Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان د نوي حکومت د کابینې لیست اعلا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان د نوي حکومت د کابینې لیست اعلا

    ر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپل حکومت نوې کابینه اعلان کړه.
    ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه چي د کابینې غړي به یې مسلکي وي، د شپږو میاشتو کاري پلان به ورته وړاندي کوي او د یوه معلوم وخت دپاره به قرارداد ورسره کېږي.
    د کابینې ۲۵ وزارتونو ته ۱۳ کسان د ولسمشر اشرف غني له خوا او ۱۲ تنه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله له خوا په لاندي توګه معرفي سوي دي.

    ۱- جنرال شېرمحمد کریمي د ملي دفاع وزیر
    ۲- جنرال نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر
    ۳- صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر
    ۴ - احمدسیار مهجور د عدلیې وزیر
    ۵- غلام جیلاني پوپل د مالیې وزیر
    ۶ - سردارمحمد رحیمي د تجارت او صنایعو وزیر
    ۷- سردارمحمد رحمان اوغلي د اقتصاد وزیر
    ۸ - محمدګل زلمی یونسي د معارف وزیر
    ۹ - خاطره افغان د لوړو زدکړو وزیره
    ۱۰- سلطان خیري د اطلاعات او کلتور وزیر
    ۱۱- عباس بصیر د فواید عامې وزیر
    ۱۲- سعادت نادري د کار او ټولنیزو چارو وزیر
    ۱۳ - قمرالدین شینواری د سرحدونو او قبایلو وزیر
    ۱۴- فیض محمد عثماني د حج او اوقافو وزیر
    ۱۵- ډاکټر فیض الله کاکړ له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر
    ۱۶- محمد داود صبا د کانونو وزیر
    ۱۷ - برنا کریمي د مخابراتو وزیر
    ۱۸- شاه زمان میوندي د ښاري پراختیا وزیر
    ۱۹ - فیض الله ذکي د ټرانسپورټ وزیر
    ۲۰ - یعقوب حیدري د زارعت وزیر
    ۲۱ - سید حسین عالمي بلخي د مهاجرینو وزیر
    ۲۲ - نجیبه ایوبي د ښځو د چارو وزیره
    ۲۳- نصیر درانی د کلیو او پراختیا وزیر
    ۲۴- فیروزالدین فیروز د عامي روغتیا وزیر
    ۲۵ - محمود صیقل د اوبو او انرژۍ وزیر

    همدا رنګه ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت اوسنی رئیس رحمت الله نبیل پر خپل ځای پرې ایښی او خلیل صدیق یې د افغانستان بانک د رئیس په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي دئ.
    ټاکل سوې ده چي د پارلماني چارو وزارت تر وړاندیز وروسته به د افغانستان ولسي جرګه به په یوه اونۍ کي د ولسمشر اشرف غني له خوا د وړاندي سوو وزیرانو په باب د تائېد یا رد فیصله وکړي.

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X