د بې هویته تذکرو وېش پیلېږي/حسیب الله
Leave a Reply
Your email
- Friday, 5 December 2014 0:11
- Written by: تاند
- Leave a reply
- Category: مقالې
- permalink
-
خپروونکی: تاند http://taand.com
د یوه جوړ شوي پلان له مخې په پېژند پاڼو کې د افغانیت او اسلامیت کلمه نه راځي. له تیرو څو کلونو راپه دې خوا دولت د بریښنایي پیژندپاڼو د ویش خبره کوي خو د ځینو مواردو له مخې تر اوسه ندی توانیدلی چې دغه د ویش لړۍ شروع کړي او خلکو ته بریښنایي پیژند پاڼې ورکړي تیر کال د د ليندۍ پر (۵)مه نېټه د مشرانو جرګې پریکړه وکړه چې د هویت له تذ کرې (پیژند پاڼې) څخه دي د افغان او اسلام يا (مليت)او (دين) کلیمه لیري کړای شي.
په هېواد کې یوه خاصه ډله د یوه جوړ شوي پلان له مخې ځکه له پیژند پاڼو څخه د افغانیت او اسلامیت د کلمې د ایستلو هڅه کوي، دوی پوهیږي چې پښتانه له دغه دوه ټکو سره ډير حساسیت لري او که دا دوه ټکي په پیژند پاڼه کې وجود و نه لري پښتانه به ددغه پېژند پاڼو له اخیستلو څخه ډډه وکړي په هېواد کې چې نفوس شمیرنه به د همدغه پیژند پاڼو د شمیر له مخې تر سره کيږي دغه مشخصې کړۍ ته ددې زمېنه برابروي چې خپلو هېوادوالو او نړیوالو ته دا ښکاره کړي چې د هېواد اکثریت نفوس پښتانه نه بلکه یو بل څوک دي.
فرض کوو که چیري همدغه پریکړه په افغانستان کې عملي کیږي نو افغانان به دځمکې په سر لومړني انسانان وي چې نه به خپل مستقل اسلامي تشخص لري او نه هم ملي هویت حال داچې د نړۍ په مخ هیڅ داسې ملت او قوم شتون نه لري چې هغه دې د دغو دوو اساسي مشخصاتو لرونکی نه وي. پدې وروستیو کې د هېواد جمهور رییس اشرف غني هغه قانون لاسلیک کړ چې د هغه له مخې به په هېواد کې د بریښنایي پیژند پاڼو د وېش لړۍ پیل شي. د افغانانو له پیژند پاڼو څخه د مذهب او هویت لرې کول په مجموع کې د ټول ولس او هیواد د لرې کولو په معنا ده . افغانستان د افغانانو ټاټوبی دی او د افغان هویت له منځه تګ د افغانستان له منځه تګ دی.
افغانان د نړۍ په مخ ترټولو هغه غیرتي ولس دی چې د خپل دین او افغانیت د ساتنې لپاره یې تربل هرچا ډیرې قربانۍ ورکړې ، همدغه توریالی او غیرتي ولس به په هیڅ ډول د اسې پریکړه ونه مني چې په هغه کې د دوئ اسلامیت او هویت زیانمن کیږي
Leave a Reply
Your email
