Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان په اړه په لندن کنفرانس کې څه تې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان په اړه په لندن کنفرانس کې څه تې

    د افغانستان په اړه په لندن کنفرانس کې څه تېر شول؟



    شفیع وردګ -
    د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس تېره ورځ د کابل پر وخت ۲:۳۰ بجو د بریتانیې او افغانستان په کوربه توب د ۷۰څخه زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون په لندن کې پرانیستل شو.
    د افغانستان له لوري د کنفرانس پرانیسته د اجراییه*رئیس ډاکټر عبدالله پر خبرو وشوه. وروسته په نوبت سره د هېوادونو او خیریه بنسټونو استازو د افغانستان څخه د ملاتړ تعهدونه نوي کړل. د روسیې استازي ضمیر کابلوف په خپلو خبرو کې وویل: « بې له امنیته هیڅ کار نه کیږي موږ به د افغان سرتیرو په تقویت او روزلو کې مرسته وکړو.» همدرانګه د چین، جاپان، پاکستان، جرمني او لسګونو نورو هېوادونو استازو له افغانستان سره د نړیوالو پر مرستو ټینګار درلود او ټولو د افغانستان د اوسني دولت څخه د خپلو هېوادونو ملاتړ وښود. نړیوالو خیریه بنسټونو هم د لندن کنفرانس مهم ګډونوال وو دوی وویل چې د نړیوالې ټولنې له مرستو پرته افغانستان سقوط کوي.
    د پاكستان صدراعظم، نوازشريف دې كنفرانس ته په خبرو كې وويل: «موږ له ولسمشر غني سره د افغانستان او پاكستان په اړه د ګاونډيتوب يو نوى دور خلاص كړى. موږ دې پايلې ته رسيدلي يو چې تروريزم زموږ ګډ دښمن دي. »
    کنفرانس ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم راغلی وو، هغه هم د افغانستان د ملي وحدت حکومت څخه د خپل قوي ملاتړ تر څنګ، زیاته کړه: «د افغانستان د ملي وحدت نوی حکومت زموږ له ټینګ باور او کلک ملاتړهبرخمن دی. موږ افغانستان د سیمې پر یوه ځواکمن هېواد بدلوو، موږ به بیا افغانستان هیر نه کړو، نه پرېږدو چې بیا افغانستان نړیوالو ته د یو تهدید سبب شي.».
    د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کیمرون د دې کنفرانس یو بل مهم ویناوال وو، هغههم له افغان دولت څخه د خپل هېواد پرېکنده ملاتړاعلان کړ، هغه په خپلو خبرو کې وویل: «موږ به د افغان سرتیرو په روزنه کې بشپړه مرسته کوو». بلخوا نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو هم له افغانستان څخه هیلې درلودې مثلاً صدراعظم ډېوېډ کیمرون وویل:« هیله*من یم چې افغان دولت به ښځو ته په قضا کې واک ورکړي».
    دا کنفرانس د افغانستان په وخت تر ماسختن ناوخته پورې دوام درلود چې د اختتامیه وینا د اشرف غني راغی، هغه د خپلو خبرو په سر کې له نړیوالو مرسته کوونکو مننه وکړه، هغه د ۲۰۱۴ کال په اړه د بهرنیانو هغو اندېښنو ته هم اشاره وکړه چې ګواکې په ۲۰۱۴کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به جوخت افغانستان سقوط وکړي، غني وویل چې افغانانو ثابته کړه چې دوی کولای شي لوی کارونه وکړي، دوی په ۲۰۱۴کال کې ټاکنې وکړې او دا ټولې اندېښنې یې رد کړې.
    ولسمشر د ملي وحدت د حکومت په اړه وویل: «د اذربایجان له ولسمشر سره د ناستې په وخت کې ډاکټر صیب عبدالله وویل چې له ولسمشر غني سره دومره همنظره یم چې اوس دې ته حیران یم چې موږ ولې په ټاکنو کې یو د بل پر وړاندې دریدلې وو. ” ولسمشر غني نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې د فساد په مخنیوي او ملت ته د یو ځواب ورکوونکي دولت په جوړولو کې به هڅې کوي او په دې چاره کې د مرستې غوښتونکی شو.
    ولسمشر وویل: زموږ د ښځو ستونزه؛ هغوی ته په یوه دوه ورځني روزنیز پروګرام ورکولو سره نه حل کیږي، تاسو (نړیوال مرستندویان) زموږ ښځو ته د خپلو بازارانو دروازې پرانیزئ چې زموږ ښځې هلته خپل تولیداتوپلوري او پیسې پیدا کړي، موږ سره مرسته وکړئ چې ښځو ته ځانګړي پوهنتون جوړ کړو.»
Working...
X