Announcement

Collapse
No announcement yet.

د اېډز ناروغي له کومه را پیدا شوه؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د اېډز ناروغي له کومه را پیدا شوه؟

    د اېډز ناروغي له کومه را پیدا شوه؟

    • 3 ساعتونه مخکې

    شریک یې کړئ
    Jump media player
    Media player help
    Out of media player. Press enter to return or tab to continue.


    null
    نن د اېډز د نړیوالې ورځې په تړاو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یو لړ پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
    د ناروغۍ ویروس چې د اېډز (ایچ آی وي) لامل کېږي، په لومړي ځل د ساینس پوهانو له خوا ۳۰ کال مخکې وپېژندل شو.
    اېچ آی وي یا (د انسانانو د بدن د دفاعي سیستم د کمزروي کونکی ویروس)، لومړی د ۱۹۸۰ لسیزې په پیل کې د امریکا په متحده ایالتو کې وموندل شو خو ریښې یې د ۱۹۲۰ لسیزې د کانګو هېواد ښار کنشاسا ته غځېدلې دي.
    د اېډز ریښې په ۱۹۲۰ لسیزې کې د کانګو هېواد ښار کنشاسا ته غځېدلې دي. کنشاسا یو بوخت ښار دی چې هر کال تر یو میلیون ډېر خلک په کې تګ را تګ کوي.
    په دغه ښار کې نوي جوړ شوي اورګاډي او مخ پر زیاتېدو جنسي سوداګري په دې معنا وه چې دغه ویروس د سیند پورې غاړې د کېسنګانې، امبوجومايي او لوبمباشي په سیمو کې او بیا په ۱۹۶۰ لسیزه کې د امریکا تر متحده ایالتو خپور شي.
    تر اوسه پر دغه ویروس په ټوله نړۍ کې ۷۸ میلیونه خلک اخته شوي دي. په امریکا کې له خپرېدو وروسته، دغه ویروس په ۱۹۸۰ لسیزې کې نورې نړۍ ته ځان ورساوه.
    تر اوسه پر دغه ویروس په ټوله نړۍ کې ۷۸ میلیونه خلک اخته شوي دي او لا نور د اخته کېدو په حالت کې دي.
    د ویروس د خپرېدو کچه په بېلا بېلو سیمو کې ورته نه ده. پر ویروس ۷۰ سلنه اخته کسان په افریقا کې اوسېږي خو د دغه ویروس د مخنیوي درملو یو څه هیلې پیدا کړې دي.
    په نړیواله سطحه هغه خلک چې پر اېډز ناروغۍ اخته دي یوازې ۳۷ سلنه یې درملنې ته لاسرسی لري. د ناروغۍ په نویو پېښو کې تر ۳۰ سلنه کمې راغلی، له موره ماشوم ته د ویروس په لېږد کې ۵۰ سلنه کموالی لیدل شوی او په نړیواله کچه د اېډز له امله په مړینو کې ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی.
    خو په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ویروس له کبله مړینې دوه برابره شوې دي او په نړیواله سطحه هغه خلک چې پر اېډز ناروغۍ اخته دي یوازې ۳۷ سلنه یې درملنې ته لاسرسی لري.
    خو اوس اوسمهال ننګونه دا ده چې څنګه ټول خلک دغو ژوند ژغورنکو درملو ته لاسرسی پیدا کړي.


    دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X