Announcement

Collapse
No announcement yet.

د خرم سناریو پر جهاني ر

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د خرم سناریو پر جهاني ر

    د خرم سناریو پر جهاني تطبیق کېږي/ اباسین بریال



    د ۲۰۰۹ کال مې میاشت وه، چې له ایران څخه را واردېدونکي د یو افغان ناشر ابراهيم شریعتي ۱۱ عنوانه کتابونه په نیمروز ګمرک کې له پلټنو وروسته سیند ته وغورځول شول، په دغو کتابونو کې هزاره ها، شناسنامه افغانستان او د حضرت علي لیکونه یې مشهور وو. د نمیروز والي غلام دستګیر ازاد ادعا وکړه چې د سترې محکمې د حکم پراساس چې دا کتابونه افغانستان کې ملي وحدت ته ګواښ و، قومي او مذهبي تعصب یې پاراوه سیند ته وغورځول شول.
    پارلمان کې د یونس قانوني او احمد بهزاد په مشرۍ یوه غوغا جوړه شوه، د وخت د اطلاعات فرهنګ وزیر کریم خرم یې وغوښت، ښاغلي خرم پارلمان ته وویل چې دوی ته خبر ندی ورکړل شوی او والي دا کار د اطلاعات فرهنګ له مشورې پرته کړی دی. خو په پارلمان کې یوه کړۍ په دې لګیا وه، چې څرنګه وکولای شي هغه په لیوه باندې له ښکته نه د وزې له خوا د اوبو خړولو پلمه د وزیر د ځپلو لپاره تاکتیک کړي.
    د نیمروز والي، ستره محکمه او د خیل ټول ارګانونه برات شول، وزیر یې راټینګ کړ. اخري خبره دا وه چې خرم باید استعفا وکړي او له ملت بښنه وغواړي.
    دویمه ماجرا د ملي ګالري وه، د مخدوم رهین په لومړۍ دوره کې د افغانستان د ملي ګالرۍ قديمي لوحه د وزیر له خوا راښکته کړای شوه او پرځای یې د نګارستان ملي لوحه جګه شوه. دا وخت نه په پارلمان کې، نه محکمه کې، *نه رسنیو او علومو اکاډمۍ کې هیڅوک نه وو چې له ښاغلي رهین وپوښتي چې د ګالرۍ نوم په څه دلیل نګارستان شو؟
    یو کال وروسته د اطلاعات فرهنګ د تاسيساتو د بیارغونې او مرمت چارې شروع شوې، په دې لړ کې د ملي* ګالرۍ ودانۍ هم رنګ کړای شوه او په دغه ودانۍ کې ساتل شوې پخوانۍ لوحه ملي* ګالري د نګارستان د لوحې پرځای بېرته نصب کړل شوه.
    دا اداري جراات د ښاغلي خرم لپاره په دومره لوړه بیه تمام شو، چې سړی به هره ورځ په پارلمان کې د زلمي زابلي او احمد بهزاد دربار ته احضاریده. د کار ترپایه د خرم لمن له دې شواخون خلاصه نشوه.
    د ښاغلي عبدالباري جهاني په میز هم پردي غمونه او تهمتونه پراته دي، هغه کتابونه چې پرون یې د هزاره ځوانانو د لاریون ظاهري انګېزه جوړوله د ښاغلي رهین په وخت کې ایراني نندارتون ته په لېږد یې بنديز ولګید، هزاره زلمیان د دې پرځای چې غوږ وګوري پشۍ پسې ځغلي.
    د جهاني د استعفا غوښتنې انګېزه څلورو رسنیو ته د پوښتنې ګروېږنې د مکتوبونو لیږد یا ایرانۍ نمایشګاه ته په کتابونو بندیز ندی، ستونزه دا ده چې جهاني د یو پښتانه فرهنګي په توګه په دې میدان ځینو کړیو ته د زغم وړ ندی. که لږ په جرات وویل شي، د دې خبرو تر شا زموږ د غیرپښتنو زلمیانو احساسات او ډېر فرهنګ ستزه بیروني لاسونه دي.
    جالبه دا ده چې جهاني د خوار ادرس وزیر دی، حتی ویره ده چې ښاغلی غني به دا وزیر لکه شکریه بارکزۍ یا لودین له عبدالله ونه ګټلی شي. پرون عبدالله په کابینه کې لکه د سړک د هماغه ناخبره مظاهره چیانو په څیر په جهاني وبلوسل چې ایرانۍ نمایشګاه ته یې د کتابونو د بندولو دلیل څه دی، اجراییه ریس حتی لا په دې خبر ندی چې کتابونه چا بند کړي دي. په حکومت کې د حکومت د سلیقو کش و ګیر.
    د افغانستان په متعصبه حلقه کې جهاني له وړاندې د یو احتمالي پښتون فاشیست په توګه معرفي شوی دی. دا ذهنیت پارلمان ته د جهاني د تګ پرمهال درک کولای شو. نوموړی د افغاني رسنیو او پارلماني متعصبینو له سختې رواني جګړې د فرهنګ وزارت ته روغ ورسېد. د ده په اړه ذهنیت په لوی لاس خرابيږي ظاهراً څو ناخبره احساساتي زلمیان سړک ته راووځي، تر شا یې د افغانستان د میډیا مافیا او ورپسې نامريي فرهنګ ستیزه بیروني استخبارات دي چې ټول وخت یې په افغانستان کې خپل راج چلولی او پښتانه یې د خپلو فرهنګي غلیمانو په توګه معرفي کړي دي.
    زما به کله هم هېر نشي چې د بلخ مدني فعالینو د جهاني د کاندیداتورۍ پرورځ کومي شکولي وو، چې جهاني ځانمرګي ته نظم ویلی او ځانمرګی یې ستایليی دی. ستونزه داده چې د جهاني په ژبه د افغانستان فرهنګي تصمیم نیونکي نه پوهېږي او د جهاني ژبه د جهاني د سیاسي مقام د نجات لپاره کار نه ورکوي.
    د اطلاعاتو فرهنګ نوی وزیر له جدي ننګونو سره مخ دی، دا یو ساده پیل دی چې څو رسنۍ تر اندازه جدي د ځان په ننګه ودرېدې یا د نندارتون د تحریم په پلمه هزاره ځوانان د وزارت مخې ته راټول شول، په مخ کې پراته کارونه د مطبوعاتو قانون دی، د رسنیو د سرغړاوي د څېړنو کميسون، د مطبوعاتو له تالار څخه استفاده، د ژورنالستانو د ملي اتحادیې پرسر د خبریالانو خپل منځي اختلافات چې لمن یې تر وزیره غوړېدای شي، د وزارت په دننه کې ځینې کړۍ چې وزیر او رسنۍ سره جنګول غواړي او په تېره په اوسنۍ نامشروع میډیايي سیالۍ کې د بدلون لپاره عملي اقدام. دا هرڅه یو پربل پسې غبرګونونه لري چې هر یو به یې تر دې خطرناک او د وزیر لپاره د سرخوږي وړ وي.
    جهاني به له دوه لارو یوه انتخابوي؛ یا به له ازادو رسنیو تر پزې راغلي د ملي شورا وکیلان له ځان سره دروي او دآزادو مطبوعاتو په نوم د مافیا دا تابو به نړوي او یا به د داکتر مخدوم رهین غوندې پټه خوله په هرڅه بهتره ګڼي او چېرته به پیتاوي ته خپل هډونه تودوي.

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X