د طالبانو د رژیم په وخت کې د افغانستان له سټډیومونو څخه ډیري وخت د خلکو د اعدامولو ، سنګسارولو او د وجود لنډ او بوچ کولو څخه کار اخیستل کیدا. یوه لسیزه مخکې خلکو دا ګومان هم نه کاوه چې په افغانستان کې به دي کچه پر مختګ اوبدلون راشې او هم هغه سټډیومونه چې د طالبانو د رژیم په وخت کې د اعدامولو ډګر جوړ شوی وو ، نن په هم هغه سټډیوموکې د کریکټ او فوټبال لوبی ترسره کیږي. په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله په دي وتوانیده چې د سویلي آسیا د فوټبال د سیالیو اتل شې. د یادولو وړ ده چې افغانستان یو ځل بیا وروسته له څو لسیزو جګړو او نا امنیو د فوټبال په ډګر کې ځلیږي. همدا شان په ۲۰۱۴ میلادی کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان وتوانید چې د نړیوال کریکټ په سیالیو کې ونډه واخلي او دا خبر په افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو لخوا له تود هرکلي سره مخ شو. د کرکټ په نړېوال جام لوبو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې د سکاټلنډ لوبډلې چې د لسو غوره ټیمونو په کتار کې دي ماته ورکړه. افغانستان په دي وتوانید چې په پنڅو کلونو کې د کرکټ نړیوال سیالیو ته ځان ورسوي او دوي دا کار له ډیرو محدودو امکاناتو او وروسته له کلونو جګړو ترسره کړي دي.
تاسې د افغانستان د سپورت راتلونکې څرنګه اتکل کوي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتو د عمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
