د طالبانو په رژیم کې افغانستان د روغتونونو او د ډاکترانو د نه درلود له امله یو له هغه هیوادونو څخه وه چې وګړو یې ډیر لږ ژوند کوو. ښځو پرته له کوم ډاکتر او یا هم قابله څخه خپل ماشوم په کورکې زږوي ځکه بله کومه لاره یې نه درلوده او ډیر شمیر ماشومانو او میندو خپل ژوند د امیدواري او زيږدون په وخت کې له لاسه ورکاوه . نن افغان دولت، د امریکا پراختیایې اداري په مرسته او د نورو خیریه موسسوسره په همکاري کې د روغتیا په برخه کې خورا ډیر پرمختګونه کړي. چې په پایله کې د روغتیایې کارکونکو، روغتونونو او کلینیکونو شمیر مخ پر زیاتیدو او عامو خلکو ته ښه روغتیایې خدمتونه وړاندي کوي.
ستاسوپه اند د ورستیو کلونو پرمختګونه په روغتیایې چاروکې څه دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
