Announcement

Collapse
No announcement yet.

د نوي پولیس افسرانو فراغت د مزار شریف له رو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د نوي پولیس افسرانو فراغت د مزار شریف له رو

    ۸۰۲ مسلکي پولیس افسران وروسته له پوځې روزنو د مزار شریف د پولیسو له ډلګي مشري پوځې روزنیز مرکز څخه فارغ شول. دغو ځوانو پولیسو په بریالیتوب شپږ میاشتنې پوځې روزنې د قانون په پلی کولو، د وسلې کارولو اود سائينس زده کړي په برخه کې کړي دي. د یادوني وړ ده چې دغه افسران د"بشپړ ملاتړ" په مرسته روزل شوی او د فراغت په مراسمو کې دغه پولیس افسران په ویاړ او وچت حیثیت ځلیدل او په ډیره لیوالتیایې غوښتل چې خپلو دندو ته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روان او خپل ملت ته خدمت وکړي. د کورنیو چارو وزارت یو جګپوري چارواکې وویل: "ویاړم چې ډیري ځوانان د افغانستان د پولیسو مختلفو لیکوته لاره پیدا کوي او ټینګار یې وکړ چې دغه افسران به د امنیت او بیا رغونېپه برخه کې لوي مسؤولیت ولري."
    ستاسو په اند د افغان پولیسو مسلکې او سم روزل څومره مهم دي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتو د عمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X