د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او د اجراییه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د ملی پوځیانو څخه د لیدنې کتنې او له ټپي شویو پوځیانو نه د احوال پوښتنې نه ، نه یوازی افغان وګړو بلکه بهرنیانو هم خوښې څرګنده کړي ده. ولسمشر غنی څو ځله ملي پوځیانوته کورودانی د هغوي له کړنو، د امنیت ساتنی په ۱۳ کلونو کې او وړتیاو څخه خوښې څرګنده کړي ده. همدا شان ولسمشر خپل بشپړ او جامع ملاتړ له ملی پوځیانو نه اعلان کړي دي. ځینی پوځې کارپوهان په دي باور دي چې د ولسمشر دغه کړنې د ملي پوځیانو پر روحیه،جرأت، او دندي مثبت اغیز لري.
آیا کومې نوري لاري هم شته چې د ملی يوالي حکومت پرهغه کار وکړي او د ملی پوځیانو په روحیه او دندي مثبت اغیز واچوي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
