیات د امریکا یا بل هر ډول داخلي یا بهرني فشار په خاطر معطل کړي وې او که بل هر دلیل وې نو نبیل دلیل نه لري چې بل ارګان ملامت کړي. که نبیل صادق وای او ددې کار مخالف وای نو هغه وخت به یې مطبوعاتو ته ویلي وای په کوم وخت کې چې د عملیاتو د نه ترسره کیدو فیصله شوي وه. که دا کار پلان شوی و او دا عملیات په قصد ځنډول شوي وي نو د هغه تصمیم برخه نبیل هم و بلکي لومړی کس نبیل دی. او دا امکان نلري چې نبیل ووايې چې ما يې غوښتنه کړې وه خو خبر نه یم چې امنیت شورا ولي ځنډولي.
نبیل نن په ولسي جرګه کې د خپلې ناکامۍ معذرت وغوښت، خو معذرت یې په داسې ځای کې وغوښت چې ده باید استعفاء ورکړې وای، او د اتلولۍ له ټولو کاذبو دعوو یې لاس وینځلی وای.